دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



محقق، امریکا او ایران پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
غلام جيلاني ځواک   
چهارشنبه 08 ليندی 1396 ساعت 04:11

د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق د نورو هزاره مشرانو په پرتله تل ځیرکانه سیاست لوبوي. د عبدالعلي مزاري تر وژل کېدو وروسته ده له ډېرو سختو سیالیو سره سره وکولای شول د هغه د ځایناستي په توګه ځان ثابت کړي او د هزاره مشرتابه په سیالۍ کې تر ټولو مخکې شي.

د محقق بله ځیرکتیا دا ده چې هم یې له امریکا سره ښې اړیکې پاللې او هم له ایران سره. حقیقت دا دی چې یوازې محقق نه، بلکې تقریباً ټول هزاره مشرتابه هڅه کړې چې له ایران او امریکا سره ډېرې ښې اړیکې ولري. په تېرو اوولسو کلونو کې دوی هم په سیاسي ډګر او د قدرت په وېش کې او هم په ټولنیز ډګر کې ډېر څه لاس ته راوړل. په افغانستان کې د امریکا حضور هزاره مشرتابه د ځان لپاره یو استثنایی فرصت ګڼي او په همدې خا‌‌‌طر يې تل په افغانستان کې د امریکا د حضور او له امریکا سره د ستراتېژیک او امنیتي تړون پلويتوب کړی دی. په عین حال کې یې له ایران او د ایران له سپاه پاسداران سره هغه اړيکې هم ساتلې او پاللې دي چې د جهاد پر مهال یې ورسره درلودې.

په دې وروستیو کې چې محقق په ایران کې قاسم سلیماني او په سوريه او عراق کې د فاطميونو په ليکو کې جنګېدونکي افغانان په کومه بڼه وستايل، هغه د محقق د همدې سیاست ادامه ده. هغه سياست چې هم ايران خوشحاله ساتي او هم امريکا.

دا کار ځکه ممکن شوى چې ايران د خپل نفوذ د پراختيا او په ځينو مواردو کې د امريکا پر وړاندې د خپل ځان د دفاع په خاطر له هغه ګټه اخلي او بالمقابل امريکا هم په سيمه کې د ايران د ناسيونالېستي او مذهبي پراختيا غوښتنې د مخنيوي لپاره له ده ګټه اخلي.

کله کله خو ځينې شکمنې کړۍ فکر کوي چې امريکا او ايران په همغږۍ د سيمې د کنټرولولو په خاطر دا لوبه روانه کړې، خو بايد له ياده ونه باسو چې همدې ايران د روسيې په ملګرتيا په سوريه کې داعش او په حقيقت کې امريکا ته ماتې ورکړه.

محقق د دې په خوا کې چې ايران ته زمينه برابروي چې د فاطميونو په شان ډلو ته په افغانستان کې منښت او د داعش ضد ځواک په توګه ورته مشروعيت پيدا کړي او په دې توګه ايران وکولای شي څرنګه چې لبنان کې حزب الله لري، همداسې په افغانستان کې هم د فاطميونو او يا په بل نوم يو لښکر ولري. امريکا ته هم دا زمينه برابروي چې دلته داسې شرايط برابر شي چې داعش پکې په اسانۍ وده وکړاى شي.

دا سمه ده چې په دې توګه به ايران په افغانستان کې يو داسې لښکر ولري چې د ايران په نيابت به په افغانستان کې جګړه کوي، خو د افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېلېدل په هېڅ توګه نه د ايران او نه هم د افغانستان د کوم بل ګاونډي په ګټه دي. دا نيابتي جګړه بالاخره د دوی کور ته هم رسېږي، په افغانستان کې يو مستقل، خپلواک او باثباته حکومت د افغانستان د ټولو ګاونډيانو په ګټه دى، خو ګاونډيان داسې فکر کوي چې امريکا نه غواړي په افغانستان کې يو خپلواک، مستقل او باثباته حکومت وجود ولري. امريکا غواړي جګړه او ناامني د ايران، روسيې او چين پولو ته هم وغځوي او د دې لپاره امريکا په افغانستان کې يوه بې ثباته او کاواکه حکومت ته ضرورت لري؛ نو ځکه اوس ايران او روسيه په دې فکر کې دي چې د ننه افغانستان کې داسې ډلې پياوړې کړي چې د دوی جګړه په افغانستان کې پر مخ بوځي.

