دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



بیت المقدس پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 16 ليندی 1396 ساعت 12:22

یو بیت المقدس دی او بل مسجد اقصی. بیت المقدس هغه ښار دی، چې  مسجد اقصی او نورو دیني مقدسات په کې دي. دا ښار په دوو برخو ویشل شوی دی، یو ته يې شرقي او بل ته غربي بیت المقدس وایي.

د بیت المقدس ښار ۵۰۰۰ کاله پخوا جوړ شوی دی او لرغونی ښکار بلل کېږي. اوسمهال په دې ښار کې ( ۹ لکه ، ۶۲ زره) خلک ژوند کوي.

په دې کې ( ۵ لکه او ۴۲ زره ) یهود دي او ( ۴ لکه ۲۰ زره ) نور فلسطینیان دي.

بیت المقدس ښار په یوه غوڼډۍ ډوله غرنیزه سیمه کې موقعیت لري. د مدیترانې سمندر نه ۵۴ کیلومتره لرې او د مړه سمندر څخه ۲۳ کیلومتره فاصله لري.

بیت المقدس ښار د فلسطین د لویدیځې څنډې او د اسرایلي دولت په ګډه پوله کې پورت دی.

دغه ښار نور ګڼ تاریخي نومونه هم لري.

یبوس: دغه د هغه چا نوم دی، چې دغه ښار یې د لومړي ځل لپاره اباد کړ.

شالیم:

جورزلیم:

القدس الشریف

په بیت المقدس ښار کې دیني مقدسات:

لومړی: مسجد اقصی، د مسلمانانو لومړۍ قبله او درېیم مقدس جومات. د مسجد الحرام او مسجد النبوي نه وروسته درېیم مقدس جومات بلل کېږي.

دویم: کنیسة القیامة، یا د قیامت کلیسا، دا د عیسویانو یا مسیحیانو تر ټولو مقدسه کلیسا ده. د عیسویانو په عقیده عیسی علیه السلام یا المسیح همدلته خښ کړل شوای دی، دا کلیسا د مسیحي دین ټولو ډلو ته تر ټولو مقدسه ده.

حایط البراق، یا د براق دیوال، دا دیوال مسلمانانو او یهودو دواړو ته دیني ارزښت لري، په ځینو اسلامې کتابونو کې راغلي چې د اسراء و المعراج په شپه نبي اکرم صلی الله علیه وسلم براق په دې دیوال پورې تړلی وو.

د یهودو دین کې دا دیوال مقدس دی، د یهودو په عقیده کې دي، چی دا دیوال د سلمان علیه السلام د هیکل نه را پاتي دي، یعني د یهودو لومړۍ عبادت ګاه، چي سلیمان علیه السلام جوړه کړې وه. یهود د دې دیوال خوا ته راځي او خپل دیني عبادت تر سره کوي.

بیت المقدس د ۱۹۱۷ کال نه تر ۱۹۴۷ کال پورې د برتانیې تر ښکیلاک لاندې وو، پخوا د عثماني خلافت برخه وه.

په ۱۹۴۸ کال د اسرئیلو په نامه دولت جوړ شو او د اسرائیلو لومړی صدراعظم بن غوریون بیت المقدس خپله پلازمینه اعلان کړه، خو بیا هم شرقي بیت المقدس د فلسطینیانو او عربانو سره وو، په ۱۹۶۷ کال عربي هیوادونو په ګډه په اسرایلو پراخ وسلوال برید پیل کړ، چي په پایله کې شرقي قدس هم د اسرایلو تر ښکلاک لاندې شو. چي لا تر ننه د اسرائیلو په ولکه کې دی. اسرائیل د پخوا نه کوښښ کوي چي بشپړ بیت المقدس ښار خپله يلازمېنه جوړه کړي، خو تر ډېره وخت پورې امریکا او نړیوالې ټولنې ورسره نه منله. د اسرائیلو او فلسطینیانو په ګڼو تړونونو کې شرقي بیت المقدس د فلسطیني دولت پلازمنه اټکل شوې ده. د منځني ختیځ لپاره د څلور اړخیزې نړیوالې کمیټې لخوا د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د جوړ جاړي طرحه کې، غربي بیت المقدس د اسرائیلو برخه ده او شرقي د فلسطین. مسجد اقصی هم په شرقي برخه کې راځي. دا طرحه امریکا اوروپا او ملګرو ملتونو منلې او ان د اسرائیلو لويې برخې سیاسیونو ته هم د منلو وه. فلسطینیان او عربان يې هم مني، خو په اسرائیلو کې سختدریزې ډلې يې نه مني. د فلسطین ځینې ډلې هم دا طرحه ناسمه بولې.....

فلسطین د امریکا برخلاف ځینې نړیوال ګامونه پورته کړي، لکه د انساني حقوقو په سازمان کې غړیتوب او د ملګرو ملتونو بشپړ غړیتوب حاصلول.

Addthis

 




مل پاڼې