دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ژمی شو که امریکا په رښتیا سوله غواړي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سباوون   
دوشنبه 13 ليندی 1396 ساعت 04:24

امریکا تازه له پاکستانه غوښتي چې تر راتلونکي پسرلي پورې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي خو په څنګ کې یې دا هم ويلي چې د سوېلي اسيا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د تګلارې ١٠٠ ورځې پوره شوې دي، خو تر اوسه پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو پر وړاندې اقدامات نه دي کړي. له دې د افغانستان لپاره د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال د ټرمپ هغه څرګندوې را یادې شوې چې ویلي یې وو: «امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي». ټرمپ دا هم ویلي وو چې که پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو خوندي ځالې له منځه یو نه سي، خپله به لاس په کار شي. له پورته څرګندونو داسې ښکاري چې یا پاکستان اوس د امریکا ګواښونو او فشارونو ته چندان اعتنا نه لري او یا هم خپله امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې پر خپلو ژمنو نه ده ولاړه او لا هم لکه د پخوا په څېر له پاکستان سره شنې په غلا چیچي. دواړه احتماله لرې نه دي؛ په دغو دواړو حالتونو کې افغانستان په زیان کې واقع کيږي؛ که فرضاً پاکستان د روس او چین په ملاتړ د امریکا فشارونو او ګواښونو ته تن نه ورکوي، معلومېږي چې دغه مثلث په افغانستان کې د امریکا شتون نه غواړي، نو د دې لپاره چې امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخ شي، کېدای شي د چین او روس په ملاتړ پاکستان په افغانستان کې جګړه نوره هم وغځوي، په دغسې یو حالت کې امریکا ښايي له افغانستان سره د مرستو پر ځای پاملرنه تر ډېره د ځان خوندیتوب او په سیمه کې د خپلو اډو ټیکاو او پايښت ته واړوي. خو که داسې وي چې رښتیا هم امریکا دوه مخې لوبه کوي او د پاکستان پر وړاندې دریځ یې سمبولیک وي، نو بیا په دغه صورت کې هم لکه تېر شاوخوا ۱۵ کاله، افغانستان به له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د پاکستان پر وړاندې د امریکايي چارواکو او په ځانګړې توګه د ټرمپ له غیر مترقبه څرګندونو داسې معلومېږي چې امریکا د افغانستان په مسئله کې له افغانستان او نړۍ سره دوه مخې لوبه کوي؛ اصلاً اوس یې هم د افغانستان لپاره هماغه مخکنۍ پالیسي روانه کړې ده، په دې تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې ډېر داسې موارد شته چې امریکا په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د افغانستان د سولې خبرو اترو خنډ واقع شوې او یا یې خنډونه رامنځته کړي دي چې ښه مثال یې د قطر د خبرو اترو پروسه یا هم د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل یادولای شو.

ټرمپ د افغانستان لپاره د خپلې پالیسۍ په یوه برخه کې ويلي: «تر هغه به امریکايي ځواکونه په افغانستان کې جګړه کوي چې ویې ګټي او تر هغو به له ترهګرو ډلو سره جنګ کوي چې مات یې کړي.» خو د ټرمپ د یادې پالیسۍ تر اعلان وروسته طالبانو په خپل غبرګون کې وویل، تر هغو چې یو بهرنی سرتېری هم په افغانستان کې پاتې وي، دوی به جګړې ته دوام ورکړي. له دې ښکاري چې نه امریکا د سولې خبرو ته لېواله ده او نه هم طالبان غواړي سوله وکړي. د معمول په څېر چې کله په افغانستان کې د ژمي موسم را رسېږي، ورسره جوخت د سولې خبرې هم زور واخلي، خو کله چې بیا هوا تودېږي نو بیا د جګړې او زور خبرې رامخکې کېږي، جګړه تودېږي، لا ډېره تودېږي، ماین چاودنې، ډله ییز او هوايي بریدونه، شپني عملیات او نورې نا امنۍ زور اخلي، په دې ټولو کې افغانان وژل کيږي او ټپیانېږي، افغانان بدبخته کيږي، بې تعلیمه کيږي، بې روزګاره کيږي او بې ثباته کيږي.

نن د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس پاکستان ته رسمي سفر لري، هغه زياته کړې، امريکا غواړي چې له پاکستان سره په ګډه د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات وکړي.

ده ويلي: «پاکستان پوهيږي چې له هګرو سره بايد څه ډول چلند وشي» او زياتوي چې اسلام اباد ته د سفر پر مهال به د دغه هېواد له چارواکو، د سوېلي اسيا، په ځانګړې توګه د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي. هغه هيله څرګنده کړې چې پاکستان به په دې سيمه کې د سولې او ثبات لپاره خپل رول ترسره کړي او وايي، په خپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو پر وړاندې بې توپيره اقدامات کول د پاکستان او ټولې سيمې د سولې او ثبات په ګټه دي.

هماغه سولېدلې خبرې دي چې تل امریکايي چارواکو کړې دي، نه یې د پاکستان پر وړاندې کوم فشار عملي بڼه غوره کړه او نه یې ګواښونه پر واقعیت بدل شول، په داسې حال کې چې خپله همدا امریکا وايي چې د افغانستان لپاره د ټرمپ د پالیسۍ د اعلان څه باندې درې میاشتې تېريږي خو پاکستان لا هم د ترهګرو پر وړاندې په خپل هېواد کې هېڅ اقدام نه دی کړی. تر هغو چې د پاکستا پر وړاندې د امریکا په دریځ کې عمل ونه لیدل شي، پر دغه هېواد باید باور ونه شي. پاکستان ته د مټيس د سفر له امله ښايي پاکستان ځیني سمبولیک اقدامات ولري، خو رښتینې به نه وي.

Addthis

 




مل پاڼې