جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د کاناډا د «سبا ورځې رهبر» سکالرشیپونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 21 لړم 1396 ساعت 03:53

د «The International Leader of Tomorrow» تر نامه لاندې د کاناډا سکالرشیپونه هم په نړۍ کې د اعتبار او امتیاز له اړخه ډېر مشهور دي. د دغه سکالرشیپونو کوربه پوهنتون په کاناډ کې د برېټېش کولمبیا پوهنتون دی چې په نړۍ کې ۴۰ ځای لري. د کاناډا حکومت د «سبا ورځې نړیوال رهبر پروګرام کې» هر کال بهرنیانو ته په کاناډا کې په بېلابېلو برخو کې د زده کړو، څېړنو، نوښتونو او همکارۍ اسانتیاوې برابروي. د ۲۰۱۸ تحصيلي کال لپاره د برېټېش کولمبیا پوهنتون کې د لېسانس زده کړو لپاره نوملیکنه پیل شوې ده او ښايي د روانې نومبر میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې پای ومومي. وخت کم دی او که تاسو پر شرایطو برابر یاست نو دغه چانس له لاسه مه ورکوئ. د یاد سکالرشیپ ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

کوربه پوهنتون: برېټېش کولمبیا یونیورسیټي

پروګرام: لېسانس

د سکالرشیپونو شمېر: معلوم نه دی

برخمن کېدونکي کسان: بهرني محصلین

امتیازات: د سبا ورځې نړیوال رهبر پروګرام کې محصل ته کافي اندازه مالي امکانات په پام کې نیول شوي دي، چې ټوېشن فیس، د اوسېدو لګښتونه، روغتیايي بیمه، د تګ راتګ لګښتونه او حتی د اړتیا په صورت کې له کورنۍ سره مرسته هم پکې شامل دي.

شرایط:

- کاندید باید له دولسم ټولګي څخه فارغ وي.

- هغه پروګرام ته چې نوملیکنه کوي، د هغه د پرمخ بیولو وړتیا ولري او له انګلیسي ژبې سره هم باید لږ تر لږه بلد وي.

- ښې نومرې ولري او د ښوونځي د نومرو اوسط یې لږ تر لږه ۹۰ سلنه وي.

- کاندید باید بهرنی وي او د کاناډا تابعیت ونه لري او یا هم په کاناډا کې یې زده کړې کړې نه وي.

د نوملیکنې پروسه:

تاسو باید د خپل اړونده ښوونځي له لوري د برېټېش کولمبیا پوهنتون ته معرفي شی. کله چې تاسو د ښوونځي له لوري ونومول شوی، نو د سکالرشیپ پروګرام ته منل کېږئ او دا پروسه د ۲۰۱۷ کال د نومبر تر ۱۵ مې پورې روانه ده. د ډېرو معلوماتو لپاره د برېټېش کولمبیا پوهنتون له وېبپاڼې لیدنه وکړئ. www.students.ubc.ca

د یادونې وړ ده چې د یاد پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه هم په نږدې راتلونکي کې پیلېږي.

Addthis

 




مل پاڼې