جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د سرتېري مړۍ او مرمۍ څوک غلا کوي؟! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
محمود اڅک   
چهارشنبه 10 لړم 1396 ساعت 03:44

په کندوز او غور ولایتونو کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري شکایت لري، چې پنځه میاشتې کیږي سمه او پر وخت ډوډۍ نه ورکول کیږي او ډېر وخت په چای او وچې ډوډۍ ګوزاره کوي. د دغو سرتېرو په باور پياز، کچالو، غوښه، ترکاري او نور شيان پرې قطع شوي او د سهار تر لسو بجو شین چای او ډوډۍ هم نه ور رسېږي. سرتېري وايي، دوی په خپله اعاشه کې ١٣ ډوله خوراکونه لري، خو يوازې دال او وريجې ورکول کيږي چې هغه هم د خوراک نه وي.

دا څووم ځل دی، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې مؤظف امنیتي سرتېري د ډوډۍ، اوبو او حتا وسلو او مرمیو، له نه ور رسېدو شکایت کوي.

حکومت د امنیتي ځواکونو د تقویې په هدف یو څلورکلن امنیتي پلان جوړ کړی، چې د هغې پر اساس به د امنیتي ځواکونو په لیکو کې په کیفي او کمي لحاظ ژور تغیرات رامنځته کیږي. د امنیتي ځواکونو د اکمالاتو په برخه کې اصلاحات او له ځنډ او توقف پرته د ځواکونو اکمال هم د دغه څلور کلن امنیتي پلان یوه مهمه برخه ده.

په جګړه او پوځي عملیاتو کې د وسلو، تېلو او خوراکي توکو اکمالات، یا په ټوله کې نظامي لوجستیک تر هر څه مهم دی. د پوځي عملیاتو او د جګړې د جبهې د بري یو تر ټولو مهم عامل د ځواکونو مادي ملاتړ دی. که سرتېري، وسلې او نور تجهیزات هرڅومره پرمختللي وي، خو چې د جګړې د لومړۍ کرښې اکمالات پر خپل وخت و نه شي، نتیجه نه ور کوي.

په اردو او پولیسو کې د لوجستیک یوه مهمه دنده، د موادو چمتو کول، زیرمه کول او توزیع کول دي. اکمالات او لوجستیک د عملیاتو او جګړې په تعدیل او محدودولو کې ټاکونکی رول لري. دلته حالات جګړه ییز دي او د معمول خلاف، په جګړه کې پوځ او پولیس دواړه ښکېل دي. دوی ته پر وخت د پوځي او غیر پوځي، عملیاتي او غیر عملیاتي مرستو نه رسېدل د جګړې ډګر خورا اغېزمنوي.

موږ د عملیاتي او غیر عملیاتي اکمالاتو په برخه کې هم په اردو کې مشکل لرو او هم په پولیسو کې. امنیتي ځواکونو ته پر وخت د مرمیو، خوراک، څښاک، البسې او نورو اړتیا وړ موادو د نه رسېدو له امله پوستې سقوط کیږي، ولسوالیو سقوط کړی او په درجنونو پوځیان تلف شوي. پوځیان په ډېرو مواردو کې د خوراکي توکو او اکمالاتو د نشتوالي له امله دې ته اړ شوي، چې جنګیالیو ډلو ته تسلیم شي. د دې ټولو ستونزو منبع په مرکز کې هغه جګپوړي چارواکي او جنرالان دي، چې د تدارکاتو له مسوولانو سره د غلا د بوجیو په نیولو کې ښکېل او د وزارتونو په لوجستیکي، تدارکاتي او اکمالاتي ادارو کې دي. د امنیتي ادارو په رأس کې ډېر کم داسې چارواکي او قوماندانان دي، چې په سرتېرو او وطن یې زړه خوږیږي، خو له بده مرغه ډېر نور د سرتېرو په وینو او سر معاملې ته هم چمتو دي. هېچا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له جنرالانو، امنیه قوماندانانو، د تدارکاتو له مسوولینو او نورو رتبه لرونکو دا و نه پوښتل، چې موټر، کور او ځمکې یې څه ډول اخيستي دي او څنګه یې اولادونه د کابل پر ځای په دوبۍ، هند او نورو هېوادونو کې له باسهولته ژونده برخمن دي. وزیر، معین او نور وزارتي چارواکي پر ځای پرېږده، یو عادي قوماندان، د امنیه قوماندانۍ مالي مسوول او نور چارواکي څنګه په خپلو ناڅيزه معاشونو د دې جوګه کیږي، چې په کابل او دوبۍ کې لوړپوړيزې ودانۍ ولري، شخصي کاروبار ولري او د ژوند له خورا لوړو سهولتونو برخمن و اوسي. دوی خو نه تجارت لري او نه د پلار او نیکه شتمنۍ. دا پیسې خو له دې پرته چې غلا وکړي، د سرتېرو د غذا او کفن پیسې وخوري، وسلې او مرمۍ خرڅې کړي، پوستې سقوط کړي، له ترهګرو او د نشه يي توکو او وسلو له مافیا سره لاس یو کړي، په مشروع لاره نه شي ګټل کېدای.

افغان سرتېري ته باید تر ټولو ښه غذا، تر ټولو ښه لباس او تر ټولو ښه وسله او مرمۍ ورسېږي.

د سرتېرو د خولې ډوډۍ باید د جنرال او چارواکي د هوسونو ښکار نه شي. د تدارکاتو کمېسیون دې پیسې د سرتېري په ډوډۍ او غوښه کې نه سپموي، پر جنرال او چارواکي دې غلا بنده کړي، شرابخورۍ دې بندې کړي، په قراردادونو کې د فساد مخه دې ونیسي، د تېلو د غلا مخه دې ونیسي، هرڅه خپله ورسره سمېږي. د ۱۰ افغانیو ډوډۍ چې په دوو افغانیو او د ۳۵۰ افغانیو غوښه، چې په ۱۵۰ افغانۍ قرارداد کيږي، قراردادي به سرتېرو ته په څه کیفیت غذا ور رسوي؟ دا خو په لوی لاس د سرتېرو زړه تورول او له امنیتي لیکو د هغوی تېښتې ته لاره پرانيستل دي.

Addthis

 




مل پاڼې