دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



له سټرېس سره څرنګه مبارزه وکړو؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سیدالرحمان عمران   
يكشنبه 12 ليندی 1396 ساعت 04:15

په جګړه ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو کې د سټرېس یا  د ذهني فشار ناروغي بېخي عامه ده. په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت وايي چې هره ورځ د ذهني فشارونو سلګونه ناروغان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته مراجعه کوي. د کابل د رواني روغتون ډاکټران وايي چې د ذهني فشارونو ناروغانو شمېر لوړ شوی دی او دوی ته اوس د پخوا په پرتله ډېر ناروغان مراجعه کوي. ذهني فشارونه هغه ناوړه رواني ناروغي ده چې نه یوازي رواني روغتیا ځپي بلکې په پای کې  د بېلابېلو جسمي ناروغیو سبب هم ګرځي. سردردي، بي خوبي، غالمغال، شخړه، قهر، غوسه، خپګان او داسې نور د ذهني فشار ښکاره نښې دي. دا چې څنګه ځان، کور، کورنۍ او د ټولنې نور غړي له ذهني فشار څخه ژغورلی شو لاندې یې ذکر کوو:

1. د سټرېس اصلي لامل پیدا کړئ:

هره ستونزه حل لاره لري، که هغه وړه وي که غټه. کله چې له کومې ستونزې سره مخ کیږی تر ټولو لومړی یې په لاملونو فکر وکړئ، اصلي جرړې یې ومومئ او په صادقانه ډول یې په حل لارو فکر وکړئ. جرئت وکړئ، د کورنۍ له کوم بل غړي، دوست انډیوال یا بل کوم خیر غوښتونکي شخص څخه مرسته و غواړئ. ډېر خلک د خپل سټرېس د له منځه وړلو لپاره نشه يي توکو، قهر، غوسې او ډول ډول داسې کړنو ته لاس اچوي چې ورته روغتیايي ستونزې پیدا کوي، له دوستانو، ملګرو او د کورنۍ له غړو يې لرې کوي او هم یې روان ځپي. تاسې به داسې نه کوی، د سټرېس لامل پیدا کړئ، په حل لاره یې فکر وکړئ، دعاګانې وکړئ، له خدای جل جلا له مرسته وغواړئ، له دوست، ملګري او انډیوال سره مشوره وکړئ.

2. له هغه کاري محیط او خلکو لرې ګرځئ چې سټرېس زيږوي

که کاري محیط درته سټرېس زېږوونکی وي، هڅه وکړئ چې بله دنده پیدا کړی. دا دنده پرېږدئ. که کوم داسې ملګری لری چې د غم او خپګان خبرې درته کوي او ځوروي مو نو ترې لرې شئ. تل له خیرخواه او پوهو ملګرو سره ناسته پاسته کوئ.  تجربو ثابته کړې چې ډېر کله د انسان ملګري، انډیوالان او چارچاپېر خلک د سټرېس زیږوونکي شي. تاسې ته تر هر څه مخکې باید خپله روغتیا ارزښت ولري. نو د داسې ملګرو د خپګان په کیسه کې مه کیږئ چې ستاسې روغتیا ځپي.

3. اصافي چارې له خپل ورځني مهالوېش وباسئ

اضافي او غیر ضروري چارې مو تر هرڅه لومړی له خپل مهالوېشه وباسئ. خپل مسئولیتونه او لومړیتوبونه وټاکئ. هغه چارې چې ترسره کولو ته یې کافي وخت نه لری له پامه وغورځوئ. له حده زیات کار کول او ځان تنګول د سټرېس له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي. په معاصره نړۍ کې چې کارونه ورځ تر بلې ډېرېږي او کاري وختونه هم په پیسو شوي دي، ډېر خلک کوښښ کوي چې د لا زیاتې مادي ګټې تر لاسه کولو لپاره ځان ډېر ستړی کړي چې دا چاره په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې ان د کارکوونکو په مرګ پای ته رسېدلې ده.

4. انتقاد منونکي اوسئ:

انتقاد په خپل ذات کې هغه څه دي چې انسان یې نه خوښوي، بد ترې وړي او انتقاد کوونکي یې نه خوښیږي؛ خو که غواړی آرام روان ولری انتقاد منونکي اوسئ. انسان نیمګړتیاوې لري، که چا کومه نیوکه وکړه په ورین تندي یې و منئ، که واقعیت یې درلود، په ځان کې بدلون راولئ او که له کینې یې کړې وه په کیسه کې یې مه کیږئ.

