نرېندرا مودي

نرېندرا مودي

له دېرشو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د هند په پارلماني ټاکنو کې یو ګوند په غوڅ اکثریت ټاکنې وګټلې او په یوازې ځان يې حکومت جوړولو ته ملا وتړله. دا د واکمن ګوند لپاره ستره ماتې بلل شوې وه. د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته بریالي ګوند د خپلې بریا جشن ونمانځه او مشر یې نرېندرا مودي د خپلو خبرو پر مهال وویل: د خپلو هېوادوالو ټولې هیلې به پوره کړم او یوویشتمه پېړۍ به د هند پېړۍ وي. د چایو پلورونکي زوی چې اوس د خپل عمر په شپږمه لسيزه کې دی او له جنجاله ډکه ماضي لري خپلو پلویانو ته په لومړنۍ وینا کې وویل: د ټولو هندوانو لپاره به کار کوم.
واکمن ګوند خپله ماتې ومنله او سونیا ګاندي وويل بریا او ماتې د ډيموکراسۍ برخې دي او زه د دې ماتې مسووله یم. لومړي وزیر من موهن سېنګ لومړی کس و چې نرېندرا مودي ته یې د بریا مبارکي وویله. ده وړاندې ویلي وو چې که چېرې نرېندرا مودي کامیاب شي دا به د هند لپاره غمیزه وي.
BJP ګوند په ټاکنو کې له 272 زیاتې څوکۍ وګټلې. په هغو ټاکنو کې له 500 ميلیونو ډېرو وګړو ونډه اخيستې وه چې په نړۍ کې ستره ډیموکراسي ګڼل شوې ده. د ګډون سلنه 66.38 ته رسېدلې وه چې د 1984 کال له ټاکنو څخه هم زیاته وه.
د نرېندرا مودي د ژوند لوړې او ژورې به دلته ولولئ:
نرېندرا مودي د ۱۹۵۰ زېږدیر کال د سپټمبر په ۱۷ مه په ګوجرات کې زیږېدلی دی. نوموړي همدلته ښوونځی لوستی او له هغه وروسته یې د ګوجرات له پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې ماسټري تر لاسه کړې ده. له زده کړو وروسته مودي د احمداباد د موټرو په تمځي کې د چایو په پلورلو ژوند تېراوه او دا کسب ورته له پلاره په ميراث پاتې شوی و. مودي ته نږدې کسان وایي چې همدا سختې شپې ورځې د دې لامل شوې چې نرېندرا مودي په هندي سیاست کې د یو ستر کس په څېر را څرګند شي. د مودي مخالف کسان وایي چې نوموړی د هندي وګړو له ټیټ پاړکي سره تړاو لري، مودي دا خبره مني او زیاتوي چې له ټیټ پاړکي سره تړاو لرل کوم جرم نه دی. د هند د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یوه بله مهمه موضوع را توده شوه؛ له ډېرې مودې راهیسې په هندوستان کي د مودي د کورني ژوند په اړه خلک ناخبره وو، د دې کال د ټاکنو په درشل کې مودي د خپلې مېرمنې په اړه خبرې وکړې او دا یې ومنله چې نوموړی ښځه لري. داسې ویل کېږي چې کورناستې ښوونکې جوشدبن، مودي ته په کوچنیتوب کې په زور واده شوې وه چې له همدې امله یې کورنی ژوند تریخ و. د خپل واده په سبا له خپل کوره وتلی و او نږدې دېرش کاله یې له کوره بهر ژوند کړی دی.
مودي د نویيمو کلونو په وروستیو کې د ښي اړخي هندو پلوه ګوند (بي جي پي) ویاند و. نوموړی همدا مهال امریکا ته د عامه اړیکو په برخه کې د چټکو زده کړو لپاره تللی و. نوموړی پر دې سربېره د انځورونو په سمون او مدیریت کې هم پوره وړتیا لري. همدې زده کړو له نوموړي سره په خپل سیاسي ژوند کې د تبلیغاتو په برخه کې ستره مرسته کړې ده. د مودي په شخصیت کې د مشرۍ ځواک او ځانګړتیاوې د نوموړي له کوچنیتوب څخه څرګندې وې؛ نوموړی د خپلو لوړو زده کړو پر مهال د ټول هندوستان د زده کونکو د ټولنې (ASC) مشر و. نوموړي همدا راز په ۱۹۷۴ کال کې په ګوجرات کې د فساد پر ضد غورځنګ کې مهم رول لوبولی و. مودي د سیاست نړۍ ته په ۱۹۷۸ کال کې ننوت او په همدې مهال یې د (BJP) ګوند غړیتوب تر لاسه کړ او د یو کال په بهیر کې یې ځان د همدي ګوند، د ګوجرات په څانګه کې د عمومي ریاست تر څوکۍ ورساوه. په ۱۹۹۵ کال کې نوموړی د هند په پنځو سترو ښارونو کې د همدي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. په ورته وخت کې نوموړي د نړۍ ګڼو هېوادونو ته سفرونه وکړل او په دې وتوانېد چې ځان ته نړیوال رخ پیدا کړي. د هند په ملي سیاست کې مودي خورا وده وکړه، له همدې امله نوموړی په 2001 کال کې د ګوجرات لومړی وزیر وټاکل شو.
