يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د جرمني (DAAD) سکالرشیپونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نظیم سمون   
يكشنبه 16 تله 1396 ساعت 03:45

د جرمني د علمي تبادلاتو مرکز (DAAD) په نړیواله کچه د نړیوالو سکالرشیپونو د تمویل ستر بنسټ دی. د جرمني د علمي تبالاتو مرکز په ۱۹۲۵ کال کې تاسیس شوی چې تر اوسه یې په جرمني او له جرمني بهر ۱،۵ میلیونه کسانو ته سکالرشیپونه برابر کړي دي. دا اداره د جرمني حکومت له لوري مدیریت کېږي. د جرمني ډاډ سکالرشیپونه د مخ پر ودې هېوادونو لپاره دي. ډاډ اداره په کابل کې هم څانګه لري چې د افغانستان له پوهنتونونو او لوړو زده کړو وزارت سره په علمي او اکاډمیکه برخه کې مرسته کوي.

د ډاډ سکالرشیپ کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه شامل دي چې په لاندې څانګو کې تدریس ورکول کېږي:

اقتصاد، ساینس، تجارت، اداره او سیاست، پراختیايي مطالعات، انجینیري، ریاضیات، منطقوي او ښاري پلان جوړونه، کرنه او ځنګل پوهنه، چاپېریال پوهنه، عامه روغتیا، ښوونه روزنه حقوق او رسنیز مطالعات.

اسانتیاوې او د سکالرشیپ ارزښت:

په سکالرشیپ کې میاشتنی جېب خرڅ شامل دی چې د ماسټرۍ زده کړیالانو لپاره ۷۵۰ یورو او د دوکتورا لپاره ۱۰۰۰ یورو ورکول کېږي، د درملنې اړوند لګښتونه، شخصي بيمه او د تګ راتګ پیسې.

د سکالرشیپ موده د ماسټرۍ زده کړو لپاره له ۱۲ تر ۲۴ میاشتو او د دوکتورا یا پي ایچ ډي لپاره ۳۶ میاشتې ده، خو دا په اړونده پوهنتون پورې اړه لري چې څو کلن پروګرام پر مخ بیايي.

شرایط:

- د ماسټرۍ لپاره مو باید د لېسانس دوره بشپړه کړې وي. همدارنګه د PhD لپاره اړتیا ده چې د ماسټرۍ سند ولری.

- تاسو باید د یوه مخ پر ودې هېواد د حکومتي یا غیر حکومتي ادارې کارمند اوسئ. په ځانګړې توګه به له داسې پروژو سره کار کوئ چې د اقتصادي، ټولنیزو او ټکنالوژیکي چارو اړوندې وي.

- د لېسانس دورې نمرې مو باید د اویا سلنې شاوخوا وي او په اړونده تخصصي برخه کې دوه کلنه تجربه ولرئ.

- ستاسو له وروستۍ زده کړې یا له هغه تحصیلي سند چې ترلاسه کړی مو دی، له شپږو کلونو زیات وخت نه وي وتلی.

- که په جرمني ژبه زده کړې کوئ نو بايد په دې ژبه لږ تر لږه د A2 په لېول پوه وی. B1 لېول ته لومړیتوب ورکول کېږي. پر دې سربېره، که ستاسو لږه جرمني هم زده وي، تر زده کړو وړاندې به تاسو د جرمني ژبې د زده کړې یو شپږ میاشتنی کورس دایر شي.

- که تاسو په انګلیسي ژبه زده کړې کوئ، نو د ټافل او ایېلټس سند باید ولرئ. د ټافل لپاره د پاڼې پر اساس ۵۵۰، د کمپیوټر پر اساس ۲۱۳ او د انټرنېټ پر اساس ۸۰ نمرو ته اړتیا ده. همدارنګه د ایېلټس لپاره مو باید (Band 6) پوره کړي وي.

نوملیکنه او وړاندیز:

د دې سکالرشیپ لپاره نوملیکنه هر کال د اګست په میاشت کې پیلېږي او د اکټوبر تر نیمايي پورې دوام کوي. که تاسو پر شرایطو برابر یاست، نو يوه اونۍ وخت لری چې فورمه ډکه او خپل اسناد د سکالرشیپ ادارې ته وسپارئ. د هر پوهنتون او پروګرام لپاره د نوملیکنې پروسه متفاوته ده. د ډېرو معلومات لپاره د ډاډ ادارې عمومي وېبپاڼې او همدارنګه په کابل کې د دې ادارې څانګې ته مراجعه وکړئ.

Addthis

 




مل پاڼې