د محقق د سياست اصلي ګټه امريکا ته ده. د امريکا له خوا د داعش ملاتړ اوس هم د ننه په افغانستان کې او هم په نړيواله کچه ډېرو کړيو ته د شک نه بلکې د يقين خبره ده، اوس دا يقين پوخ شوی دى چې امريکا له چين، روسيې او د سيمې له نورو هېوادونو سره په خپلو ستراتېژيکو سياليو کې له داعشه د يوې وسيلې په توګه کار اخلي. په سوريه او عراق کې داعش تر يو حده خپل اهداف (په حقيقت کې د امريکا او اسرائيلو اهداف) ترلاسه کړي دي. اوس په عربي نړۍ کې داسې څوک نشته چې اسرائيلو ته ګواښ وګڼل شي، عراق د تجزيې په درشل کې دى، د عربي ناسيونالېزم ملا ماته شوې ده، خو د روسيې او ترکيې پر وړاندې چې ورته کوم اهداف ټاکل شوي وو، ويي نه شو کولای هغې ته ورسېږي. له سوريې څخه د ايران او روسيې ملاتړ لامل شو چې هلته د داعش لمنه ټوله شي او د شرق او غرب په ستر رقابت کې د امريکا اهداف نيمګړي پاتې شي. اوس نو هغه بل احتمالي ځاى چې امريکا کولای شي له روسيې، چين او ايران سره په سياليو کې له داعشه کار واخلي، له بده مرغه افغانستان دى. افغانستان چې له امريکا سره ستراتېژيک او امنيتي تړون لري، دلته يې يوځي اډې دي او تر هر څه مهمه دا چې يو امريکا پلوه حکومت په افغانستان حاکم دى.

په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ او له امريکا سره د امنيتي تړون تر لاسليک وروسته فوراً دلته داعش مطرح شو، راوستل شو او پياوړى کړاى شو؛ نه يوازې دا چې داعش جنګيالي زابل، ننګرهار، کونړ او بيا د افغانستان شمال ته په نامعلومو الوتکو کې ولېږدول شول، دلته د داعش د ځاى موندلو او پياوړتيا لپاره سياسي او فکري زمينه سازي هم وشوه. د اهل تشيع په غونډو، محافلو، تکيه خانو او جوماتونو بريدونه او بيا د داعش له خوا يې د مسئوليت منل دلته د يو بشپړ مذهبي او قومي جنګ لپاره زمينه سازي ده چې د داعش د ودې لپاره اړينه بلل کېږي. داعش د روښنايۍ پر غورځنګ د بريد پړه په همدې پلمه واخيسته چې ګواکې په سوريه او عراق کې د فاطميونو په نوم له دوی سره په جګړه بوخت دي.

نن که محمد محقق قاسم سليماني، فاطميون او زينبيون په ايران کې په دې نامه ستايي چې له داعش سره جګړه کوي، نو اوس چې د داعش پښه افغانستان ته هم را رسېدلې، له داعش سره د جګړې په نوم به په افغانستان کې هم فاطميونو او زينبيونو ته مشروعيت ورکول کيږي. په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره لازمه ده چې که دلته داعش راځي، نو د داعش مخالفې ډلې هم رامنځته کړاى شي، داسې زمينه برابره کړای شي چې دواړه ډلې په خپلو پلويانو کې د يو بل له وجوده مشروعيت ترلاسه کړي، او دا دقيقاً هغه څه دي چې امريکا يې غواړي. د محقق دريځ که ايران ته په افغانستان کې د لښکر جوړولو زمينه مساعدوي خو حقيقي ګټه يې امريکا ته ده. محقق په ډېر ځيرکانه ډول هم د امريکا ګټو ته کار کوي او هم د ايران، په دې لوبه کې اصلي زيان ليدونکي افغانان دي. د افغانستان خلک دي او په ځانګړې توګه زموږ اهل تشيع او هزاره وروڼه دي.

Addthis

 




مل پاڼې