هېواد

Latest News

بېليز

دوشنبه, 16 دلو 1396 03:52

حشمت نوري


پخوانی هندوراس چې اوس يې بېليز بولي، د کارابین سمندرګي په لویدیځه څنډه کې د لویدیځ طول البلد د ۸۷ او ۸۹ درجو او د شمالي عرض البلد د ۱۶ او ۱۹ درجو په منځ کې موقعیت لري.
پراخوالی يې ۸۸۳۳ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۵۲ هېواد ګڼل کېږي.
د بېليز شمال ته مکسیکو، جنوب او لويديځ ته یې ګواتیمالا او ختیځ ته يې کارابین سمندرګی موقعيت لري.
د بېليز کوچنی هېواد د ځانګړي جغرافیایي موقعیت له کبله څو ډوله هوا لري.
د شمالي سیمو هوا يې ډېره توده او د کارابین په سواحلو کې د پرتو سیمو هوا یې په زړه پورې معتدله او لنده ده.
په عمومي توګه بېليز دوه موسمونه لري. د اورښتونو موسم يې له مې څخه پيل کېږي او تر نومبر پورې دوام کوي. وچ موسم يې بيا له فبرورۍ څخه پيل کېږي او تر مې مياشتې پورې دوام کوي. په دغه هېواد کې د جون له میاشتې بيا تر نومبر پورې سمندري توپانونه لګېږي او په سرحدي سیمو کې يې د اوبو څپې راپورته کېږي.
بېليز په منځنۍ امریکا کې د یوکاتان ټاپووزمې په جنوب لویدیځه برخه کې پروت کوچنی هېواد دی. بېليز ډېرې هوارې ځمکې لري خو په جنوبي سيمو کې يې څو کوچني غرونه هم شته.
په دغه هېواد کې ټيټه سيمه د کارابین سمندرګي صفري نقطه او لوړه یې بيا د ویکټوریا څوکه ده چې ۱۱۲۴ متره لوړوالی لري.
د بېليز پلازمېنه بېلموپان ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر څلور لکو تنو ته رسېږي. په هر کيلومتر مربع سيمه کې يې ۱۵ تنه ژوند کوي. ۴۴ سلنه اوسېدونکي يې ښاري او پاتې ۵۶ سلنه نور يې بيا کليوالي ژوندونه لري. په بېليز کې د ژوند تمه په منځنۍ توګه ۶۹ کاله ده.
د دغه هېواد ۵۳ سلنه وګړي د مستيزو، ۲۶ سلنه يې د کرول، ۱۱ سلنه يې د سپين، ۶ سلنه يې د کاريفونا، ۳ سلنه يې د ختيځ هندي او ۱ سلنه يې بيا د نورو اسيايي نژادونو درلودونکي دي.
د بېليز ۳۰ سلنه اوسېدونکي د رومن کاتوليک، ۳۱ سلنه يې د پروتستانت، ۱۴ سلنه يې نور عيسويان او پاتې يې هندوان او بودايان دي.
رسمي ژبه يې انګليسي ده او ۶۳ سلنه وګړي يې په همدې ژبه خبرې کوي. پر دې سربېره يې يو شمېر وګړي په هسپانوي، جرمني او ماياني ژبو هم خبرې کوي. لیک یې لاتین دی.
بېليز شپږ اداري واحدونه لري. سان اکناسیو، ارنج واک، بېلموپان، دانکاریکا، کوروزال، پونتا او کوردا يې لوی او مشهور ښارونه دي.
د بېليز د حکومت بڼه مشروطه پاچایي ده. د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون په ۱۹۵۴ کال کې جوړ شوی چې تر دې مهاله پرې څو ځلې بيا کتنه شوې ده.
