يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



اسانه دنده، چې غني سخته کړې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سباوون   
دوشنبه 17 تله 1396 ساعت 03:45

ولسمشر غني ویلي چې د هېواد مشري یې د ځمکې پر مخ تر ټولو سخته دنده ده؛ طبیعي ده چې مشرتوب درانه مسوولیتونه لري، ستړې او لوړې ژورې لري، تدبیر او پراخه حوصله غواړي خو په افغانستان غوندې هېواد کې دغه مسوولیت لا دروند دی، جګړه، قومي اختلافات، باج او امتیاز اخیستنې، جنګسالاران او زورواکي، بهرنۍ مداخلې او داسې نور هغه څه دي چې خنډونه او ستونزې یې رامنځته کړي دي.

ولسمشر، سربېره پر دې چې له دغو لانجو سره مخ و، هغه وخت لا ځان ته خپل مسوولیت دروند او سخت کړ چې پر خپلو ژمنو و نه درېد، قانون یې تر پښو لاندې کړ او حکومت یې له خپل رقیب ټېم سره ۵۰ – ۵۰ ووېشه. دغه کار پر ولسمشر نور هم فشار ډېر کړ، له ناقانونه غوښتنو سره مخ شو، د اصولو او قانون خلاف نا اهل کسان پرې ومنل شول او ویې منل او په نظام کې یې ځای پر ځای کړل، دغه کار لا ډېر فساد ته لاره هواره کړه او دغه فساد لامل شو چې د حکومت پر ټولو برخو منفي اغېز وښندي؛ د رغنیزو پروژو او پلانونو پلي کولو پر وړاندې خنډونه رامنځته شول، د سالمې ادارې په رامنځته کولو کې ستونزې پیدا شوې، ملکي او نظامي مرګ ژوبله ورسره ډېره شوه، د جګړې اوږدېدو ته زمینه برابره شوه او بالاخره حکومت یې نږدې له جامېدو سره مخ کړ.

د ملي یووالي حکومت درې کاله پوره شول، خو ولسمشر په دې موده کې د ځان لپاره یو ژمن او کاري ټيم جوړ نه کړ، ډېری مسوولیتونه یې پر خپله غاړه واخيستل، هغو کارونو ته چې باید ده نه وای کړي، هم خپله ده اوږه ورکړه، هغه ژمن او کاري کسان او ډلې یې له ځانه لرې کړل چې قدرت ته په رسېدو کې یې ورسره مرسته وکړه، له خلکو سره کړې ډېری ژمنې یې پوره نه کړې، د حکومت په درې کلنه دې موده کې یې ډېری داسې مسایل رامنځته شول چې قانون پکې تر پښو لاندې شو، د خلکو لپاره کاري زمینې کمې شوې، کډوالۍ ته مجبور شول، دغه څه له حکومته د خلکو د نارضایتۍ لامل شول، تر څنګ یې د دښمن تبلیغات او په ځانګړې توګه د نظام د ننه اختلافات ټول هغه موارد دي چې ولسمشر تر سخت فشار لاندې راولي او دې ته یې مجبور کړي چې بالاخره ووايي، د ځمکې پر مخ تر ټولو سخته دنده اجرا کوي. د ولسمشر غني دغه خبره یو ډول دې ستونزو ته د تسلیمۍ معنا ورکوي؛ ځکه د رهبرۍ او علمي اصولو له مخې بریالی مدیر هېڅکله نه وايي چې دنده یې سخته ده او یا هم سخت کار ور له غاړې دی، که خدای مه کړه د افغانستان حالت نور هم بحراني کېږي نو بیا به ولسمشر پلمه کوي چې ستونزې ډېرې وې، و مې نه شو کولی چې دغه حالت کابو کړم، لکه اوس چې ځیني وخت د فساد او نورو برخو کې پر حکومت نیوکې ډېرېږي نو بیا د ملي یووالي حکومت مشران مخکنی حکومت پلمه کوي، چې ګواکې دغه ستونزې له پخواني هغه را پاتې دي چې تر ډېره اصولي دلیل نه شي کېدای.

د اداري فساد پر وړاندې افغاني شبکې په یوه څېړنه کې ښوودلې چې د پخواني حکومت په پرتله د ملي یووالي په حکومت کې د فساد کچه ۷۰ سلنه لوړه شوې ده، حال دا چې د دغه حکومت یوازې شاوخوا دوه کاله وخت پاتې دی، په پاتې دومره موده کې هېڅ امکان نه لري چې د دومره لوړې کچې فساد مخه ونیول شي، نو که نوی حکومت رامنځته کېږي، د هغه مسوولیت به د فساد او ستونزو له منځه وړل وي، که نه دغه نوی حکومت به هم لکه اوسنی له مسوولیته تېښته کوي او پړه به یې د پخواني حکومت پر غاړه اچوي؟

په هر صورت په کار دا ده چې ولسمشر غني او دوه درې نور کسان چې اختیارات یې تر ځانونو را محدود کړي، یو ژمن کاري ټېم او یوه ژمنه کابینه رامنځته کړي، مسوولیتونه او اختیارات دې تقسیم کړي، د باور په یوې رښتینې فضا کې دې د نظام ټولې چارې سمبال کړي، په ګومارنو او ترفیعاتو کې دې له کورنیو او ګوندي اړیکو صرف نظر وکړي، تجربه لرونکو، ژمنو او پاکو کسانو ته دې په نظام کې ځای ورکړي، پرته له دې به پر حکومت د ولس باور نور هم کم شي، حتا خلک به د دغه حکومت پر نسبي پرمختګونو هم بې باوره او بې اعتنا شي. دغه راز تر ټولو مهمه مسئله د قانون حاکمیت دی چې باید له پامه و نه غورځول شي. حکومت دې عدالت پلی کړي، کنه افغانان بله لار نه لري، پرته له دې چې ووايي "وزغمه زمريه، وزغمه"

د مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه

Addthis

 




مل پاڼې