دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په بلجیم کې د ماسټرۍ چانس پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 12 ليندی 1396 ساعت 04:19

د بلجیم کاتولیکي پوهنتون د  «The Science@Leuven Scholarships » د ساینسي علومو په برخه کې د ماسټرۍ سکالرشیپونه اعلان کړي دي. دغه سکالرشیپونه د بهرنیو اتباعو لپاره دي چې افغانان هم ترې برخمن کېدای شي. نوملیکنه پیل شوې ده او د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ تر ۱۵ مې نېټې پورې به دوام ولري. د سکالرشیپ په دغه پروګرام کې هم د محصلينو لپاره ښې اسانتیاوې او امکانات په پام کې نیول شوي دي.

۱. د ماسټرۍ پروګرامونه

په لاندې ساینسي څانګو کې د ماسټرۍ مینه وال کولای شي چې سکالرشیپ ته اپلای وکړي:

- ماسټري په بیولوژي کې

- ماسټري په اسټروفزیک او ستور پېژندنه کې

- ماسټري په بایو فزیک، بایو کيمیا او بایو ټکنالوژۍ کې

- ماسټري په کیمیا کې

- ماسټري په فزیک کې

- ماسټري په احصائیه کې

- ماسټري په ریاضیاتو کې

- ماسټري په جیولوژي کې

۲. د سکالرشیپ ارزښت او اسانتیاوې

د سکالرشیپ کلنی ارزښت ۱۰ زره یورو ښودل شوی دی، یعنې  پوهنتون د یوه محصل لپاره د یوه کال ټولټال ۱۰ زره یورو لګښت پرې کوي. د پوهنتون د پالیسۍ له مخې د لېون سکالرشیپونو ته بودجه په کلني ډول ځانګړې کېږي، بورډ تصمیم نیسي چې یوه محصل ته د هغه ټولو لګښتونو ته په پام په کال کې څومره بودجه ځانګړې کړي. په دغو لګښتونو کې د پوهنتون فیس، د لیلیې لګښت او روغتیايي بېمه شامل دي. باید یادونه وکړو چې د دویم کال سکالرشیپ په هغه صورت کې تمدید کېږي، کله چې په لومړي کال کې د محصل د ازموینو او فعالیتونو نتیجه مثبته وي.

۳. شرایط

د سکالرشیپ متقاضي باید پر لاندې شرایطو برابر وي:

- د بلجیم په کوم پوهنتون کې یې پخوا کار او زده کړې نه وي کړي؛

- د لېسانس زده کړې یې له بلجیم څخه بهر کړې وي؛

- تر دې مخکې يې کومه بله ماسټري او پي ایچ ډي نه وي کړي؛

- د لېسانس زده کړو پرمهال يې ښه وړتیا له ځانه ښودلې وي؛

- پر انګلیسي ژبه پوره تسلط ولري؛

- باید د زده کړو پرمهال د خپل هېواد یا ټولنې د سفیر رول ولوبوي؛

- او د بلجیم په لېون پوهنتون کې د زده کړو لپاره قوي اراده او انګېزه ولري.

۴. اړین اسناد

ټول داوطلبان باید د نوملیکنې پرمهال له انلاین فورمې سره خپل تایید شوی ټرانسکرېپټ او ډیپلوم ضمیمه کړي. دا کار د هغو کسانو لپاره هم لازمي دی چې له لېون پوهنتون سره د تبادلې (exchange) پروګرام لري او یا هم د نړۍ له ۲۰۰ ټاپ رېنکېنګ پوهنتونونو څخه له یوه فارغ وي. که چېرته نور تحصیلي اسناد هم لرئ، هغه هم ولېږئ، ځکه پوهنتون ورته لومړیتوب ورکوي. پر دې سربېره، د هغه کورس یا څانګې لپاره چې غواړی نوملیکنه وکړی، نو لږ تر لږه په یوه پاڼه کې د زده کړو اړوند خپل راتلونکي اهداف او پلانونه ولیکئ.

۵. انګلیسي ژبه

د انګلیسي ژبې د یوه نړیوال سند لرل اړین دي. تاسو باید د ټافل د انلاین ازموینې لږ تر لږه ۹۴ نمرې ولرئ: ۱۹ د لوست، ۱۸ د اورېدو، ۱۹ د خبرو کولو او ۲۱ د لیکلو. همدارنګه د آیېلټس حد اقل ۷ نومرې ضرور دي: ۶،۵ د لوست، ۶ د اورېدو، ۶ د خبرو او ۶ د لیکلو لپاره.

۶. د نوملیکنې پروسه

نوملیکنه په انلاین بڼه کيږي او پروسه یې ساده ده.  https://wet.kuleuven.be د دغه سکالرشيپونو لپاره د انلاين نومليکنې پته ده.

Addthis

 




مل پاڼې