په بېليز کې پاچايي میراثي ده. د هغه ګوند یا ګوندونو د ائتلاف مشر چې په ولسي جرګه کې تر ټولو ډېرې رایې وګټي د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي.
د بېليز ملي شورا دوې جرګې لري. د مشرانو جرګه؛ دوولس غړي لري چې شپږ يې د ګورنر جنرال له لوري د لومړي وزير په مشوره، ۳ يې د اپوزېسيون د مشر په خوښه او درې نور يې د کليساګانو د شورا، د سوداګرۍ او صنايعو خونو او مدني ټولنو په مشوره ټاکل کېږي. د بېليز د ملي شورا دويمه، جرګه ولسي جرګه ده؛ ۳۱ غړي لري، پنځه کاله کار کوي او ټول غړي يې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي.
په بېليز کې د رایو ورکولو قانوني عمر ۱۸ کاله دی او د رايې ورکړه د خلکو د عمومي حق په توګه په رسميت پېژندل شوې ده.
د بېليز حقوقي نظام پر برېټانوي قوانینو ولاړ دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې يو مشر او دوه قاضیان لري.
د بېليز محکمې په ۲۰۰۵ کال کې پرېکړه وکړه، هغه دوسيې چې وړاندې د کارابين د عدالت محکمې ته استول کېدې، تر دې وروسته به د پرېکړو لپاره لندن ته استول کېږي.
د خلکو متحد ګوند، متحد ولسواک ګوند، د خلکو ملي ګوند او د اصلاحاتو ملي ګوند د بېليز مخکښ سياسي ګوندونه دي.
د بېليز په وړوکي اقتصاد کې د سيلانیانو عواید لومړی ځای لري او ډېر بهرني اسعار دغه هېواد ته له همدې لارې وروړل کېږي. په بېليز کې د اقتصاد خصوصي برخه پیاوړې او د دولتي سکتور په پرتله پرمختللې ده.
اقتصادپوهان وایي، هغه تګلارې چې د بېليز دولت د اقتصاد د پرمختګ لپاره غوره کړې لکه د بهرنیو اسعارو اسانه بدلون، پولي، اداري او مالي اصلاحاتو او بهرنیو او کورنیو پانګه والو ته قانوني او حقوقي اسانتیاوو د دغه هېواد د اقتصاد ۴ سلنې پرمختګ ته لاره هواره کړې ده. په ۲۰۰۶ کال کې په بېليز کې د تېلو زېرمې وموندل شوې. د تېلو را ايستلو د بېليز له اقتصادي پرمختګ سره ډېره مرسته وکړه او د خلکو په ژوند کې محسوس بدلون راغی.
د بېليز د ناخالص کورني توليد کلنی ارزښت دريو ميلياردو ډالرو ته رسېږي. دغه ارزښت کال تر بله دوه سلنه وده کوي. د سړي سر کلني ارزښت کچه يې ۴۷۲۴ امريکايي ډالره ده.
د دغه هېواد د ناخالص کورني تولید په سکټوري جوړښت کې ۱۳ سلنه ونډه د کرنې، ۱۶ سلنه د صنعت او پاتې نوره بيا د خدماتو ده. دغه هېواد د کار ۱۵۰ زره بشري ځواک لري چې ۱۵ سلنه يې وزګار دي او ۳۰ سلنه کورنۍ يې بيا د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
د بېليز په کلنۍ بودجه کې ۴۵۵ ميلیونه ډالره عوايد او ۵۰۰ ميليونه ډالره لګښتونه شامل دي.
