جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



غزني وژغورئ! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سباوون   
دوشنبه 22 لړم 1396 ساعت 07:19

په دې وروستیو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ به خرابېدو دی؛ خو غزني هغه ولایت دی چې تر نورو پکې نا امني ډېره شوې ده؛ له تېرې شاوخوا یوې میاشتې را په دې خوا د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو وسله والو طالبانو بریدونه وکړل، د خوګیاڼو ولسوالي سقوط شوه او امنیتي ځواکونو ته پکې تلفات واوښتل. همدارنګه پر اندړو ولسوالۍ د وسله والو له خوا ځانمرګي او ډله ییز بریدونه وشول، دغه ولسوالي سقوط ته نږدې شوې وه، خو د خلکو د ډېر فشار له امله حکومت اړ شو دې ولسوالۍ ته نور ځواکونه ولېږي، ولسوالي یې له سقوطه وژغورله، خو له بده مرغه چې امنیتي ځواکونو ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته، ملکي وګړي زیانمن او بېځایه شول او دې جګړې پر ټوله سیمه منفي اغېز پرېښود.

تر ټولو بده یې لا دا چې د دغه ولایت د مرکز پر امنیتي پوستو بلا ناغه هره شپه د وسله والو طالبانو له خوا بریدونه کېږي، پوستې سقوط کوي، پولیس پکې وژل کېږي او مهمات یې هم د طالبانو له خوا وړل کېږي. د غزني د مرکز اړوند سوېل لور ته د غزني- کندهار پر لویې لارې پرتې د شهباز خان سیمې پر پوستې په دې وروستیو څو ورځو کې دوه ځلې بریدونه وشول، دواړه ځلې سقوط شوه او پولیس یې ووژل شول. همدارنګه د غزني ښار غرب ته د قلعه قاضي پوسته، د ښار شمال ته د روضې سیمې د قلعه سرخ پوسته، د ارزو پوسته د اسفندي کلي او کچ کلا سیمې هغه پوستې دي چې وسله والو طالبانو په تېرو څو شپو کې بریدونه پرې کړي او سقوط شوې دي، له بده مرغه چې د غزني چارواکو، په ځانګړې توګه امنیتي مسوولینو د وسله والو د دې بریدونو د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی او نه یې هم پر وړاندې تدابیر ټینګ کړي دي.

د وسله والو طالبانو له خوا د غزني د مرکز او ښار پر پوستو پرله پسې بریدونه او له مقاومت پرته د هغو سقوط او د پولیسو بې درېغه تلفات دا اندېښنه را ولاړوي چې د دغه ولایت په امنیتي ارګانونو او نورو ادارو کې پر بې غورۍ سربېره پوره فساد او ضعف شتون لري. د غزني ولایت برخلیک ان له پخوا د قومي او حزبي زد و بندونو له امله له ګواښ سره مخ دی؛ په دغه ولایت کې د څو قومونو په استازیتوب څو ګوندونه فعالیت لري، هر ګوند کوښښ کوي دغه ولایت ته خپل کسان د چارواکو په توګه ولېږي او که خپل کسان یې هم نه وي، داسې یو څوک ورته وټاکي چې لږ تر لږه د دوی فرمایشات ومني. دا چاره له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې روانه ده او د دې لامل شوې چې غزني هر وخت د فاسدو او ضعیفو چارواکو او مسوولینو په لاس کې کېوتی دی. امنیتي وضعيت یې نه دی سم شوی، بلکې ورځ تر بلې خراب شوی او بالاخره د پوهنې، روغتیا او بیارغونې برخو کې یې خلکو ته هېڅ ډول خدمات نه دي وړاندې شوي.

غزني اوس تر بل هر وخت د نا امنۍ له جدي ګواښ سره مخ دی، د ډېری ولسوالیو یې یوازې د ولسوالیو ودانۍ د حکومت تر کنټرول لاندې دي، پر نورو ټولو سیمو یې وسله وال طالبان حاکم دي. د غزني د مرکز هم یوازې ښار د حکومت په کنټرول کې دی، خو په ښار کې هم وخت ناوخت هدفي وژنې کېږي، د دغه ولایت د مرکز په درې کیلومترۍ کې وسله وال طالبان حاکم دي، هره شپه د ښار د کمربند پر پوستو بریدونه کېږي. دغه راز ټولې دولتي ادارې یې د وسله والو طالبانو په خوښه اجراءات کوي، که چېرې د هغوی له امره سرغړونه وکړي، کار کوونکي یې د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

بل دا چې د دغه ولایت اړوند لویې لارې هم بشپړې نا امنه دي؛ پر دغو لارو هر وخت د ماین چاودنې، بریدونه او نښتې او همدارنګه د وسله والو له خوا د مسافرو تښتولو پېښې رامنځته کېږي. دغو نا امنیو خلک له ژوند او روزګاره ایستلي دي، په کارونو کې له ستونزو سره مخ دي، ماشومان یې له زده کړو بې برخې شوي، کښت او کرونده نه شي کولای او هېڅ راز اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

اندېښنه دا ده چې د غزني چارواکي او مسوولین په فساد او معاملو کې مصروف دي، په دغه ولایت کې ورځ تر بلې زیاتېدونکې نا امنۍ په خپلو سترګو ګوري، خو پر وړاندې یې چوپه خوله دي، دوه سری حکومت چې تر ډېره د دغه حالت مسوول دی، هم غزني ولایت ته چندان پاملرنه نه کوي، که څه هم هره ورځ له دغه ولایته د نا امنیو او وژنو راپورونه ورکول کېږي.

که په غزني کې حالت په همدې اوسني ډول دوام وکړي، لرې نه ده چې ولسوالۍ او ان مرکز به هم په ډېر لنډ وخت کې سقوط وکړي او بیا چې هر څه ناورین رامنځته کېږي، مسوول به یې همدغه فاسد حکومت وي.

Addthis

 




مل پاڼې