يكشنبه, 04 چنګاښ 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



افغان سوله: چین به د افغان حکومت په خوښه رول ولوبوي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
ذاکر جلالي   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 03:21

چین د ولسمشر غني د بهرني سیاست د پنځو کړیو په لومړۍ او درېیمه کې ځای لري. د ډاکټر غني د بهرني سیاست لومړۍ کړۍ گاونډي هېوادونه په ځان کې رانغاړي او په درېیم کې یې اسیايي هېوادونه دي؛ چې په دواړو کې چین ځای لري. ولسمشر غني واک ته تر رسېدو وروسته لومړنی بهرنی رسمي سفر چین ته وکړ. په اقتصادي برخه کې د اشرف غني سابقې ته په کتو، نوموړي د سیمې ټول سیاستونه له اقتصادي لیدلوري تحلیلول؛ نو په دې حساب هم چین ته په ځانگړي ارزښت قایل و. غني په لومړیو کې ډېر هیله‌من و چې چین به پاکستان وهڅوي چې افغان سوله کې رښتینی رول ولوبوي. خو د شاوخوا درې کلونو په تېرېدو سره د ملي يووالي حکومت دغې هیلې لا کومه پایله نه ده ورکړې.

سږ کال د اوړي له رسېدو سره د افغانستان د جگړې فصل د تېرو کلونو په پرتله ډېر خونړی پیل شوی. د تېرو کلونو په پرتله سږ کال یو توپیر دا دی چې د ذنبق څلور لارې او له هغه وروسته د علم ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې د ځانمرگو بریدونو په څېر د پېښو پړه هم کومې ډلې نه ده منلې. دا حالت ځکه ډېر وېروونکی او هیښوونکی دی، چې دا هر څه په بشپړ ابهام کې ترسره کېږي. دغو ظاهرا «مبهمو» پېښو افغان جگړه لا پېچلې او خونړۍ کړې ده.

د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت د ډېرو نورو چارو په څېر د سولې بحث هم د خپلو لنډمهاله، مقطعي او انفعالي سیاستونو قرباني کړی. د واک په لومړیو ورځو کې يې پاکستان ته د سولې په هیله سفرونه وکړل، وروسته د شاه شهید په څېر خونړۍ پېښې وشوې، بیا یې څو طالبان اعدام کړل، طالبان یې ترهگر وگڼل. د ملي يووالي حکومت درېیم کال هم په بشپړېدو دی، خو تر اوسه یې د لویو ملي مسایلو په تړاو تگلاره او ستراتيژي روښانه نه شوه. حامد کرزی که کامیاب و که ناکام؛ خو سیاستونه يې د خپل قضاوت له مخې وو، خپله که پر څه قانع و هغه به یې پلي کول؛ ولسمشر غني بیا ډېرو کوچنیو فشارونو ته هم تسلیمېږي او ستر تصمیمونه بدلوي. دغه حالت د حکومت په ټولو چارو کې بې‌ثباتي او بې‌باوري زیاته کړې ده. په دغسې یو مبهم او نهیلي‌کوونکي وضعیت کې په افغانستان کې د چین سفیر په افغان سوله کې د خپل هېواد د رول لوبولو خبره کړې. یاو جینگ بي‌بي‌سي پښتو سره په مرکه کې ویلي "که شونې وي، موږ به د افغانستان د سولې بهیر کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو". چینايي سفیر د سولې بهیر اسانچارۍ ته هم ټټر وهلی "موږ د افغانستان د خپلمنځي سولې د خبرو لپاره اسانچاري کولای شو. که اړتیا وي موږ نېک نیت څرگندولای شو او که اړتیا وي چې اسانچاري وکړو، چمتو یو". له دې چمتووالي ښوولو سره سره د چین سفیر دا هم ویلي، اړتیا ده چې له افغان حکومت څخه یې واوري چې دقیقاً څه ته اړتیا لري.

د چین په اړه اوس دا خبره منل شوې چې راپورته کېدونکی نړیوال ځواک دی. چين په نړیوال سیاسي تیاتر کې د اقتصاد پر مټ مطرح کېږي، له دې امله چین ته د خپلو پولو په اوږدو کې امنیت او ثبات ډېر مهم دی. نه یوازې دا چې چین له ایغور مسلمانو لږ‌کیو وېره لري چې له سیاسي ایډیالوژيو به متاثره شي او په چین کې به بلوا جوړه کړي، بلکې چین غواړي په سیمه کې د اقتصادي مارکېټونو د غوړېدا او ټرانزيټ د پراختیا لپاره هم امنیت یقیني کړي. سربېره پر دې چین لېواله دی چې په افغانستان کې پانگونه وکړي، چې میس عینک کان باندې يې پانگونه ښه بېلگه ده؛ په دې برخه کې هم د افغانستان امنیت او ثبات د چین لپاره مهم دي.

