شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



يو کمربند يوه لار؛ د امريکا د ستراتېژۍ اصلي محور پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
غلام جيلاني ځواک   
چهارشنبه 19 تله 1396 ساعت 03:52

د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ په اړه له پخوا دا تحليل موجود و، چې دغه ستراتېژي په افغانستان کې د جګړې د دوام ستراتېژي ده. پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی هم دا ستراتېژي په افغانستان کې د سولې او ثبات هڅه نه، بلکې په سيمه کې د امريکا د ستراتېژيکو لوبو او په هېواد کې د جګړې د دوام لامل بولي. د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس هم خبره بالکل روښانه کړې ده، په دې اړه که د چا په ذهن کې کوم ابهام يا شک موجود وي نو هغه به هم په يقين بدل شي چې امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه نه کوي، بلکې په سيمه کې د خپلو سياليو په خاطر له ترهګرۍ ګټه اخلي. جېمز مټيس وايي، د چين د يو کمربند، يوې لارې پروژې مخالف دي ځکه چې دا پروژه په هغو سيمو کې پلې کېږي، چې لانجمنې دي. په حقيقت کې جېمز مټيس اعتراف کوي چې د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتېژي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره نه بلکې د چين د يو کمربند يوې لارې پروژې د مخنيوي لپاره ده.

هند د کاشغر - ګواډر اقتصادي کوريډور، چې د چين د يو کمر بند، يوې لارې پروژې يوه برخه ده، ځکه مخالفت کوي چې دا لار د ګلګت او بلتستان له هغو سيمو څخه تېرېږي چې هند يې خپله برخه ګڼي او اوس امريکا هم په همدې پلمه د چين د دې ستر اقتصادي حرکت سره مخالفت اعلان کړی دی. اساسي خبره دا نه ده چې ګواکي امريکا د هند له دريځه ملاتړ کوي، که داسې واى نو بيا به امريکا کشمير هم د هند خاوره ګڼله ځکه چې هند د ټول کشمير د مالکيت ادعا کوي. د کشمير په مسئله کې امريکا تل هڅه کړې چې د هند او پاکستان تر منځ د منځګړي رول ولوبوي. هند تل د امريکا د دې دريځ مخالفت کړی او پاکستان يې ملاتړ. له بلې خوا افغانستان هم پښتونخوا خپله برخه ګڼي او تر اوسه يې د ډيورنډ کرښه د نړيوالې رسمي پولې په توګه په رسميت نه ده پېژندلې، مګر په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير په ټوله بې حيايۍ د ډيورنډ کرښه د افغانستان  او پاکستان تر منځ نړيواله رسمي پوله ګڼي. اساسي خبره دا ده چې بالاخره امريکا دې ته اړه شوه چې په ډاګه د چين د يو کمربند، يوې لارې پروژې مخالفت وکړي.

د چين چټک اقتصادي پرمختګ، دې وړاندوينو چې په ٢٠٢٠ کې به چين د نړۍ لومړنی ستر اقتصاد شي، پر پښو د روسيې بېرته درېدو او په نړيوالو معاملاتو کې د يو ستر ځواک په توګه د مسکو مطرح کېدو د نړې د يوازېني قطب او يوازېني زبرځواک په توګه د امريکا هژموني له ننګونې سره مخ کړې ده. امريکايان، چې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته يې سيال نه درلود، د روسيې او چين اقتصادي او پوځي پرمختګونو وارخطا کړي او په هره بيه چې وي هڅه کوي څو د يادو هېوادونو د پرمختګونو مخه ډب کړي. د انګلستان لومړۍ وزيرې تريزا مې چې کله په لومړي ځل د امريکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وليدل، نو د چين چټګ اقتصادي پرمختګ او د روسيې باغيانه رويه يې د انګلستان او امريکا لپاره مشترګې ننګونې وبللي، چې بايد دواړه هېوادونه يې په وړاندې مشترکه مبارزه وکړي.

