جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



سرپرستيو ولې دوام وکړ؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سباوون   
دوشنبه 15 لړم 1396 ساعت 03:26

حکومت په تېرو دريو کلونو کې ونه توانېد یا یې قصداً ونه غوښتل چې د وزيرانو د سرپرستۍ موضوع ته د پای ټکی کېږدي؛ دا مسئله که څه هم اوس خلکو ته عادي شوې ده خو د پارلمان او حکومت تر منځ د لانجو یوه برخه ده او وخت ناوخت یې پر سر د دواړو تر منځ ناندرۍ را ولاړېږي.

تېره ورځ هم د ولسي جرګې ځینو غړو پر حکومت کلکه نیوکه درلوده او ویل یې چې نه پوهېږي حکومت ولې د نوماند وزیرانو په ور پېژندلو کې ځنډ کوي، اړتیا ده چې دغه کار نور دوام پیدا نه کړي. دوی دا هم ویل چې تر دې ډېر د سرپرستۍ دوام د قانون خلاف کار دی او حکومت دې هم نور قانون ته په احترام قایل شي او نه یې دې نقض کوي. وکیلانو دا هم وویل چې سرپرست وزیران تر ډېره په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او د خلکو ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

خو بلخوا بیا حکومت هم له هغه وروسته چې د ولسي جرګې قانوني موده پای ته ورسېده او بیا یې د یوه فرمان په وسیله موده وغځول شوه، د دې جرګې پرېکړو او غوښتنو ته چندان اعتنا نه کوي او نه یې هم جدي نیسي، د حکومت دغه کار لامل شوی چې پر ولسي جرګه د ولس پاتې باور هم له منځه ولاړ شي او بل دا چې د حکومت له خوا ولسي جرګې او په ټوله کې ملي شورا ته اهمیت نه ورکولو وکیلانو ته د دې زمینه برابره کړې ده چې د ملي او قانوني کارونو پر ځای فساد او غیر قانوني کړنو ته مخه کړي؛ په ولسي جرګه کې د تېرو څو ورځو ناندرۍ د دې خبرې ښکاره ثبوت دی؛ وکیلان په خپله یو بل پر فساد تورنوي، ان د دې جرګې رییس هم د میلیونونو افغانیو په اختلاس تورن شوی دی.

دمګړۍ دیارلس وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کيږي چې په هغو کې څو کلیدي وزارتونه، لکه د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او همدارنګه د پوهنې وزارتونه هم شامل دي. دغه وزارتونه د نظام د پایښت په برخه کې خورا مهم رول لوبوي؛ په اوس وخت کې د افغانستان لپاره امنیت او له بهرنیو هېوادونو سره اړیکې ډېرې مهمې دي. ټولو ته معلومه ده چې افغانستان پر ځان بسیا هېواد نه دی؛ په هره برخه کې د نورو مرستو او ملاتړ ته اړ دی او همدارنګه امنیت هم یوه جدي اړتیا ده چې باید ډېره پاملرنه ورته وشي؛ د ورځې په لسګونو افغانان په جګړو او چاودنو کې وژل کيږي او ټپیانيږي، ولس تر بل هر څه لومړی امنیت ته اړتیا لري خو حکومت سره له دې هم دغه کلیدې ادارې سرپرستانو ته پرېیښې او بیا د داسې سرپرستانو له لوري اداره کيږي چې هغوی خپله د افغانستان د اوسني بحران عاملین دي.

په هر صورت، حکومت له تېرو دریو کلونو راهیسې نه دي غوښتي چې یوه بشپړه قانوني کابینه ولري، وخت ناوخت یې د دغه کار د مخنیوي لپاره ځيني مسایل رامخکې کړي څو ملي شورا، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې بوخت وساتي؛ حکومت کې یوه خاصه کړۍ وېريږي که چېرې قانوني کابینه رامنځته شي، واکونه وېشل کيږي، نو د دې لپاره چې واک له څو محدودو کسانو سره وي، هڅه کوي چې کابینه په سرپرستۍ کې پريږدي. همدا اوس ډېری وزارتونه له یوې مرجع اداره کيږي، سرپرست وزیران یوازې سمبولیک او ضعیف کسان دي، هر څه چې ورته ویل کيږي هماغه ترسره کوي او مني.

دغه راز حکومت اوس دا پالیسي چې خوله خوږه کړه او حکومت وکړه، غوره کړې ده؛ نا قانونه ولسي جرګې ته مشروعیت ورکول او د سلګونو سلاکارانو شتون هم د دې خبرې ښه ثبوت دی چې اوسنی حکومت د نړیوالو او سیمه ییزو لویو لوبو لپاره قصداً رامنځته شوی، امریکا د دې تر څنګ چې په افغانستان کې قوي حکومت نه غواړي، دا هم نه غواړي چې د دوی په شتون کې د افغان حکومت په مقابل کې ډېر مخالفتونه او ګواښونه وي، هغه دی چې یو څه خلک یې په پارلمان کې بوخت ساتلي او څه نور هم د تش په نوم سلاکارۍ په پوسټونو کې. همدارنګه یې د حکومت د ضعیف ساتلو لپاره کابینه په سرپرستۍ کې پرېیښې ده او د چارو ټول واک یې د خپلې خوښې یوې کړۍ ته ورکړی دی چې په هر جنایت او خیانت کې ورسره همکاره او موافقه ده. نتیجه دا، تر هغو چې دغه سرپرست حکومت وي، سرپرستۍ ته به د پای ټکی کښې نه ښودل شي او نه به هم پرمختګ ته زمینه برابره شي، همداسې په یوې سردرګمۍ کې به پاتې یو.

Addthis

 




مل پاڼې