د دغه هېواد ۳.۵ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. ۲.۲ سلنه ځمکه یې څړځایونو، ۸۵ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره يې بيا غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د بېليز ۱۰ سلنه خلک د کرنې په سکتور کې په کار بوخت دي.
لرګي، تنباکو، پنبه، قهوه، ګني، وریجې، غنم، لوبیا، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ محصولات دي.
د بېليز د صادراتو کلنی ارزښت ۶۴۱ ميليونه ډالره دی په داسې حال کې چې د ۹۲۳ ميليونو ډالرو په ارزښت کلني واردات لري. امريکا، مکسيکو، کيوبا، ګواتيمالا او چين د بېليز لوی او مهم سوداګريز شريکان دی. د پيسو واحد یې بېليزي ډالر دی، مالي کلونه يې د يو کال د اپرېل له لومړۍ څخه پيل کېږي او د بل کال د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې دوام کوي.
دغه هېواد د اورګاډي پټلۍ نه لري، خو ۳۳ لويې او ۱۵۶ کارګو بېړۍ یې چلېږي. بېليز دغه راز ۴۷ هوايي ډګرونه لري چې شپږ يې پاخه او نور يې خام دي. د ټليفون کوډ يې ۰۰۵۰۱ دی او د ۴۰ زرو په شاوخوا کې خلک يې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
بېليز په ۱۹۹۸ زېږديز کال کې خپل راډیو ټلوېزیون خصوصي سکتور ته پرېښودل او خلکو ته یې اجازه ورکړه چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. په دغه هېواد کې دا مهال اته ټلوېزیونونه او ۲۵ راډیوګانې فعاليت لري.
بېليز د امریکا له کوچنیو، خو خوندي، هوسا، شتمنو او ښایسته هېوادونو څخه دی چې سیلانیانو ته خورا ډېر په زړه پورې ځايونه لري او د عوايدو لويه برخه يې هم د ګرځندوی صنعت له لارې ترلاسه کېږي.
د بېليز ۷۲ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا لوړې زده کړې لري. ۹۰ سلنه نجونې او هلکان يې په منځنۍ توګه ۱۴ کاله درس لولي او زده کړې کوي. په بېليز کې زده کړې له ۵ تر ۱۴ کاله عمر لرونکو ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته وړيا او اجباري دي.
دفاعي ځواک، ځمکنی پوځ، سمندري او هوايي ځواکونه او د داوطلبانو ګارډ د بېليز هوایي ډلکي او داوطلب ګارډ د بېليز د دفاعي او امنيتي ځواکونو څانګې دي. په بېليز کې د عسکرۍ خدمت اجباري نه دی خو هر څوک کولای شي چې د ۱۸ کلنۍ عمر په بشپړولو سره د يو کال لپاره په پوځ کې دنده ترسره کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په کتاب کې د بېليز پېژندګلوي نشته او له همدې ښکاري چې دا دواړه هېوادونه يو له بل سره هېڅ راز اړيکې نه لري.
د کابل او بېلموپان تر منځ د وخت توپير اته نيم ساعته دی.

