يكشنبه, 04 چنګاښ 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ناټو د زوال په لور پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نصرت الله حقپال   
يكشنبه 28 غبرګولی 1396 ساعت 04:22

د ناټو سازمان سرمشریزه د روان ۲۰۱۷ کال د مې پر پنځه ویشتمه په داسې حال کې د دې سازمان په اصلي مرکز بلجیم کې جوړه شوه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین په دور کې له "کاره لوېدلی" سازمان بللی و او پر دغه سازمان یې سختې نیوکې کړې وې، خو په ورته وخت کې په دې  ډېر ډاډه او خوښ و چې د ناټو غړي هېوادونه به یې په دې ناسته کې ټولو غوښتنو او سپارښتنو ته د تېر په څېر ښه راغلاست او لبیک ووایي.

ناټو د هغو ۲۸ اروپایي- امریکایي هېوادونو د نظامي تړون نوم دی چې په کال ۱۹۴۹ کې په اروپا او په ځانګړې توګه په ختیځه اروپا کې د کمونېستي شوروي اتحاد د پرمختګ او پراختیا د مخنیوي په موخه رامنځته شو؛ ځکه چې هغه وخت اروپایي او شمالي امریکا هېوادونو د شوروي اتحاد پر وړاندې په یوازې ځان د مقابلې وړتیا نه لرله.

د ناټو سازمان له تاسیس څخه پوره شپږ کاله وروسته، د شوروي اتحاد غړو هېوادونو د شوروي په مشرۍ او د ناټو په مقابل کې د «وارسا» نظامي تړون را منځته کړ چې یوازېنۍ موخه یې ناټو سازمان او لوېدیځ بلاک سره مقابله او سیالي وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، نړۍ په ټوله کې پر دوو قطبونو ووېشل شوه چې د یوه په سر کې کمونیستي شوروي او د بل په سر کې د امریکا متحده ایالات وو. دغه دوه بلاکونه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته بیا تر ۱۹۹۰ کاله پورې چې د شوروي یا وارسا بلاک دړې وړې شو او کمونیستي ایډیالوژي له حامل دولت سره له منځه لاړه؛ په خپلو کې په سختې سیاسي، تسلیحاتي، اقتصادي او تبلیغاتي سیالۍ کې سره اخته وو چې هر لوري د بل د له منځه وړلو هڅه کوله. خو دغه سیالي هغه وخت پای ته ورسېده چې شوروي اتحاد نسکور او نړۍ د امریکا په مشرۍ د ناټو سازمان لاس ته ولوېده.

هغه څه چې د ناټو سازمان په ۶۸ کلن عمر کې ډېر ښکاره او روښانه دي، دا دي چې ناټو تل د امریکا د بهرني سیاست او نظامي تګلارو په خدمت کې ده او د عمل کرښه یې داسې ده چې ګویا د امریکا د پوځ یو نظامي واحد دی چې په جلا نوم او د نورو هېوادونو په مالي لګښت فعالیت کوي، معنا دا چې ناټو په اصل کې د امریکا په خدمت کې ده او تل یې د امریکایي اهدافو د تحقق لپاره جګړه او مبارزه کړې او هېڅکله هم د نورو غړو هېوادونو په درد نه ده دوا شوې. پر افغانستان او عراق تر یرغل وروسته چې ناټو په کې پراخه ونډه لرله، د سازمان غړي اوس پر دې پوه شوي او دایې درک کړې چې دوی ټولو تر نیمې پېړۍ زیات خپل عسکر، وسلې، پیسې او نورې ټولې قربانۍ د امریکا لپاره ورکړي او امریکایي ګټو ته یې کار کړی، چې نور باید دا حالت بدل شي.

په تېره مې میاشت کې د دې سازمان سرمشریزې وښوده چې ناټو نور هغه ناټو نه ده چې له ۲۰۰۱ کال مخکې وه او نور نو ناټو د سقوط او زوال په درشل کې ده. په دې ناسته کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو غړو هېوادونو څخه دوه اساسي غوښتنې لرلې چې یوه یې د سازمان مالي لګښت په برخه کې د ونډې زیات والی او بله یې افغانستان ته د اضافي سرتېرو لیږل وو، خو له څلورو کوچنیو هېوادونو پرته، بل کوم هېواد دغه غوښتنه و نه منله او حاضر نه شول چې ناټو ته اضافي پیسې او یا هم سرتېري ورکړي. حتی اروپایي هېوادونه حاضر نه شول چې د سازمان د اساسنامې پر بنسټ خپل دوه سلنه کلني خالص عاید سازمان ته ورکړي.

د دې تر څنګ، جرمني او فرانسه دوه هغه هېوادونه دي چې د یوه نوي بلاک د جوړېدو هڅه کوي او غواړي چې نور د ناټو «امریکا» چتر څخه ځان وباسي او د اروپایي اتحاديې په چوکاټ کې نوی پوځ را منځته کړي. د ناټو سر مشریزه په ناهیلۍ او مایوسۍ پای ته ورسېده او امریکایي لوري دا درک کړه چې ناټو نور هغه پخوانۍ ناټو نه ده؛ له همدې کبله ډونالډ ټرمپ پر جرمني سختې نیوکې وکړې او حتی دا یې وویل چې جرمني یو بد هېواد دی. دې ته په غبرګون کې د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل وویل چې اروپا نور په امریکا او انګلستان حساب نه شي کولای او باید چې اروپا خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي.

همدا شان، د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې وویل چې ډونالډ ټرمپ د دې اتحادیې لپاره یو ستر تهدید دی او اروپایي هېوادونه باید د دې کار د مخنیوي لپاره سره یو شي. دا ټول د ناټو د زوال ستر او لومړني دلایل دي، خو دا په دې معنا نه ده چې ناټو به سبا له منځه ځي، کېدای شي چې ډېر وخت ته اړتیا وي څو په بشپړه توګه له منځه لاړه شي لکه وارسا تړون.

د مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه.

 

 

 

Addthis

 




مل پاڼې