يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پاکستان به معاملې ته چمتو شي؟! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
ملتپال   
سه شنبه 11 تله 1396 ساعت 03:52

افغان حکومت کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر د افغانستان په تړاو د دغه هېواد په دریځ کې د تغیر او همکارۍ د روحیې په رامنځته کېدو تعبیر کړی. ولسمشر غني د پاکستان له نظامي مشرتابه سره په لیدنه کې دا سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د یوې نوې مرحلې د پیل او ښې همکارۍ لپاره یو فرصت ګڼلی.

د پاکستان په اړه عام برداشت دا دی، چې په نړیواله کچه له ډيپلوماتیکې انزوا سره مخ شوی او افغانستان له دغه فُرصت څخه په استفادې، چې هند او متحده ایالات پکې ټاکونکی رول لري، پر پاکستان د جنګیالیو له ملاتړه د لاس اخيستلو په برخه کې فشار راوړلی شي.

د ملي یووالي حکومت د کار په لومړیو ورځو کې له پاکستان سره د ښو اړیکو سیاست خپل کړی و. د ولسمشر غني سیاست په دې متکی و، چې ننګونې په فُرصتونو بدلې کړي. ده غوښتل، چې د یوې نوې پالیسۍ له لارې له پاکستان سره د اړیکو لوری بدل کړي او پر شخړو ولاړې اړیکې په دوستۍ او دوه اړخیزو همکاریو عوض کړي. امریکا او بريټانیا د پاکستان په تړاو د ملي یووالي حکومت د سیاستونو په تشویق کې ټاکونکی رول درلود. خو دغو سیاستونو د توقع وړ پایلې نه درلودې. سره له دې، چې د افغان حکومت د اقداماتو په نتیجه کې په افغانستان کې د پاکستان ضد ګڼې شبکې له منځه لاړې، خو پاکستان له خپله اړخه د جنګیالیو پر ضد هېڅ راز تحرک ونه ښود.

په تېرو ۱۶ کلونو کې د امریکا او پاکستان تر منځ په مسایلو اختلاف او بې اعتمادي تل د دې سبب ګرځېدلې، چې افغانستان د شخړو په مرکز بدل شي او د پاکستان په تړاو د افغانستان پالیسي هم د متحده ایالاتو د سیاستونو تر شعاع لاندې راشي. د افغانستان او پاکستان د اړیکو په لوړو او ژورو کې د متحده ایالاتو د پالیسیو تاثیرات ژور او محسوس دي.

د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته افغانستان او هند ته د لومړي ځل لپاره یو ښه فُرصت په لاس ورغلی. دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان پر وړاندې د متحده ایالاتو سیاست د کابل او نوي ډیلي له سیاستونو سره همغږي پیدا کوي. دا همغږي د دواړو هېوادونو لپاره د پاکستان د لا منزوي کولو او په خپله ګټه د روانو لوبو د څرخولو په برخه کې طلايي فُرصت دی. د پاکستان سیاسي انزوا د افغانستان او هند دواړو لپاره سره ورته ګټې لري. دواړه هېوادونه د پاکستان له ترهګرۍ محوره سیاستونو متضرر دي، دواړه له پاکستان سره د ځمکې پر سر شخړه لري او دواړه هېوادونه له هغو ترهګرو ډلو سره لاس او ګرېوان دي، چې په پاکستان کې مېشتې دي او همغلته تمویل او تجهیز کېږي. ظاهراً داسې برېښي، چې اسلام اباد هم په لومړي ځل له دومره سیمه ییزې او نړیوالې انزوا سره مخ کېږي. له چین پرته، چې د پاکستان ستراتیژیک متحد ګڼل کېږي، د پاکستان بل مطمئن ملګری نه لیدل کېږي. افغانستان اوس له دغه وضعیت نه د استفادې په ازمویښت کې دی. هند او امریکا د دوو داسې قدرتونو په حیث چې د معاملو توان او تجربه لري، ښايي د خپلو ملي منافعو په رڼا کې پاکستان څه ورکولو، یا څه کولو ته اړ باسي، خو افغانستان باید له دې معاملې مجزا نه وي. افغانستان باید د معاملې برخه او سهمدار وي. د پاکستان منزوي کېدل، یا د سیاسي معاملاتو په صورت کې له انزوا وتل باید د افغانستان د ملي ګټو له تحقق او په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره تړلي وي. له دې پرته، معامله د افغانستان پر سرکېدای شي او افغانستان به زیانمن اړخ وي.

له پاکستان سره د افغانستان د شرایطو په رڼا کې د اړیکو بېرته رغول ضرر نه لري، خو پاکستان ته باید دا فُرصت ورنه کړل شي، چې له دغو اړیکو نه پر ځان د فشار لرې کولو او له حاکمې انزوا نه د ځان ایستلو په برخه کې ګټه واخلي. پاکستان په دې برخه کې، په ځانګړي ډول د امریکا- پاکستان د اړیکو د کنګلتیا په دورو کې کافي تجربه لري. دوی د معاملې او انعطاف منلو لوړ ظرفیت لري. حتا د ضرورت په وخت کې چین په امریکا بدلولی شي. خو که دغسې معاملې ته تن ورکوي، افغانستان باید وار د مخه خپله محاسبه ولري.

پاکستان خپلو تېرو ۱۶ کلنو سیاستونو ته په پام باید همدغسې منزوي وساتل شي. د پاکستان په تړاو سیاستونو کې عامه ذهنیت تل له حکومت سره ملګری دی، خو حکومت ته لازمه ده، چې د خپل دریځ د قوي کولو په خاطر عملاً د افغانستان سیاسي او ملي اجماع هم له ځان سره ولري.

Addthis

 




مل پاڼې