باهاماس

دوشنبه, 02 دلو 1396 03:58

د باهاماس رسمي نوم د باهاماس کامنوېلټ دولت دی.
باهاماس په کارابین سمندرګي کې د منځنۍ امریکا له ټاپویيزو هېوادونو يو دی چې د امریکا د فلوریډا ایالت ختیځې خوا ته د لویدیځ طول البلد له ۲۳ تر ۲۷ او د شمالي عرض البلد له ۲۳ تر ۷۹ درجو په منځ کې موقعیت لري.
پراخوالی یې ۱۳۸۸۰ کيلومتره یا ۵۳۳۸ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۶۱ م هېواد دی.
باهاماس د اتلس سمندر او کارابین له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله لنده او توده سمندري هوا لري.
په باهاماس کې د صنعتي سیمو پراختیا، د شاوخوا اوبو تودوالي او بې ساري سمندري توپانونو د باهاماس په هوا ژور اغېز کړی. باهاماس د اورښت له ډېروالي سره سره د پام وړ سیندونه نه لري.
پلازمېنه يې ناسو ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر څه کم ۴۰۰ زرو تنو ته رسېږي. په هر کيلومتر مربع خاوره کې يې ۲۴ تنه ژوند کوي، ۸۲ سلنه اوسېدونکي يې په ښاري او پاتې ۱۸ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي.
په باهاماس کې د ژوند تمه په منځنۍ توګه ۷۱ کاله ده.
د دغه هېواد ۹۰ سلنه اوسېدونکي تور پوستي، ۴ سلنه یې سپين پوستي، ۲ سلنه يې ګډ او پاتې يې ناپېژاندي دي.
له مذهبي پلوه يې نږدې ټول وګړي د عيسوي دين پيروان دي.
انګليسي د باهاماس رسمي ژبه ده خو لږ شمېر وګړي يې په کرېولي ژبه هم خبرې کوي. ليک يې لاتين دی.
باهاماس ۳۱ ولسوالۍ لري چې لوکایا، فریپورټ، کوپرسټاون، جورج ټاون، هایراک او انډورس ټاون يې لوی او مهم ښارونه دي.
د باهاماس د حکومت بڼه پارلماني ولسواکي ده. د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۱۹۷۳ زېږديز کال د جولای په لسمه نېټه نافذ شوی چې څو ځلې نوي بدلونونه پکې راغلي دي.
باهاماس پاچا هم لري، چې واک ورته په ميراثي توګه پاتې کېږي. پاچا بيا د اجرايي چارو لپاره ګورنر جنرال هم ګوماري. په باهاماس کې د هغه ګوند یا ګوندونو د ائتلاف مشر چې په ولسي جرګه کې ډېرې رایې وګټي د ګورنر جنرال له خوا د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي.
د باهاماس پارلمان دوې جرګې لري: مشرانو جرګه چې ۱۶ غړي یې د لومړي وزیر او مخالفو ګوندونو د مشرانو په مشوره د ګورنر جنرال له خوا ټاکل کېږي او پنځه کاله کار کوي. دويمه يې ولسي جرګه ده چې ۳۸ غړي لري او ټول د خلکو په خوښه د ۵ کلونو لپاره غوره کېږي. د باهاماس دولت کولای شي چې هر وخت ولسي جرګه ړنګه او نوې ټاکنې اعلان کړي.
په باهاماس کې د رایې ورکولو قانوني عمر ۱۸ کلني ده او هېڅوک له رايې ورکولو نه محرومېږي.
د باهاماس حقوقي نظام پر برېټانیوي قوانینو ولاړ دی. ستره محکمه او د استیناف محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه دي. ستره محکمه یو مشر او ۹ قاضیان لري چې د حقوقي او قانوني خدماتو د کمېسیون له خوا ټاکل کېږي او تر ۶۵ کلنۍ پورې کار کوي.
د باهاماس د استیناف محکمه یو مشر او څلور قاضیان لري چې د حقوقي او قانوني خدماتو د کمېسیون په وړاندیز د ګورنر جنرال له خوا ګومارل کېږي.
په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې د کارابین د عدالت محکمه جوړه شوه چې باهاماس یې غړیتوب لري او پرېکړې یې د ۱۵ هېوادونو لپاره نهايي او الزامي اړخ لري.
خپلواک ملي غورځنګ او پرمختلونکی لېبرال ګوند د باهاماس مخکښ سياسي ګوندونه دي.
باهاماس د امریکا د لویې وچې یو شتمن هېواد دی چې اقتصاد یې په سیلانیانو، بانکي خدماتو او هغه صنعتي تولیداتو او خدماتو ولاړ دی چې په سیلانیانو پورې اړه لري. د معلوماتو له مخې د سیلانیانو بانکي او تمویلي خدماتو او نورو اړوندو چارو عواید د باهاماس د کورنيو عوايدو ۶۰ سلنه برخه جوړوي او په دغو سکټورونو کې د باهاماس نږدې ۵۰ سلنه خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
په تېرو څو کلونو کې باهاماس ته د ډېرو سیلانیانو ورتګ دې ته لاره هواره کړه چې هلته پر هوټلونو، پارکونو او نورو تفریحي او خدماتي چارو ډېره پانګونه وشي.
