جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امریکا له پاکستان سره بالاخره څه کوي؟! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
ملتپال   
يكشنبه 21 لړم 1396 ساعت 03:56

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان وايي، چې د ترهګرو په تړاو د پاکستان په چلند کې تر اوسه هېڅ راز بدلون نه دی راغلی. جنرال نېکولسن د ناټو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې دوی له پاکستان سره په لوړه کچه په دې بوخت دي، چې څنګه په دغه هېواد کې د ترهګرو خوندي ځایونه له منځه لاړ شي، خو په دې برخه کې د پاکستان له اړخه پرمختګ نه دی شوی. نېکولسن وايي، چې پاکستان له هغو ترهګرو سره په سخته وجنګېد، چې د دغه هېواد حکومت یې ګواښه، خو د هغو جنګیالیو پر وړاندې چوپ دی، چې په افغانستان کې پر افغان او امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.

د جنرال نېکولسن دغه څرګندونې پاکستان ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو مرستې په تړاو د کانګرېس له نوې پرېکړې سره هممهاله دي.

متحده ایالاتو د پاکستان پر وړاندې په تېرو ۱۶ کلونو کې د ګازرې او ډنډې سیاست خپل کړی. دې پالیسۍ نه یوازې دا، چې ګټه نه ده کړې، بلکې پاکستان یې د متحده ایالاتو او افغانستان پر وړاندې په خپلو دوه ګونو سیاستونو کې زړور کړی دی. هغوی د ډېرو ګټو لپاره یوې نیمې ضربې ته چمتو دي.

پاکستان په ترهګرۍ ضد جګړه کې د همکارۍ په بدل کې د امریکا په میلیاردونو ډالره مرستې ترلاسه کړې دي، د پاکستان پوځ عصري وسلې، چورلکې او پوځي تجهیزات موندلي، ملکي مرستې یې ترلاسه کړې، خو د همکارۍ برید یې یوازې تر دې حده و، چې ټي ټي پي وځپي او د مصنوعي بحران له لارې افغان طالبانو ته په قبایلي سیمو کې یو کنټرول وړ چاپیریال رامنځته کړي. پر دومره اوږدې تجربې او ناکامیو سربېره امریکا څه مجبوریت لري، چې بیا هم پاکستان ته میلیونونه ډالره مرسته اعلانوي؟ ایا د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په نتیجه کې د پاکستان د انزوا ادعاوې حقیقي دي؟

متحده ایالات له یوې خوا پاکستان تر فشار لاندې راولي، خو بل خوا د میلیونونو ډالرو مرستو له لارې د دغه هېواد په اړه خپله اراده او جدیت تر پوښتنې لاندې راولي. پاکستان دا تجربه اوس خامخا لري، چې د واشنګټن له هممهاله سختې- نرمې پالیسۍ نه څه ډول ګټه واخلي. کله، چې امریکايي جنرال په دې باور دی، چې پاکستان په شته شرایطو  د امریکايي جنرالانو او چارواکو له سفرونو سره سره، په ترهګرۍ ضد جګړه او د افغانستان په شخړه کې همکارۍ ته چمتو نه دی، د نورو اضافي مرستو ورکول په څه تعبیرېدای شي. ایا پاکستان به ددې امتیاز په بدل کې هغه څه ته چمتو شي، چې واشنګټن او د هغه سیمه ییز متحدان ( افغانستان او هند) یې غواړي؟.

د پاکستان لپاره یوه ستره مسئله په جنوبي اسیا کې د هند رغوونکی مخ په وده رول دی.

اسلام اباد هېڅ وخت نه غواړي، چې په جنوبي اسیا کې د هند رول پیاوړی شي. د پاکستان په ستراتیژیک فرهنګ کې د هند له هژموني او تفوق سره مخالفت د پاکستان د بنیاد او بقا اصل ګڼل کیږي. دلته له هنده ډار په لوړ حد کې ساتل شوی او په همدې افسانوي دښمن جوړونې یې پاکستان له تشتت او بې ثباتۍ ساتلی دی. په دې صورت کې د اسلام اباد لپاره دا منل ښايي ستونزمن وي، چې متحده ایالات نوی ډیلی د خپل متحد په حیثت را مخکې کړي، په تېره افغانستان کې، چې پاکستاني ستراتیژیستان یې په خپل زعم او تعریف د خپل نفوذ سیمه ګڼي. البته په دې سیمه کې د تېرو شاوخوا ۶۰ کلونو سیاست ښيي، چې دلته په یوه لاس کې د دوه هندواڼو نیولو هنر چا نه دی ښودلی. که هند متحد غوره شوی، پاکستان په مخالف قطب کې ولاړ شوی او که پاکستان انتخاب شوی، هند مخالف قطب ته تللی. په تېرو څو لسیزو کې، چې نړۍ واقعاً یو قطبي وه د پاکستان د انزوا تر ټولو ښه فُرصت و، خو متحده ایالاتو له دغه فرصت نه استفاده ونه کړه او پاکستان ته یې تر هند او افغانستان ډېر ارجحیت ورکړی و.

په اوسنیو شرایطو کې دوه انتخابه دي. یو دا، چې د پاکستان پر وړاندې جدي سیاست خپل شي او ټول (سیاسي او پوځي) انتخابونه د مېز پر سر پرانيستي پرېښودل شي. یا دا، چې د یوې سیمه ییزې همغږۍ له لارې دلته د ترهګرۍ شته ستونزې حل شي. په سیمه ییزه همغږۍ کې د نړۍ او سیمې ستر قدرتونه او د افغانستان ټول ګاونډیان شاملېدای شي. له دې پرته نور د لرګي او ګازرې پالیسي ګټوره نه ده.

Addthis

 




مل پاڼې