دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



لیکنې
د سولې شورا نوی رییس! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
ملتپال   
چهارشنبه 17 غبرګولی 1396 ساعت 03:35

یو وخت خلکو ویل چې حکمتیار له هرې ډلې او جریان سره یو ځای شوی، سر یې خوړلی.

د مجددي او برهان الدین رباني خو ترې زړه شین و، احمدشاه مسعود ترې زړخوړینی ولاړ او د طالبانو ملا دادالله خو یوه ورځ برالا بي بي سي ته وویل چې د دغه سړي پل سپېره دی، چې له هر چا سره یو ځای شوی، بخت یې کوټه شوی ...

 
ملي نفاق چې د هېواد سلامتیا ګواښي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
وحید تسل   
دوشنبه 15 غبرګولی 1396 ساعت 03:30

په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې بېلابېلې ډلې له بېلابېلو مفکورو او عقیدو سره راوټوکېدې. چا د قوم، چا د سمت او چا د مذهب په نامه د پردیو اجنډاوې پرمخ یوړې او چا هڅه کوله چې د قوم پر بنسټ نوې جغرافیې جوړې کړي؛ خو له نېکه مرغه د ولس د درایت او یووالي په پایله کې تر دې نامه لاندې ی ...

 
حکومت د بحران په دایره کې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
محمود اڅک   
يكشنبه 14 غبرګولی 1396 ساعت 04:12

په کابل کې پرله پسې خونړیو پېښو افغانستان او د ملي یووالي حکومت له یوه نوي ازمویښت سره مخ کړی دی.

د جمعې ورځې له خشونته ډکو مظاهرو وښوده چې نه خلک د مظاهرو له فرهنګ سره بلد دي او نه پولیس او امنیتي ځواکونه د بحران د کنټرول او مدیریت ظرفیت لري. مظاهرې چې ظاهراً د چهارشنبې ورځې مرګ ...

 
د کابل خونړۍ غمیزه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
لیکنه: افراسیاب خټک   
يكشنبه 14 غبرګولی 1396 ساعت 03:50

ژباړه: زمریالی اباسین

په کابل کې د مې ۱۳مې نېټې خونړی برید به، چې ګڼ افغانان یې په وینو کې ولمبول، هېڅکله هېر نه شي. سربېره پر دې چې کابل پخوا هم د ډېرو ناخوالو شاهد و، خو دا خونړۍ پېښه به د راتلونکو نسلونو لپاره هم د یوه وحشتناک خوب په څېر ځوروونکې وي.

له ...

 
په وسلو او خوراکي توکو بار «د رحمت ملایکې»! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
ملتپال   
چهارشنبه 10 غبرګولی 1396 ساعت 03:39

یو وخت چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر وو، خلکو د مرګ ملایکې بللې. د مرګ ملایکې به، چې راغلې، په جنګیالیو به ځمکه سور تنور وګرځېده، یوې او بلې خوا ته به یې ځغاستل. خلکو هم کورونه په کرایه نه ورکول، ځکه په برید کې هم سړی مړ کېد او هم کور نړېده. د کور څښتن به که هرڅو ...

 
که الکوزی 'الکوزاده' وای پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نظیم سمون   
چهارشنبه 10 غبرګولی 1396 ساعت 03:31

د دولتونو د اقتصادي ودې ماډلونه متفاوت دي. د اقتصاد ودې رامنځته کولو لپاره لومړنی ګام د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جذبول دي. د پانګونې تشویق او جذب د صنعت او تولید د پیاوړتیا سبب کېږي او کله چې صنعت وغوړېږي، هېواد د اقتصادي ودې پر مسیر برابرېږي. خو دا چې د اقتصادي ودې لپاره پانګونه څنګه ...

 
«ابتدامخکې21222324252627282930وروستهانتها»

JPAGE_CURRENT_OF_TOTAL




مل پاڼې