په ټوله کې عامه خدمتونه د باهاماس د کورني ناخالص توليد ۹۰ سلنه برخه جوړوي چې په دې کې هم لويه ونډه د سيلانيانو د عوايدو ده.
تر سیلانیانو وروسته تمویلي او بانکي خدمات د باهاماس د اقتصاد دويم غټ سکتور شمېرل کېږي او ۱۵ سلنه ناخالص کورنی تولید ترې ترلاسه کوي.
د کرنې او صنایعو سکتورونه دواړه د باهاماس د ناخالص کورني تولید په جوړښت کې درېیم ځای لري او سلنه یې لسو ته رسېږي؛ خو يوه خبره ده چې د دې دوو سکتورونو وده خورا ټکنۍ ده.
داسې ښکاري چې په راتلونکو کلونو کې به هم د سيلانیانو عواید د باهاماس د اقتصاد د ملا تير بلل کېږي. دغه عواید د امریکا په اقتصاد پورې تړلي ځکه باهاماس ته ورتلونکي ۸۰ سلنه سیلانیان امریکایان دي. اوس اوس د باهاماس دولت او اقتصاد پوهان هڅه کوي چې په سیلانیانو باندې د خپل اقتصاد انحصاري تړلتیا پای ته ورسوي او د اقتصاد نورو سکټورونو ته وده ورکړي.
د باهاماس د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت ۱،۶ ميليارده ډالره دی چې هر کال ۹ سلنه وده کوي.
په دغه هېواد کې د سړي سر کلنی عاید ۲۴۶۳۰ ډالرو ته رسېږي. د ناخالص کورني تولید په سکتوري جوړښت کې يې د کرنې ونډه ۲ سلنه، د صنعت ۸ سلنه او د خدماتو ونډه بيا ۹۰ سلنه ده.
د باهاماس د کار بشري ځواک ۲۰۰۰۰۰ تنو ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۶ سلنه وزګار دي او اته سلنه کورنۍ يې بيا د بې وزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
د باهاماس په کلنۍ بودجه کې ۱،۷ ميليارد ډالره عوايد او ۲،۳ ميليارد ډالره لګښتونه شاملېږي.
د کانونو را سپړل او پروسس، دارو درملو، فلزي پايپونو، خوراکي توکو، سمنټو، مالګې او کيمياوي توکو توليد د باهاماس د صنعت لاسته راوړنې دي.
د باهاماس ۱ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. د دغه هېواد ۳ سلنه ځمکه څړځایونو، ۳۴ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره بيا دښتو، غونډیو، غرونو، سیندکیو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۳ سلنه خلک د کرنې په سکتور کې په کار بوخت دي او ۲ سلنه ناخالص کورنی تولید يې له همدې سکتور څخه لاس ته راځي. لرګي، ګلان، کېلې او نورې مېوې، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات دي.
د باهاماس د صادراتو کلنی ارزښت ۹۸۰ ميليونو ډالرو ته رسېږي په داسې حال کې چې د وراداتو ارزښت يې بيا ۳ ميليارده ډالره دی.
امریکا، ترکیه، جنوبي کوریا، هند، جاپان، سنګاپور او کولمبیا د باهاماس تر ټولو مهم او لوی سوداګريز شريکان دي. د دغه هېواد د پيسو واحد د باهاماس ډالر دی.
مالي کلونه یې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د بل کال د جون مياشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې دوام کوي.
باهاماس ۲۳۹ لويې او ۱۷۰ کارګو بېړۍ او ۶۱ هوايي ډګرونه لري.
د باهاماس د ټلیفون کوډ ۲۴۱-۰۰۱ او د انټرنېټ کوډ يې بيا بي اېس دی. په دغه هېواد کې نږدې ۲۰۰ زره تنه انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري. په باهاماس کې موټر د سړک په کيڼ اړخ حرکت کوي.
د باهاماس د راډیو او ټلوېزیون دولتي شرکت چې سوداګریز فعالیت لري دوه ټلوېزیونونه او ۱۵ راډیوګانې لري او په خصوصي برخه کې یې بيا ۱۶ راډیوګاني خپرونې کوي.
په باهاماس کې څلور ورځپاڼې او ۷۵ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ هم خپرېږي.
باهاماس د نړۍ له کوچنیو خو خوندي، هوسا، شتمنو او ښایسته هېوادونو څخه دی چې خورا ډېر سيلانيان پرې ور مات دي.
د باهاماس ۹۵ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي چې منځنۍ، مسلکي یا لوړې زده کړې لري. زده کړې په باهاماس کې له ۵ کلنۍ تر ۱۶ کلنۍ پورې جبري او وړيا دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په کتاب کې د باهاماس پېژندګلوي نشته او دا دواړه هېوادونه هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان تر باهاماس پورې د هوا له لارې فاصله ۱۲۵۱۳ کيلومترو ته رسېږي.
د کابل او ناسو زماني توپیر نهه نيم ساعته دی.

