جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ملي هويت او ملي وحدت پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
غلام جيلاني ځواک   
چهارشنبه 10 لړم 1396 ساعت 03:36

د افغانستان د بدمرغۍ تر ټولو ستر لامل دا دی چې دلته د يو شمېر فاشېستي کړيو له خوا چې عمدتاً د بهرنيو مغرضو کړيو مرسته هم ورسره ده، د افغانستان له ملي هويت سره مخالفت کېږي. د ملت جوړونې تر ټولو عمده توکى ملي هويت دى. کله چې د يوې ټولنې په وګړو کې د ملي هويت په اړه  د نظر توافق وجود و نه لري نو نه شي کېدای چې هغې ډلې خلکو ته ملت ووايو. له ملي هويت سره مخالفت په حقيقت کې د ملت او په نتيجه کې د هېواد له شتون سره مخالفت دى.

د تېرې دوشنبې په ورځ ولسي جرګې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د تعديل په اړه د جمهور رئيس محمد اشرف غني تقنيني فرمان رد کړ. اشرف غني د تېر کال د حوت مياشتې په ١٢ مه نېټه يو  فرمان صادر کړ چې له مخې يې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د ملت (افغان) کليمې سربېره د اقوامو نومونه لکه پښتون، تاجيک، هزاره، پشه يې، بلوچ او نور هم ثبتېږي.

دا فرمان ځکه رد شو چې يو شمېر وکيلانو په پېژندپاڼو کې د افغان کليمې له ليکل کېدو سره مخالفت درلود. افغان؛ چې د يوه قوم نه بلکې د افغانستان د ټولو اقوامو مشترک  هويت دى.

د افغانستان د اساسي قانون څلورمه ماده وايي، (افغان ملت عبارت دى له ټولو هغه افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت لري........ د افغان کليمه د ملت په هر فرد اطلاق کېږي...)

په پېژندپاڼو کې که د افغان کليمه درج شي او که درج نه شي زموږ هويت افغان دى او هغه بدلون  نه مومي. اصلي بحث د پېژندپاڼو نه دى، بلکې اصلي بحث د افغان له کليمې سره د يو شمېر پان ايرانېستي کړيو مخالفت دى، چې دا مخالفت په  حقيقت کې له افغانستان او افغان ملي هويت سره مخالفت دى. دا کړۍ افغانستان د افغان ملت د ټاټوبي په توګه نه پېژني، بلکې د  ستر ايران يوه برخه يې بولي.

له افغان او افغان هويت سره مخالفت له هغه وخته  چې د ستم ملي په شان جريانونه رامنځته شول پيل شو، د کارمل د واکمنۍ پر مهال لا پياوړی شو او کله چې د نظار شورا او بيا شمالي ټلواله رامنځته شوه نو خپل اوج ته ورسېد. د طالبانو راتګ دوی شاتګ ته اړ کړل خو کله چې د بي - ٥٢ په مرسته يو ځل بيا په افغانستان کې واک ته ورسېدل نو يو ځل بيا يې هڅې پيل کړې چې د افغان هويت مخه ونيسي‎. د افغانستان د اساسي قانون د لويې جرگې د غونډو پر مهال بېلتون پالو ډلو، چې په سياسي ډگر کې يې مهم موقعيتونه اشغال کړي وو، په فکري او رسنيز ډگر کې هم د پخوا په پرتله په ډېره څرگنده توگه دريځ ونيو او د افغانستان د هويت، د افغانستان د وحدت او يووالي پر ضد يي يو زورور فکري او تبليغاتي کمپاين پيل کړ. د بېلتون پالو ډلو لومړى گوزار پر افغانستان او افغان هويت و. د افغانستان په رسنيو کې داسې ليکنې پيل شوې چې د يو هېواد په توگه د افغانستان او د يو ملت په توگه يې د افغان له شتون څخه انکار کاوه. د ۱۳۸۲ كال د قوس په ۲۸ مه نېټه د پنجرې په جريده كې د (قانون اساسى و هويت كشور) تر سرليك لاندې د ښاغلي بهرام چې ښايي مستعار نوم به وي يوه ليكنه خپره شوه. په ليكنه كې ليكوال وړانديز كوي چې په اساسي قانون كې دې د افغانستان نوم په اريانا يا خراسان واوړي، ځكه چې د ده په قول «اين لباس بر تن و قامت تاريخى و فرهنگى آنان خيلى تنگ و نازيباست»  د خپلې ليكنې په يوه برخه كې ليكوال د افغانستان په هكله داسې ليكي:

