يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د غني او عبدالله درې کلنه حکومتولي، ژمنې او کړنې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
غورځنګ سيال   
يكشنبه 16 تله 1396 ساعت 03:43

د ۲۰۱۴ زېږديز کال په را نږ‎دې کېدو سره چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو، بهرنیو ځواکونو د وتلو او اقتصادي مرستو د کمېدو نغارې وهل کېدې، ټاکنې هم ورسره هممهالې وې.

ټاکنو ته يوولسو کسانو ځانونه نوماند کړل، خو د ټاکنو د قانون پر اساس نه ‎بلکې د يو جوړجاړي له مخې!

په دغو یوولسو نوماندانو کې د دوو مخکښو نوماندانو، ډاکټر محمداشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ سیالۍ هغه وخت ډېرې گرمې شوې چې دواړ‎و د ټاکنو په لومړ‎ي پړ‎او کې (۵۰+۱) رایې پوره نه کړې او ټاکنې دويم پړ‎او ته لاړ‎ې.

دوی دواړو په ټاکنو کې د خلکو له مزاج سره سم ټاکنيزې ډلې او ټاکنيز شعارونه درلودل (د بدلون او دوام ډله، د اصلاحاتو او همپالنې ډله).

د یوې ډلې مشري اوسني ولسمشر او د بلې هغې بيا اوسني اجرائيه رئيس کوله. هر يوه د هېواد د ښېرازۍ لپاره جلا طرحې درلودې. د ډاکټر غني ډېره پاملرنه د یوه غرب پلوه تکنوکرات په توگه بدلون ته وه او ډاکټر عبدالله بيا په خپلې طرحې سره ځان د يوه مجاهد ټيپه، خو د شرق او غرب پلوه سياستوال په توګه په څو اړخونو کې ښکاره کاوه. ده به کله د اصلاحاتو غږ‎ پورته کاوه او کله به یې د افغانستان د جهاد او مجاهدينو د وارث په توګه ځان د مجاهدينو د رايو حقدار باله.

د ډاکټر غني منشور او د هغه په تول تللو خبرو د هېوادوالو، خو په ځانګړي ډول د ځوان نسل پام ځان ته ور اړ‎ولی و، بله خوا بیا د ډاکټر عبدالله طرحو د مجاهدينو، د مجاهد پلوي ځوان نسل او په واک کې د شاملو څېرو پام ور خپل کړی و.

دواړ‎و يو پر بل د هېڅ راز تور له لگولو ډډه نه کوله، کله ناکله خو به يې ان د سياست اخلاق هم تر پښو لاندې کړل.

د ټاکنو تر لومړ‎ي پړ‎او وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو د افغانستان د تجزیې د گواښونو تر څنگ، نوموړ‎ی منتخب ولسمشر اعلان کړ. هغه لوحې او بېلبورډونه چې عبدالله پکې د منتخب ولسمشر په توگه معرفي شوی، د ملي يووالي حکومت له جوړېدو درې کاله وروسته هم د هېواد په ځينو شمالي ولايتونو کې ځوړند دي.

د ټاکنو لانجې او د جان کري راتګ

که څه هم ډاکټر عبدالله عبدالله دويم پړاو ته د ټاکنو پر تګ اعتراض درلود، خو بيا يې هم دې ته غاړه کېښوده چې يو ځل بيا له ډاکټر غني سره په سيالۍ کې خپل بخت و ازمايي. د ټاکنو په دويم پړاو کې رايې قومي شوې او ډاکټر غني د پراخه قومي ملاتړ له امله ډېرې رايې واخيستې، ځکه د پښتون، ازبک او سادات قومونو نږدې ټولې رايې غني ته ولوېدي. په مقابل کې د تاجکو او هزاره قومونو رايې بيا ډاکټر عبدالله واخيستې، چې د دې محاسبې پر بنسټ ډاکټر غني په اکثريت سره د ټاکنو ګټونکی و.

دا مهال ډاکټر عبدالله دواړې پښې په یوه موزه کې د ننه کړې او د ټاکنو کمېسيون چارواکي يې د غني په ګټه په درغلیو تورن کړ‎ل، په داسې حال کې، چې د دواړ‎و ټاکنيزو ډلو پلویانو تر خپلې وسې درغلي کړ‎ې وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري کابل ته راغی او د امريکا په سفارت کې يې د افغانانو اراده له خاورو سره خاورې کړه. ده دواړه ټاکنيزې ډلې يوې داسې معاملې ته وهڅولې چې په پايله کې يې د افغانستان اساسي قانون هم تر پښو لاندې شو.

