دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د يمن پخوانی ولسمشر چې په تندي وويشتل شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 04:04

د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح وړمه ورځ ووژل شو. دی د خپل واک د ساتلو او په وروستیو کلونو کې د واک د ترلاسه کولو له اوږدې مبارزې وروسته په تندي وویشتل شو.

صالح په ۱۹۴۲ زېږديز کال کې د یمن اوسنۍ پلازمېنې صنعاء ته نږدې د سنحان په سیمه کې وزیږېد.

دی په ۱۹۵۸ زېږديز کال کې د یمن له پوځ سره یو ځای شو او په ۱۹۶۲ زېږديز کال کې یې د یمن د پاچا پر ضد په کودتا کې لاس درلود.

په ۱۹۷۸ زېږديز کال کې چې کله د شمالي یمن ولسمشر احمد الغشمي ووژل شو، عبدالکریم العرشي د موقتي ادارې مشر شو. د العرشي د موقتې ادارې د واک له ختمېدو سره سم صالح را وړاندې شو او د یمن شپږم ولسمشر شو. صالح له ۱۹۷۸ زېږديز تر ۱۹۹۰ زېږديز کال پورې د شمالي یمن ولسمشر و.

دی تر هغو د شمالي یمن ولسمشر و چې په ۱۹۹۰ کال کې دواړه یمنه، جنوبي او شمالي سره یو ځای شول. د ۱۹۹۴ کال په اوړي کې صالح د جنوبي یمن له یو شمېر وسله والو سره چې د یمن له یو ځای کېدو سره یې مخالفت کاوه جګړه وکړه. په دې جګړه کې د صالح ځواکونه برلاسي شول او په دې ډول صالح ته په یمن کې یو شمېر یمنیانو د ملي اتل په سترګه وکتل.

د جنوبي یمن تر جګړې وروسته څو کاله یمن لږ ارامه شو خو بیا په دې هېواد کې بېلابېلو قبایلو دلته هلته سرونه هسک کړل. د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ زېږدیزو کلونو تر منځ د صالح ځواکونو شپږ ځله له حوثي یاغیانو سره جګړې وکړې. حوثیانو بغاوت کړی و خو دا بغاوت په یو ډول غلی شو. یو کال وروسته تر دې په صنعاء کې د ولسمشرۍ پر جومات برید وشو چې په دې حمله کی صالح هم ټپي شو. په همدې ۲۰۱۱ زېږديز کال کې د یمن د پوځ د ننه بغاوت وشو، دا ځل د خلیج عربي هېوادونو د یمن په چارو کې مداخله وکړه. د یوې غونډې په ترڅ کې صالح له واکه لرې شو، خو د صالح ګوند (الموتمر الشعبي) د موقتي ادارې په واک کې شریک پاتې شو.

درې کاله وروسته تر دې په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې صالح چې د ګوند غړيو یې په پوځ او دولتي ادارو کې ځای درلود له حوثیانو سره اېتلاف وکړ او د ولسمشر عبدربه منصور هادي پر ضد یې کودتا وکړه. له کودتا سره عبدربه منصور هادي له هېواده وتښتېد خو په سعودي عربستان کې یې د جلا وطنه ادارې مشرۍ ته ادامه ورکړه. د عبدربه منصور هادي حکومت ملګرو ملتونو په رسمیت پېژانده او د صالح  او حوثیانو اېتلاف یې غیر قانوني باله.

له حوثیانو سره د صالح اېتلاف درې کاله دوام وکړ. په دې موده کې په یمن کې سختې جګړې وشوې، عبدربه منصور هادي د سعودي عربستان په مشرۍ د اېتلاف د الوتکو په مرسته د یمن مهم سرحدي ښار عدن ونیو او موقته اداره هلته انتقال شوه. صالح له حوثیانو سره په صنعاء کې اوسېده او د ده ملاتړو د هادي د ځواکونو پر ضد جګړه کوله. روانه اونۍ صالح اعلان وکړ چې دی له حوثیانو سره مخالف شوی دی. له دې سره په مرکز صنعاء کې سختې جګړې ونښتې، په ترڅ کې یې صالح مجبور شو چې له مرکزه وتښتي او مخکې تر دې چې دی د موټرو په کاروان کې خپل پلرني ټاټوبي ته ورسېږي، د ډسمبر په څلورمه ووژل شو.

Addthis

 




مل پاڼې