5. متوازن اوسئ

په ژوند کې متعادل اوسېدل د انسان د بریا او خوښۍ ستر راز دی. ژوند مو متوازن کړئ، کار وکړئ، کیسې وکړئ، د ملګرو او دوستانو پوښتنې ته ورشئ، په غم او ښادۍ کې يې ګډون وکړئ، کور او کورنۍ ته وخت ور کړئ، تفریح ته لاړ شئ، عباداتو ته کافي وخت ور کړئ، په همدې ډول متعادل ژوند ولرئ. تجربو ثابته کړې هغه خلک، چې متعادل ژوند لري، نه یوازي تر نورو ډېرې کاري لاسته راوړنې لرې، بلکې له‎ ښې روغتیا هم برخمن دي. متعادل ژوند مو سټرېس ته نه پرېږدي، پام مو غلطوي، روان مو پیاوړی کوي او په روحي او کاري لحاظ مو پیاوړي ساتي.

6. لید لوري مو بدل کړئ

سټرېس زیږوونکو چارو ته له مثبتې زاویې وګورئ، داسې فکر وکړئ چې یاده سټرېس زیږوونکې پېښه یوه تجربه ده چې بیا به نه تکرارېږي.

7. خپل احساسات مه پټوئ

کله چې غمجن شو، د غم نښې مو په څېره کې ښکاره شي یا که خوشاله شو د خوښۍ نښې مو په څېره کې له ورايه ښکاري. ډېر کسان داسې هم شته چې نه غواړي نور یې په غم او خپګان پوه شي، که ښه غمجن هم وي ځان داسې ښيي چې ګني هېڅ خبره نشته. خو متأسفانه دا ډول کړنې ښې نه دي، د احساساتو پټول روغتیا ته زیان رسوي، پر ذهن فشار راځي او بالاخره د معدې په ډول ډول ناروغیو د اخته کېدو سبب کيږي، عصبي سیسټمونه مختل کوي او روغتیا ته باالقوه ګواښونه متوجه کوي. خو تاسې به داسې نه کوئ خپل غم او خوشالي له یار او دوست سره شریکوئ، له هغوی مرسته غواړئ، بې له کوم دلیله د ټولې پېښې کیسه ورته وکړئ. د سټرېس د له منځه وړلو یوه ښه لاره همدا ده چې خپله ستونزه، اندېښنه، غم او خپګان له بل سره شریک کړئ.

8. ورزش و کړئ

د سټرېس پرمهال وګرځئ، ورزش وکړئ یا په کومې بلې داسې چارې ځان بوخت کړئ چې فزیکي کار ته پکې اړتیا وي. ډېر خلک د غم، خپګان، ستونزې او اندېښنې پرمهال ویده کېږي، چورتونه وهي، چېرته لرې ځان سره یوازي کښېني چې دا چاره نه یوازې سټرېس نه کموي بلکې لا یې زیاتوي. که د کورنۍ کوم غړی مو سټرېس لري، د ورزش کولو مشوره ورکړئ، پرېږدئ چې وګرځي او یا په کوم بل څیز ځان بوخت کړي.

9. وخت مو تنظیم کړئ

په ننۍ نړۍ کې له وخت د سمې استفادې لپاره د پلان نه لرل هم د سټرېس مهم لامل دی. هغوی چې وخت یې منظم نه دی او یا هم د وخت د تنظیمولو په کيسه کې نه دي، د هغو په پرتله چې وختونه یې تنظیم کړي ډېر پر سټرېس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. کافي خوب و کړئ

د خوب کمښت هم د سټرېس مهم لامل دی. بې خوبي روغتیا ګواښي، سټرېس رامنځته کوي، د تمرکز ځواک له منځه وړي او بېلابېلې نورې ستونزې زیږوي؛ خو د سټرېس په پيدا کولو کې يې ونډه تر ټولو غوښنه ده.

10. دخانیات او نشه یي توکي مه کاروئ

دخانیات او نشه یي په ماهیت کې سټرېس زیږوونکي دي. هڅه و کړئ تر وسه وسه له دې توکو لرې اوسئ.

Addthis

 




مل پاڼې