د دواړو ټاکنيزو ډولو مشرانو يو څو ماده ييز تړون لاسليک کړ او په دې توګه د ملي يووالي حکومت جوړېدو ته لاره هواره شوه. دا معامله په داسې حال کې وه، چې ډاکټر غني له خپلو پلويانو سره ژمنه کړې وه، چې سهامي شرکت به نه جوړوي او د افغانستان پر اساسي قانون به معامله نه کوي. ده د خلکو د قانع کولو لپاره ويلي وو "که مې نن پر اساسي قانون معامله وکړه، سبا ستاسو پر بچيانو هم معامله کوم".

د جان کري په منځګړيتوب د افغانستان د ټاکنو لانجې داسې هوارې شوې چې پرېکړه وشوه، ټاکنې به ګټونکی او بايلونکی نه لري او دواړه لوري به په ګډه حکومت جوړوي.

د ملي يووالي حکومت له جنجالونو سره مل کار پيل کړ. په لومړۍ ورځ يې د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ، هغه تړون چې مخکني حکومت يې په سر له واشنګتن سره خورا ډېرې چنې وهلې وې.

د ملي يووالي حکومت بله ستونزه دا وه چې د جوړېدو تړون يې ګونګ و. عبدالله په ټول حکومت کې ځان د نيمايي برخې خاوند باله خو ډاکټر غني بيا ويل چې عبدالله يوازې په سکټوري وزارتونو کې د نيمايي برخې ونډه وال دی.

غني له خلکو سره ژمنه کوله چې متخصصه کابينه به جوړوي او وزيران به د اړيکو پر بنسټ نه بلکې د ضوابطو پر بنسټ ټاکي. خو کله چې د عمل وخت شو، نو کابينه د څو تنو تر منځ ووېشل شوه، په سر کې د غني او عبدالله تر منځ، بيا د هغوی د ټاکنيزو ډلو د غړو او ورپسې د هغوی د ملاتړو تر منځ.

د وزارتونو د وېش پر سر لانجې د دې سبب شوې چې کابينه تر څو مياشتو پورې هم بشپړه نه شي او ان د حکومت د درې کلنې کاري مودې تر بشپړېدو وروسته هم نيمايي وزارتونه سرپرستان اداره کوي. دا يې لا په هر صورت! د بهرنيو چارو او پوهنې ناکام وزيران ځانونه د حکومت تر مشرانو لوړ بولي او څوک يې پر ځای د نورو کسانو د ټاکلو جرئت نه شي کولی.

د ولسمشر او اجرائيه رئيس تر منځ پر ناندريو سربېره، د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم تر منځ هم د کشمکشونو او لانجو يوه نوې جبهه پرانيستل شوې ده. دوستم چې د کورنيو جګړو مخکښه څېره ده، څو ځلې په خپل سر شمالي ولايتونو ته د عملياتو لپاره لاړ، چې هلته پرې د جنايتونو تورونه پورې شول، له ولسمشر سره يې اړيکې لا ډېرې ترينګلې شوې او بالاخره چې څه پېښ شول، ټول پرې خبر دي.

ولسمشر د ښې حکومتولۍ په برخه کې خپل ځانګړی استازی احمدضيا مسعود هم له دندې ګوښه او کورناستی کړ.

ضيا چې د ټاکنو په دويم پړاو کې د ډاکټر غني ملاتړی و، اوس د هغه د نورو ملاتړو ډاکټر انوارالحق احدي، مجددي، پيرانو ... په څېر په کور ناست دی.

عبدالله له غني مرور ټول سياستوال په غېږ کې ونيول، ان تر دې چې د څوکيو د وېش پر مهال کله ناکله عبدالله د غني د پخوانيو ملګرو ننګه کوي. له غني خپه شوي ډېر کادرونه اوس پر عبدالله ور ټول دي.

امنیتي برخه!

د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د ډاکټر غني ډېر تمرکز د افغانستان پر امنيتي وضعيت و. هغه به ويل چې د حکومت په لومړيو دوو مياشتو کې به له وسله والو مخالفينو سره سوله وکړي، خو له بده مرغه چې د حکومت په درې کلنه کاري موده کې يې نه يوازې دا چې د سولې لپاره د پام وړ کار و نه شو، بلکې د افغانستان لویه برخه خاوره د وسله والو تر کنټرول لاندې راغله. د ملي يووالي حکومت د کار په موده کې کندوز دوه ځلې د طالبانو لاس ته ولوېد، د ګڼ شمېر ولسواليو يوازې ودانۍ د حکومت تر کنټرول لاندې دي او تر دې ور اخوا پر هر څه د طالبانو واکمني روانه ده. د نړيوالو ادارو راپورونه وايي چې د افغانستان نږدې نيمايي (۴۷سلنه) خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

د ملي يووالي حکومت په دريو کلونو کې د سولې په برخه کې يوازې دومره کار وکړ چې د حزب اسلامي مشر انجنيز ګلبدين حکمتيار يې پخلا کړ او کابل ته يې راووست.