«اين سرزمين كه در اثر يك حادثه يا تصادف تاريخى از بنيه امپراتورى ايران در سده هفدهم تجزيه شده بود، تا كنون داراى نام و هويتى كه معرف همه شهروندانش و همه مليت ها و اقوام ساكن در آن باشد، نبوده است. حدود جغرافيايی اين كشور در سده نزدهم در زد و بندهاى استعمارى شكل گرفته و با هدف ايجاد يك خط حايل ميان دو ابرقدرت زمان تعين شده اند. نام اين كشور يا اين منطقه حايل تا اوايل سده بيستم هم نا مشخص بود. مگر بعد ها به دليل حاكميت يكى از اقوام افغان (پشتون) اين كشور را افغانستان نام گذارى كردند و به همه چيز و همه كس هويت افغاني تحميل كردند.»

سره له دې چې په هغه وخت کې سياسي او نظامي ځواک له دوی سره و، خو څرنګه چې د اساسي قانون په لويه جرګه کې د ټولو نواقصو سره سره بيا هم د ملت د ټولو سيمو او اقوامو استازي موجود وو، نو فاشېستي کړيو و نه شو کولاى خپلو موخو ته ورسېږي او د افغان هويت مخه ونيسي.

د پان ايرانېزم د پلويانو دا هڅې اوس هم دوام لري، د ملي وحدت حکومت جوړول، د اجرائيه رياست رامنځته کول او د نظام د تغير لپاره د لويې جرګې د رابللو او بالاخره د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې پرېکړه د همدې هڅو يوه برخه ده.

لکه څرنګه چې د اساسي قانون لويې جرګې وښوده، په هغه مهال چې د نظار شورا په حکومت کې مهمه ونډه درلوده، دوی و نه شو کولای په ملت خپل فاشېستي اهداف تحميل کړي، نو نور يې هېڅکله نه شي کولاى؛ خو څه چې د اندېښنې  وړ دي هغه د بهرنيو کړيو له خوا زموږ له دې کمزوريو ګټه اخيستنه او د سياسي ګټو په خاطر د  ژبنيو، قومي او مذهبي شخړو په رامنځته کولو کې د ملي وحدت حکومت لاس درلودل دي. که اشرف غني په رښتيا هم غوښتل چې په پېژندپاڼو کې ملي هويت تثبيت کړي نو ولې يې پرېښوده چې په مياشتو مياشتو دا فرمان په ولسي جرګه کې بې سرنوشته پاتې شي. ايا دا حکومت دومره ناکاره او بې وسه دى چې په ولسي جرګه کې د جمهور رئيس د يو فرمان د تائيد لپاره ملاتړ نه شي ترلاسه کولای؟

دا مهال د بل هر وخت په پرتله د افغانستان وجود، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او افغان هويت له ګواښ سره مخ دى. پاکستان د ډيورنډ پر فرضي کرښه ديوالونه او کلاګانې جوړوي، خو حکومت چوپ دى. د حکومت په اړه شک دى چې ښايي په پټه به يې له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې په اړه کومه موافقه کړې وي، که نه نو چوپتيا يې په څه مانا ده؟ په تذکرو کې د ملي هويت د تثبيت په اړه فرمان ورکول کېږي خو بيا يې پروا نه کېږي او پرېښودل کېږي چې ولسي جرګه يې د يوې تقنيني کودتا له لارې مسترد کړي.

د افغانستان خلک او ولسونه بايد په دې اړه بې تفاوته پاتې نه شي، د ملي هويت او ملي وحدت نه منل د افغانستان د تجزيې په مانا دي، دا خبره د افغانستان د وجود او د بقا خبره ده، يا به يو کېږو که نه ورکېږو.

د مسیر ورځپاڼې د نن تحلیل.
Addthis

 




مل پاڼې