لکه څنگه چې د چین سفیر په خپله مرکه کې هم ویلي، دلته پوښتنه دا ده چې افغان حکومت په افغان سوله کې له چین څخه څه توقع لري؟ کله چې د افغان سولې په تړاو د ولسمشر اشرف غني د سولې هڅې په نظر کې ونیسو، تر یوه بریده یې له چین څخه توقع جوتېږي. ولسمشر غني واک ته له رسېدو سره سم، له طالبانو سره د مخامخ خبرو پر ځای، د چین او سعودي په څېر د پاکستان ستراتيژيکو ملگرو هېوادونو ته سفرونه وکړل، له پاکستانه یې وغوښتل چې پر طالبانو محدودیتونه وضع کړي او فشار پرې راوړي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي. طبیعي ده چې له پاکستانه د دې توقع په مقابل کې به افغان حکومت هم پاکستان ته ځینې امتیازات منلي وي. سره له ډېرو ناستو ولسمشر غني دې نتیجې ته ورسېد چې پاکستان ورسره د سولې خبرو ته د طالبانو راوستلو کې کافي مرسته نه ده کړې. ډاکټر غني پاکستان تورن کړ چې د افغانستان پر ضد یې "نااعلام شوې" جگړه پیل کړې. ډاکټر غني به اوس له چین هم ورته توقع لري. د چین اړیکې له طالبانو سره داسې نه دي لکه د پاکستان او طالبانو هغه، چې ولسمشر غني دې ترې وغواړي طالبان ورته د خبرو مېز ته راولي. له چین څخه د ډاکټر غني توقع به دا وي چې پر پاکستان فشار راوړي یا یې وهڅوي تر څو دغه هېواد د افغانستان غوښتنو منلو ته غاړه کېږدي. د افغان حکومت غوښتنه له پاکستانه څرگنده ده او هغه دا چې افغان طالبان هغسې وځپي، لکه پاکستاني طالبان چې ځپي؛ هغه څه چې پاکستان یې منلو ته تیار نه دی. چین په سیمه کې پیاوړی دولت دی چې پر پاکستان ډېر فشار راوړلی شي؛ خو دلته پوښتنه دا ده چې ایا چین ته افغان حکومت دومره ارزښت لري، چې په غوښتنه یې پر پاکستان فشار راوړي یا یې د افغان حکومت غوښتنو منلو ته وهڅوي؟ چین په افغان سوله کې هغسې رول نه شي لوبولی چې د ډاکټر غني حکومت توقع لري. چین پاکستان سره د افغانستان په پرتله ډېرې ژورې او پخوانۍ اړیکې لري.

د چین د ولسمشر شي جي پینگ په نوښت د "یو کمربند، یوه لار" پروژې په لړ کې دغه هېواد په پاکستان کې د "چین او پاکستان اقتصادي دهلېز" د پروژې لپاره د ۴۶ میلیارده ډالرو په کچه پانگونه کوي. دغې سترې پانگونې د چین او پاکستان اړیکې یوه داسې پړاو ته ننویستې چې د دواړو هېوادونو راتلونکی یې د پخوا په پرتله ډېر غوټه کړی. پاکستانیان چین سره د خپلې دوستۍ په اړه وايي "زموږ دوستي له سمندرونو ژوره، له غرونو لوړه، له وسپنې کلکه، له غرونو لوړه ده". د دواړو دولتونو د اړیکو تاریخ چې گورو، رښتیا هم د چین او پاکستان دوستي په سیمه کې کم‌سارې ده. د هند او پاکستان ترمنځ د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ دواړو جگړو کې چین د پاکستان ترڅنگ ودرېد. په سړه جگړه کې چې پاکستان د امریکا په خوښه د افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه، هلته یې هم چین تر څنگ ولاړ و. له سړې جگړې وروسته بیا هم چین او پاکستان نژدې پاتې شوي. د امریکا په مشرۍ ترهگرۍ ضد جگړه کې بیا هم چین د پاکستان له سیاستونو سره همغږی و. د پاکستان او چین په نژدېوالي کې یو مهم لامل د چین او امریکا اړیکې دي. امریکا نه غواړي چې چين د یوه سیمه‌ییز او ورپسې د یوه نړیوال ځواک په توگه مطرح شي، د مخنیوي لپاره یې د هند ملاتړ کوي. له بلې خوا بیا هند او پاکستان تربگني لري، چې دې معادلې پاکستان او چین تر هرو دوو هېوادونو سره نژدې کړي.

له پاکستان سره د چین په دومره نژدې اړیکو کې دا احتمال ډېر کمزوری دی چې چین د افغان حکومت په خوښه پر پاکستان خپل فشار راوړي چې هغسې معاملې ته غاړه کېږدي چې افغان حکومت یې هیله لري. له بلې خوا، له چین سره د ډاکټر غني د ښو اړیکو جوړولو د نهیلۍ یو مهم لامل په افغانستان کې د امریکا پراخه پوځي شتون دی. کله چې امریکا له هرې حربې په استفادې چین ته په نړیواله کچه ستونزې جوړوي او د مخ پر زیاتېدونکي رول مخه یې نیسي؛ څنگه توقع ولرو چې چین پر افغان حکومت چې په بشپړ ډول پر امریکا متکي دی، باور وکړي او یا هم له پاکستان سره خپلې اړیکې د افغان حکومت لپاره قرباني کړي.؟ ډاکټر غني له چین سره په چلند کې د امریکا فکټور تر ډېره له پامله غورځولی؛ خو په حقیقت کې چین په هېڅ صورت له افغانستان سره په اړیکو کې د امریکا فکټور له پامه نه شي غورځولای.

د مسیر ورځپاڼې د نن تحلیل.

 

 

 

Addthis

 




مل پاڼې