شنبه, 28 زمری 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ایا خلک ځاني دفاع او امنیت ته اړ وځي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
رحمت الله نایل   
يكشنبه 28 غبرګولی 1396 ساعت 03:53

د افغانستان د ختیځو ولایتونو استازو د چارشنبې په ورځ افغان امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې که په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې اقدام ونه کړي، دوی به خپله لاس په کار شي. په دې کسانو کې ظاهر قدیر او حضرت علي داسې کسان دي، چې له جنګیالیو سره د جګړې او ملېشه سازۍ اوږده سابقه او کافی تجربه لري.

دغه خبرداری د افغان حکومت او خلکو لپاره یو تریخ پیغام لري. هغه پیغام دا دی، چې حکومت د خلکو په امنیت راوستلو کې ناکام دی او خلک مجبور دي، چې خپل امنیت په خپله وساتي. لنډ مثال یې په دشت برچي کې پر زهرا مسجد له برید وروسته، د ځاني امنیت په تړاو د سیارو پوستو او مسجدونو د حفاظتي تدابیرو نیول دي.

د قانون پر اساس د خلکو امنیت ساتل د حکومت مسوولیت دی. په همدې هدف د پولیسو، امنیت او اردو تشکیلونه جوړ شوي. هغوی مکلف دي، چې د هېواد په هره برخه کې او هرځای د خلکو امنیت تامین کړي. که امنیتي ځواکونه او حکومت په دې چاره کې پاتې راځي، خلک اړوځي، چې ځاني دفاع (Self Defense) او ځاني امنیت (Self Security) ته مخه کړي. په ځاني دفاع او ځاني امنیت سره قوانین ماتېږي، هرڅوک د خپلې قبیلې، ډلې او قوم او تبار د قوانینو او اصولو تابع ګرځي. د دا ډول امنیت مثالونه موږ په قبایلي سیمو کې لرو، چې د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې او نړۍ لپاره یې خورا بد عواقب درلودل. هغه قوتونه، چې له دغسې امنیتي خلا او ځانځانۍ نه استفاده کول یې د سیاست برخه ده، په خلکو کې د ناامنۍ روحیه تقویه کوي. څومره، چې دغه روحیه قوي کېږي، په همغه کچه د قومي، قبیلوي او ګوندي مسلحو تشکیلونو اړتیا ډېریږي.

داعش په مکرر ډول عام خلک او یوه خاصه طبقه په نښه کوي. طالبان هم په ورته چارو لاس پورې کوي. طبعا د هغوی هدف په افغانستان کې د مذهبي او قومي اختلافاتو رامنځته کول دي، خو درېیم قوت دغه کړکېچن وضعیت د ځان لپاره فُرصت ګڼي او د لا تشدید کېدو په لټه کې به یې وي. ممکن ځینې طالبان د یوه قوم او داعش د یوه مذهب استازي وګڼي. دا غلط او تېرایستونکی برداشت دی، خو هغوی، چې له دغسې وضعیت نه د استفادې، یا له ورته وضعیت سره د مقابلې په لټه کې دي، ممکن د بدیل په لټه کې شي. د هغوی لپاره به نور بدیل حکومت نه وي. ځای به یې قومي، ګوندي او مذهبي محورونه نیسي.

ممکن دا اندېښې په لومړي سر کې مبالغه امیزې وي، خو نیمه رسمي اربکیان یې عملي مثال دی. هغو خلکو چې د اربکیانو لیکو ته خپل ځوانان ورکړي، له طالبانو نه د دفاع په هدف په دې کار متوسل شوي او هغوی، چې د طالبانو لیکو ته ورغلي، یو بل عامل ددې سبب ګرځېدلی. که چېرې پر دې نور عوامل ورزیاتېږي، افغانستان به د پراخو خپلسرو پوځي تشکیلاتو شاهد وي، چې کنټرولول به یې د حکومت له واکه بهر وي او بهرنیان به له دې تشې نه د استفادې په لټه کې وي.

د نظام او حکومتي ځواکونو په شته والي کې د غیر مشروع او پټو سیاستونو او ستراتیژیو عملی کېدل ستونزمن دي، خو د دغسې متشتتو او خپلسرو تشکیلاتو په شته والي کې، چې حکومت یې په کنټرولولو کې عاجز وي، هره طرح، ستراتیژي او سیاست عملي کېدای شي.  حکومت باید دې حساسیت ته پام وکړي او په خلکو کې د امنیتي نا باوریو احساس له منځه یوسي.

د مسیر ورځپاڼې د نن تحلیل.
Addthis

 




مل پاڼې