مودي له سختو حالاتو سره په ډېره ځیرکتیا چلند کوي؛ نوموړی په سختو شېبو کې د موقع لټولو پوره وړتیا لري. د یو شمېر سیاستوالو په اند، مودي روښانه لرلید لري او له همدې امله په ملي او نړیواله کچه خورا پېژندل شوې څېره ده. مودي په ملي او نړیواله کچه جنجالي څېره ګڼل کیږي. د نوموړي اداره د ګوجرات د پېښو له امله تر سختو نیوکو لاندې راغلې وه مګر د دې تر څنګ په اقتصادي برخه کې د نوموړي اداره له دې امله ستایل کیږی چې په ګوجرات کې یې د اقتصادي ودې لپاره د پام وړ ګامونه اخیستي وو.
د وژنو تورونه
په ۲۰۰۲ کال کې د بنسټپال هندي ګوند له لوري د ځمکې په سر ناندرۍ را پورته شوې. د همدې ګوند یو شمېر کسانو پتېیلې وه چې د مسلمانانو تر ولکې لاندې سیمه کې د هندوانو لپاره معبد ورغوي. په دې موخه د BJP ګوند سیمې ته د اخطار ورکولو په موخه ستر لاریون برابر کړ. د دې لاریون موخه دا وه چې د هند مرکزي حکومت وګواښي چې یاده سیمه د مسلمانانو له ولکې وباسي. هندوان داسې انګېري چې په اوولسمه پېړۍ کې د مغلو پاچا بابر د هندوانو د زیارت پر ځای مسجد رغولی و.
د بشر د حقوقو سازمان پر مودي تور لګولی چې په ګوجرات کې د ۲۰۰۲ کال په فبروروۍ کې د مسلمانانو په وژلو کې لاس لري. داسې ویل کېږی چې نوموړي په همدې سیمه کې د خلکو د میليونونو ډالرو په ارزښت شتمنۍ او کورونه له منځه وړي دي. پر دې سربېره یې د همدې سیمې لږه کي بې کوره کړي دي. مګر مودي دا هر څه له پامه وغورځول او په همدې کال کې یې په ګوجرات کې یو لړ لاریونونه تنظیم کړل چې په پایله کې یې لږه کيو مسلمانانو ته ستر زیانونه واوښتل. د همدې تورونو له امله متحدو ایالاتو مودي ته په ۲۰۰۵ کال کې د ویزې له ورکولو ډډه وکړه.
مسلمان او عیسوي ضد دریځ
د مودي ښی اړخی ملتپال ګوند هڅه کوي چې په هند کې مسلمانان او عیسویان په سيستماتیک ډول یو اړخ ته کړي او په هندي ټولنه کې ورته ځانګړي حالات برابر کړي.
د پاکستان اندېښنې
پاکستاني رسنيو هندي ټاکنې تر بشپړ پوښښ لاندې راوستې وې. پاکستاني رسنیو، وېبپاڼو او مجلو مخونه ډېری وخت د مودي په انځورونو پوښل کېدل. پاکستان د مودي له بریالي کېدو څخه اندېښمن و، په پاکستان کې سیاسي کړيو داسې انګېرله چې که مودي واک ته ورسیږي نو ښایي چې له پاکستان سره د کشمیر مسئله بیا له سره راپورته کړي. د مودي ګوند د کشمیر په اړه خورا سخت دریځ لري؛ کله چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلې ازموینه وکړه نو په اړه یې د مودي د ګوند غبرګون خورا توند و او ګواښ یې کړی و چې کشمیر به د هند د یو خپلواک ایالت په څېر جوړ کړي. په ۲۰۰۶ کال کې مودي په تلونکي لومړي وزیر من موهن سنګ باندې له دې امله نیوکې وکړې چې د ترورېزم له ملاتړو او بنسټپالو سره غوڅ چلند نه کوي. نوموړي له من موهن سنګ څخه غوښتي وو چې د ترورېزم په اړوند په اساسي قانون کې د پام وړ تعدیلات راولي، د ممبی د پېښو په اړه رښتیني ګامونه پورته کړي او همدا راز په پېښه کې تورن کسان محاکمه کړي. مودي په هماغه لومړيو کې وويل، له پاکستان سره به د هند اړيکې تر هغه ښې نه شي چې له پاکستانه په هندي کشمېر کې تنظيمېدونکي بريدونه بند نه شي. نوموړي له ټایمز اف انډیا سره په مرکه کې ويلي وو چې له پاکستان سره د اړیکو د رغولو په موخه باید پاکستان تر هر څه د مخه د هند پر ضد په پاکستان کې د ترورېزم ځالې او ګروپونه له منځه یوسي. د مودي دا ډول خبرو داسې انګیزې راپارولي وې چې د هند او پاکستان تر منځ د سولې امکان له ګواښ سره مخ کېدونکی دی. یو شمېر شنونکو ویل چې په هند او پاکستان کې مذهبي توندلاریتوب مخ په زیاتېدو دی، یوې بلې ډلې لېبرال سیاستوالو ویل چې د مودي واک ته رسېدل به د دې لامل شي چې په ټوله سوېلي اسیا کې د ښي اړخو ګوندونو سیاست پراخه شي.

Read 333 times Last modified on سه‌شنبه, 19 جدی 1396 05:27

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App