جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د ترکیې سکالرشیپونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نظيم سمون   
يكشنبه 14 لړم 1396 ساعت 02:42

ترکیه هم په اسیا کې د تحصیلي سکالرشیپونو د ورکړې پراخ پروګرامونه لري. ترکیه د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې هر کال زرګونه محصلین جذبوي. ترکیه یوازې د لېسانس زده کړو لپاره د سکالرشیپ شپږ پروګرامونه لري چې په دې ډول دي:

1- د ترکي ژبو هېوادونو د سکالرشیپ پروګرام:

په دغه پروګرام کې قزاقستان، قرغيزستان، ازبکستان، ترکمنستان او د سوېلي قبرس جمهوریت شامل دي. د ترکي ژبو هېوادونو د سکالرشیپ پروګرامونو کې په طبي علومو، اسلامي علومو او د ترکي ژبې او ادبیاتو په برخه کې زده کړې شاملې دي.

2- د بالکان سکالرشیپ پروګرام:

البانیا، بوسنیا، هرزګونیا، بلغاریا، کروشیا، مونټېنګرو، کوسوو، مکدونیا، سایبریا، سلوانیا او یونان په دې پروګرام کې شامل دي. د بالکان سکالرشیپ پروګرام هم طبي علوم، اسلامي زده کړې، د ترکي ژبې زده کړه او ادبیات لري.

3- د تور سمندرګي سکالرشیپ پروګرام:

په دې پروګرام کې یوازې د بلاروس، چک جمهوریت، هنګري، ارمانیا، استونیا، جورجیا، لېتویا، لېتوانیا، مولداوي، پولنډ، رومانیا، روسیې، سلواکیا او اوکراین هېوادونه شامل دي. په دې پروګرام کې هم په پورتنیو برخو کې زده کړې شاملې دي.

4- هرن «Harran» سکالرشیپ پروګرام:

افغانستان، عراق، ایران، لبنان، پاکستان، سوریه، بنګله دېش، تاجکستان، اردن، فلسطین او یمن پکې شامل دي. په دغه پروګرام کې هم د طبي علومو، اسلامي علومو، د ترکي ژبې او ادبیاتو په برخه کې محصلینو ته د لېسانس بورسونه ورکول کيږي.

5- د ترکیې- افریقا سکالرشیپ پروګرام:

په دې پروګرام کې انګولا، بېنین، بوستوانا، بورکینا فاسو، برونيډي، الجیریا، ډیجیپوتي، چاد، ایتوپیا، موروکو، ګانا، کینیا، سوېلي افریقا، د کوموروس اتحاد، کانګو، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لیبیا، مداګاسکر، مالي، نایجر، نایجیریا، مرکزي افریقا، سنېګال، سومالیا، تانزانیا، ټونس، یوګاندا، ګبون، ګامبیا، ګینه بیسو، کېمرون، لسوتو، لایبیریا، ملاوي، ماریتوس، موریتانیا، موزمبیق، نامبیا، سیریلیون، سوازیلنډ، توګو، زمبیا، زمبابوې، مصر، سوډان، جنوبي سوډان، اریتیریا، رواندا او ځیني افریقايي هېوادونه شامل دي. د ترکیې- افریقا د سکالرشيپ په پروګرام کې هم هغه تحصیلي څانګې شاملې دي چې په پورتنیو پروګرامونو کې مو یې یادونه وکړه.

6- د باسفورس سکالرشیپ پروګرام:

انتیګوا او بربودا، ارجنټاین، باهاماس، بحریان، باربادوس، متحده عربي امارات، بولیویا، برازیل، بروني، چین، ختیځ تېمور، ډومینیکن جمهوریت، اکوادور، السلوادور، اندونیزیا، فلپین، ګرنیډا، ګواتیمالا، سوېلي کوریا، هایټي، هند، هانګ کانګ، جامیکا، جاپان، کمبودیا، قطر، کرباتي، کولمبیا، کویټ، کیوبا، لاووس، ماکو، مالدیف، مالیزیا، مکسیکو، منګولیا، میانمار، نیپال، پاراګوای، پیرو، سان کیتس، سان لوکا، سنګاپور، سولومون، سریلانکا، سعودي عربستان، چیلي، ټایلنډ، تایوان، ترینداد، عمان، یوروګوای، وینزویلا او ویتنام شامل دي.

ترکیه همدارنګه د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د «علي کوشچو سکالرشیپ پروګرام » او د «ابن خلدون سکالرشیپ پروګرام» تر نامه لاندې دوه پراخ پروګرامونه لري چې د نړۍ له ټولو هېوادونو څخه محصلین مني. په یادو دوو پروګرامونو کې په ساینسي، انجنیري، ټکنالوژي، ټولنیزو علومو، ادبیاتو او اسلامي علومو په برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه شامل دي.

اسانتیاوې:

د ماسټرۍ زده کړیالانو لپاره د میاشتې ۳۰۰ ډالر او د دوکتورا لپاره ۴۰۰ ډالر میاشتنی جېب خرڅ په پام کې نیول شوی. همدارنګه د پوهنتون فیس او لیلیه وړیا دي، روغتیايي بیمه او د تګ راتګ لګښت هم ورکول کيږي.

شرایط:

-  هغه څوک چې د ماسټرۍ لپاره نوملیکنه کوي، عمر یې له ۳۰ کلونو باید پورته نه وي، یعنې د زيږېدو نېټه یې د ۱۹۸۷ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه وي. سربېره پر دې بايد د لېسانس دورې ډيپلوم هم ولري.

- د دوكتورا لپاره د داوطلبانو عمر بايد له ۳۵ کلونو ډېر نه وي، یعنې د زيږېدو نېټه یې ۱۹۸۲ کال وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم هم باید ولري.

- روغتیايي وضعیت یې باید د ډاډ وړ وي، څو د زده کړو مخه یې ونه نیسي.

- د تركيې د تحصيلي بورسونو رسمي اكاډميكه ژبه تركي ده. په تركيه كې هغه پوهنتونونه چې رسمي ژبه يې انګليسي يا بله ژبه وي پر پورتنيو اسنادو سربېره د TOEFL  يا IELTS په څېر د نړيوالو ازموينو نومرې هم اړینې بولي.

نوملیکنه:

د ترکیې د سکالرشیپونو لپاره د نوملیکنې بهیر معمولاً د هر میلادي کال د جنورۍ په نیمايي کې پیلېږي. که تاسو د ترکیې بورسونو مینه وال یاست، نو سر له اوسه ورته تیاری ونیسئ. په پورتنیو شرایطو سربېره، تاسو باید د پاسپورټ په ګډون ټول تحصیلي اسناد چمتو او په افغانستان کې یې د اړوندو ادارو له لوري تایید کړئ. تاسو کولای شئ چې د ډېرو معلوماتو لپاره د ترکیې سکالرشیپونو د ادارې ځانګړې وېبپاڼې ته په www.turkiyeburslari.gov.tr انټرنېټي پته مراجعه وکړئ:

 

Addthis

 




مل پاڼې