شنبه, 29 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



سنځله؛ خوند، خوشبويي او اقتصادي ګټې يې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
لیکنه: شبانه محمدزۍ   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 03:45

سنځله د دې تر څنګ چې ښکلی ګل او سکون بښونکی بوی لري، روغتیاپالان باور لري چې خوړل يې ځينې روغتیايي ګټې هم لري.

روغتیايي ګټې يې:

سنځله ویټامین سي، ویټامین بي، یوه اندازه ویټامین کې او کلسیم لري. هغه کسان چې کمزوري هډوکي لري، یا هغه مېرمنې چې د پښو زنګنونه یې خوږېږي د سنځلې خوړل ورته ګټه رسوي.

ډېر عمر لرونکو کسانو ته هم ګټور دي، ځکه له عمر سره سم د دوی هډوکي هم خپل قوت له لاسه ورکوي.

همدارنګه سنځله هضمي سیستم سره مرسته کوي، د نس ناستې ناروغۍ په مخنیوي کې ونډه لري او که په ورځ کې مناسبه اندازه سنځلې وخوړل شي نو د شکرې ناروغۍ په مخنیوي کې هم مرسته کولای شي.

د سنځلې خوراک

هر خواړه چې روغتیا ته ګټې لري، ډېر خوراک يې روغتیا ته ستونزې هم پیدا کولای شي. که سنځله هم ډېره وخوړل شي نو کېداې شي بډوډو ته زیان ورسوي.

ځکه روغتیا پلان لارښوونه کوي چې په مناسبه اندازه دې وخوړل شي او ډېر خوړل يې د ګټې پر ځای تاوان کوي.

د سنځلې لرګي

د سنځلې له لرګي ډول ډول توکي او لوښي جوړېږي. دغه راز يې له ګل د عطر جوړلو په صنعت کې هم کار اخیستل کېږي.

کله چې سنځلې ګل شي نو تر ليرې سیمو پورې خوشبويي خپروي او خلک ترې خوند اخلي.

په کلو او بانډو کې به مشرانو باور درلود، چې ماران د سنځل ګل په بوی مین دي او د سنځلو د ګل په وخت کې د هغو په شاوخوا کې ګرځي.

د سنځلې د بوی او ګل تر څنګ د سنځلې ونه هم ډېره ښایسته ده او کله چې ګل شي نو ټوله سیمه ورسره ښایسته ښکاري.

افغانستان کې سنځلې

په افغانستان کې د سنځلو ګل ډیر مینه وال لري او په لوګر ولایت کې خو د سنځل ګل کلنۍ مشاعره هم جوړېږي.

مشاعرې ته له بېلابېلو سیمو خلک ورځي او د سنځلې ګل او نورو موضوعاتو په اړه شعرونه وایې.

د خوست سنځلي هم ښه نوم لري؛ په تېره بیا د خوست مازدیګر او د سنځلو ونې، چې د دغه ولايت له فرهنګ سره تړلې خبره ده.

Addthis

 




مل پاڼې