بهرنی سياست

د ملي يووالي حکومت تر جوړېدو مخکې د افغانستان د بسياينې او اقتصادي ودې لپاره د ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو اجماع موجوده وه. نړيوالو انګېرله چې باثباته افغانستان د ګاونډيو هېوادونو، سيمې او نړۍ په ګټه دی. خو د ملي يووالي حکومت د بهرنۍ پاليسۍ د نشتوالي له امله اوس دغه اجماع پر تقابل اوښتې ده، په دې معنا چې د داعش په را ښکاره کېدو سره روسيې، چين او ايران هم د پاکستان په څېر د طالبانو ملاتړ پيل کړ. دې چارې د افغانستان قضيه او حالات لا پسې پېچلي کړل.

د ملي يووالي حکومت د کار په لومړيو ورځو کې له پاکستان سره ډېر نږدې کېدل او بيا په يو مخ له دغه هېواده واټن نيول د پاکستان پر وړاندې د حکومت د ناکامې پاليسۍ پايله ګڼل کېږي.

د ملي يووالي حکومت د مشرانو کمزوري د دې سبب شوه چې افغانستان د سعودي- ایران، ایران- امریکا، روس- امریکا، چین- امریکا او پاکستان – هند د سياليو پر ډګر بدل شي.

کورنی سياست

د افغانستان کورنی وضعيت هم په لوی لاس ورځ تر بلې کړکېچن کېږي. د ملي يووالي حکومت مشران غواړي چې د حامد کرزي سياستونه ولوبوي، خو دوی د کرزي په څېر په سياست کې پاخه نه دي.

عطا نور، امرالله صالح، حاجي الماس، جنرال جرأت او نور زورواکان ورسره ژمنې وکړي، هغوی خپلې موخې تر لاسه کړي او د حکومت مشران په تورو نخودو پسې ولېږي. ويل کېږي چې يوازې د عطامحمد نور پنځه شرکتونه او په دبۍ کې د هغه کنګل شوې پيسې بېرته خوشي شول خو عطا پر خپلو ژمنو وفا و نه کړه. له دې دا ثابتېږي چې د ملي يووالي حکومت په کور د ننه هم ناکام دی. د دوستم له لوري له احمدخان ايشچي سره او دغه راز د عطا نور له لوري له اصف مومند سره د شوي زياتي قضيې له پامه غورځول شوې، ځکه حکومت يې د څېړلو وس نه لري.

د جان کري د ملي يووالي حکومت د تړون پر اساس بايد په دوو کلونو کې د اجرائيه رياست برخليک معلوم شوی وای. لويې جرګې بايد په دې اړه پرېکړه کړې وای، خو د ملي يووالي حکومت مشرانو له دې وېرې چې دواړه کورناستي نه شي د لويې جرګې را بللو ته زړه ښه نه کړ. مطلب دا دی چې د اجرائيه رياست د کار دوام ان د ملي يووالي حکومت د تړون پر بنسټ هم قانوني نه دی.

تر درې کلن کار وروسته هم د ملي يووالي حکومت تر اوسه پر دې نه دی بريالی شوی چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې وکړي.

اقتصاد

ولسمشر د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال په اقتصادي برخه کې هم ولس ته غوړې وعدې ورکړې. د بېلګې په ډول: ده ژمنه وکړه چې د خلکو په دسترخوانونو کې به بدلون راولي. يو ميليون نوې دندې به رامنځته کړي، سل زره نوې ودانۍ به ورغوي، د افغانستان اوبه به کنټرول کړي... او دې ته ورته نورې ژمنې.

دا هغه تشې خبرې وې، چې ولس ته پرې دوکه ورکړل شوه، همدا خبرې اوس هم تکرارېږي، وعدې کېږي خو د عمل څه پته نه لګېږي.

تاسو خپل دسترخوانونه وګورئ، ډوډۍ مو د پخوا په پرتله نيمه شوې نه ده؟ نوې دندې خو پر ځای پرېږدئ، ايا د بېکارۍ کچه لوړه شوې نه ده؟

تازه سروې ګانې ښيي چې په ټول هېواد کې د کار پر شرايطو برابر ۵،۱ ميليونه تنه وزګار ګرځي.

د کورونو او جايدادونو بيې د خلکو د اقتصادي وضعيت د کمزورتيا له امله تر اندازې ډېرې را ټيټې شوې دي.

د اوبو د مديريت په برخه کې شوي کارونه هم د شهيد سردار محمد داوود خان د جمهوريت له وخته پلان شوي وو، د دې کارونو لويه برخه د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال شوي وو، چې اوس يې ټول امتياز ولسمشر محمداشرف غني خپل ځان ته اخلي.

ولسمشر غني د دې پر ځای چې د اوبو د مديريت په برخه کې عملي کار وکړي، عوام فرېبانه شعارونه ورکوي چې د ګاونډيو هېوادونو حساسيتونه يې هم را پارولي دي.

د مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه
Addthis

 




مل پاڼې