شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پاکستان بېرته "موازي" شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
صفي الله ناصري   
چهارشنبه 24 غبرګولی 1396 ساعت 03:54

دا شپږ مياشتې افغان حکومت دا ادعا کوله چې پاکستان مو داسې منزوي کړی لکه خېمو چې ارگ انحصار کړی و او زما په گډون بل هر افغان هم دا تصور کاوه چې هېڅ افغان ولسمشر حتی ډاکتر نجيب هم پاکستان دومره نه و څنگ ته کړی لکه ډاکتر غني چې څنگ ته کړ؛ خو په حقيقت کې دا يو ضعيف واقعيت و، چې پاکستان ډېره صدمه وليده که افغانستان؟ دقيقاً چې موږ وليده او علت يې له کمزوري ډيپلوماتيک دريځه د خپل اعتراض انعکاس و.

پاکستان نه له نړيوالو سازماني او انفرادي بنديزونو سره مخ شو، نه د امنيت شورا شکايت منزوي کړ او نه د افغان حکومت غير گروپي هڅو مثبته پايله درلوده، بلکې پاکستان لا پياوړی کېدونکی دی؛ تازه د شانگهای تړون غړيتوب يې ترلاسه کړ او د شرق او غرب؛ اسلامي او اسرائيلي هېوادونو منلی دولت دی. خو موږ د داسې يوه هېواد ستراتیژيکه ملگرتيا لرو چې امنيتي تړون يې ناامنه کړي يو او د دې ناامنۍ  کنټرول ته مو نور هېوادونه د همکارۍ لاس نه اوږدوي؛ ځکه له امريکا سره زموږ ستراتيژيکه ملگرتيا د دې لامل شوې ده چې موږ خپله بېطرفه هېواد ونه ګڼل شو. غوره ده چې افغان حکومت په راتلونکې څلور اړخيزه غونډه کې د پاکستان د کمزوريو په درک سره له مقتدرانه دريځ څخه خپلې غوښتنې وړاندې کړي.

پر دې څلور اړخیزې غونډې د شانګهای کنفرانس په څنډه کې موافقه وشوه. په څلور اړخیزه غونډه کې چین، امریکا، پاکستان او افغانستان سره یو ځای شوي دي، په دې هېوادونو کې چین تر ډېره سوله ییز دریځ لري او هڅه یې پر دې ده چې په سیمه کې ثبات د نړیوال نظم لپاره یو اړین شرط دی. بلخوا د دې غونډې نور غړي امریکا او پاکستان دي؛ پر دوی دواړو د افغانانو نیوکه دا ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې رښتینی هوډ نه لري او دا د دې لامل شوی چې افغانستان تلپاتي ثبات ته لار نه شي موندلی.

دا غونډې تر دې مخکې هم دایرېدې خو هر ځل یې پایله «ناکامي» وه. ممکن دا غونډه د یوې میاشتې په اوږدو کې جوړه شي، د چین هېواد هم پرون اعلان وکړ چې د دې غونډې د تیاري په موخه به کابل ته خپل استازی واستوي. چین هېواد د یوې لارې او یوه کمربند پروژې په موخه د سیمې ثبات ته اړ دی، خو امریکا د دې سیمې ثبات ته اړتیا نه ویني؛ ځکه د دوی د تاریخ اوږده جګړه دلته ناکامه شوې ده او د دې د کامیاب ښودو لپاره یې له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړی څو جګړه بریالۍ معرفي کړي، حال دا چې د دغه امنیتي تړون په موجودیت سره افغانستان امن شوی نه دی. اوس افغان حکومت ته په کار ده چې د بهرني سیاست د رامنځته کولو او اعمال لپاره له افغانیزه افکارو او اقشارو څخه استفاده وکړي. په بهرني سیاست کې اوسنی متزلزل حالت د دې لامل کېږي چې د افغانستان ملي حیثیت او ګټې زیان وویني، که افغان حکومت د منزوي کېدو ادعا کوي، د دې ادعا لپاره باید د پام وړ بشري پانګونه شوې وای. موږ د دې ادعا لپاره دومره ونه توانېدو چې د هېواد او نړیوالو معتبرو څېړنیزو مرکزونو د پام وړ موضوع یې کړو، څو د نړۍ هېوادونو د پالیسۍ په جوړونه کې یې منزوي کېدو ته نفوذ وکړو. خو اوس هم دا چانس شته او باید پرې کار وشي او همدارنګه د پاکستان د ضعف پر ټکو هم تمرکز اړین دی؛ مخکنيو حکومتونو ته د بلوچستان خپلواکي د پاکستان د ضعف مهم ټکی و خو متاسفانه هېڅکله موثر تمام نه شو. زه فکر کوم چې د پاکستان پر نورو کمزوريو تمرکز وشي او هڅه وشي چې دغه ځل بيا خالي لاس مذاکرات پای ونه مومي. په څلور اړخيزه غونډه کې د چين او امريکا د گټو نغښتل هم مهم دي، خو له دغه فرصت څخه بايد داسې ګټه واخیستل شي چې چين او امريکا، پاکستان وهڅوي چې يو متحد او با ثبات افغانستان سيمه ييز او نړيوال نظم ته یو انتخاب نه، بلکې اړتیا ده.

د مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه.

Addthis

 




مل پاڼې