د يو کمربند، يوې لارې پروژه چين له اسيا، افريقا او اروپا سره نښلوي، د چين او دې ټولو سيمو تر منځ د سوداګريزو راکړو ورکړو زمينه برابروي. په دې توګه چين له اسيا، افريقا او اروپايي هېوادونو سره مشترکې اقتصادي ګټې او يوه داسې اړيکه رامنځته کوي چې هم د چين په ګټه ده او هم د ټولو هغو هيوادونو چې د يو کمربند، يوې لارې پروژې په مسير کې پراته دي. دا پروژه به له يوې خوا له چين سره مرسته وکړي څو د دريو لويو وچو مارکېټ ته لاسرسى پيدا کړي، له بلې خوا به د دغو هېوادونو پرېمانه طبيعي سرچينې خپلې کړای شي. د يو کمربند، يوې لارې پروژه به نه يوازې دا چي د چين د ډېر چټګ اقتصادي پرمختګ لامل شي، بلکې په نړيواله کچه به د چين د سياسي اغېز او نفوذ د پراختيا لامل هم شي. چين اوسمهال د امريکا تر ټولو ستر سيال ګڼل کېږي، په کومه کچه چې د چين اقتصاد او سياست ځواکمن کېږي، په هماغه کچه په نړۍ د امريکا واکمني ننګول کېږي؛ نو د چين د يو کمربند، يوې لارې پروژې مخه نيول اوسمهال د امريکا تر ټولو ستر ستراتېژيک هدف ګڼل کېږي. امريکا د اقتصادي سياليو له لارې د دې پروګرام مخه نشي نيولاى، چين د دې پروګرام له لارې ټولې نړۍ ته د اقتصادي همکاريو او مشترګو ګټو د ايجاد وړانديز کوي، خو امريکا د يو کمربند، يوې لارې پروژې هېڅ کوم سيال پروګرام نه لري، چې نړۍ ته يې وړاندې کړي. چين د خپل نفوذ د پراختيا لپاره د مشترکو اقتصادي ګټو وسيله کاروي خو برعکس، امريکا د خپل نفوذ د پراختيا او د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره په سياليو کې له ترهګرۍ، تاوتريخوالي، جګړو او د قومي، مذهبي او ژبنيو شخړو له پارولو کار اخلي.

امريکا به په هېڅ صورت پرېنږدي چې د چين د يو کمربند، يوې لارې پروژه بريالۍ شي، دا چې امريکا په افغانستان کې پوځي اډې، عسکر او سياسي نفوذ لري، له بلې خوا د چين د يو کمربند، يوې لارې پروژه د افغانستان له شمال او جنوب څخه تېرېږي، نو د چين د دې سترې پروژې د مخنيوي په خاطر يې د افغانستان لپاره خپله تګلاره هم داسې جوړه کړې چې د سولې او ثبات پر ځای پکې د جګړې دوام تضمين شوی دی. د دې ستراتېژۍ په چوکاټ کې به د داعش وسله وال تقويه کېږي او د يو بې ثباته او ناامنه افغانستان د دوام هڅې به کېږي.

د امريکا، چين او روسيې تر منځ په افغانستان کې سيالۍ ټولو غاړو ته د فناه او بقا په جګړې اوښتي دي. يا خو به امريکا د چين او روسيې د اقتصادي پرمختګ مخه نيسي او دا سيمه به ورته د ترهګرۍ د جګړې او يا هم د قومي او مذهبي شخړو له لارې په يوې ناامنې سيمې اړوي چې هر رنګ اقتصادي هڅې پکې ناشوني شي؛ يا خو به چين، روسيه او د سيمې هېوادونه وکولاي شي، د امريکا د ترهګريزو او جګړه ييزو سياستونو مخه ونيسي، په سيمه کې امن او ثبات ټينګ کړي او د ټولې سيمې اقتصادي پرمختګ او هوساينې ته زمينه برابره کړي. که داسي وشي نو د يوازېني زبر ځواک په توګه به د امريکا  کيسه ختمه شي.

د امريکا د ماتې بهير لا د مخه پيل شوى، روسيې او متحدينو يې وکولای شول په اوکراين او سوريه کې امريکا ته ماتې ورکړي او د امريکا د سياستونو مخه ونيسي، که دا تجربه افغانستان کې هم تکرارېږي نو دا به د امريکا لپاره د پرېکنده ماتې په مانا وي، امريکا په دې پوهېږي او له همدې امله ښايي له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي څو افغانستان کې داسي يو اور بل کړي چې د چين او روسيې لمنو ته هم ور وغځېږي.

امريکا د طالبانو پر مټ دا اور په ټول افغانستان کې خپور کړ او اوس هڅه کېږي چې د داعش په مرسته ټولې سيمې ته وغځول شي. د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ پايله که روسيې، چين او امريکا ته هر څه وي، خو افغانستان به پکې سوځي. دا ستراتېژي به افغانستان د سترو قدرتونو د سيالۍ او تودو جګړو پر ډګر واړوي، د حکومت دنده دا ده چې د دې سياليو مخه ونيسي، د افغانستان حکومت بايد د امريکا د نوې ستراتېژۍ مخالفت کړى واى، خو له بده مرغه د ملي يووالي حکومت د ستراتېژۍ تر اعلانېدو مخکې دا ستراتېژي افغانستان ته ګټوره بللي وه.

Addthis

 




مل پاڼې