بارباډوس

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:02

حشمت الله نوري
بارباډوس په لويديځه او شمالي نيمه کره کې، د لويديځ طول البلد له ۵۹ تر ۵۹،۵ درجو او د شمالي عرض البلد له ۱۳ تر ۱۳.۵ درجو په منځ کې موقعیت لري.
پراخوالی یې ۴۳۰ کيلومتره مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۲۰۲يم هېواد ګڼل کېږي.
بارباډوس په وچه کې له کوم هېواد سره پوله نه لري او څلورو خواوو ته یې د اتلس سمندر اوبه ولاړې دي. د بارباډوس لویدیځ لور ته لرې سنټ کېټس او نویس او جنوبي لوري ته يې بيا کواډلوپ ټاپوګان او فرانسه پراته دي.
بارباډوس د سمندر له اوبو سره د ګاونډویتوب او او حاره سیمې ته د نږدېوالي له کبله توده هوا او ډېر اورښت لري.
بارباډوس اور غوځوونکی جوړښت لري او ځمکه یې ښه حاصل ورکوي. په بارباډوس کې د اور غورځوونکو غونډیو د شته والي له کبله د تودو اوبو ګڼ شمېر چینې بهيږي.
د بارباډوس پلازمېنه د برېج ټاون ښار دی. د دغه کوچني هېواد د وګړو شمېر ۳۰۰ زرو تنو ته رسيږي.
په هر کيلو متر مربع خاور کې يې ۶۷۴ تنه ژوند کوي. ۳۱ سلنه خلک يې په ښاري او پاتې ۶۹ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۴ کاله ده.
د بارباډوس ۹۳ سلنه وګړي تور پوستي، ۳ سلنه ګډ نژاد لرونکي او ۴ سلنه نور يې بيا ختيځ هنديان دي.
له مذهبي پلوه يې ۶۷ سلنه خلک پروتستانت، ۶ سلنه يې ناپېژندل شوي او پاتې نور يې بيا بې عقيدې دي.
ژبه يې انګليسي او ليک يې لاتين دی.
بارباډوس ۱۱ اداري واحدونه لري.
اوستنسن، سپیغستون، باتشیبا، هولټن، کرن، کرب، هل، بلک مېنس، ګرینلند او هېلبي د بارباډوس لوی او مهم ښارونه دي.
د بارباډوس د حکومت بڼه پارلماني ولسواکي ده. بارباډوس د کامنوېلټ هېوادونو په چوکاټ کې یو خپلواک کوچنی هېواد دی.
د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۱۹۶۶ کال د نومبر په ۳۰ مه نېټه نافذ شوی چې تر اوسه پورې پرې څو ځله له سره کتنه شوې ده.
په بارباډوس کې د هغه ګوند یا ګوندونو مشر چې په ولسي جرګه کې ډېرې رایې وګټي د لومړي وزیر په توګه غوره کیږي. د بارباډوس د کابینې وزیران د لومړي وزیر په مشوره ټاکل کېږي.
د بارباډوس ملي شورا دوې جرګې لري: د مشرانو جرګه چې ۲۱ غړي لري او ولسي جرګه چې ۳۰ غړي لري او د خلکو له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. په بارباډوس کې د رایې ورکولو قانوني عمر ۱۸ کاله دی او ټول هغه خلک چې اتلس کاله عمر يې بشپړ کړی وي، د رايې ورکولو حق لري.
د بارباډوس حقوقي نظام په برېټانوی قوانینو ولاړ دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې مشر یې د لومړي وزیر او د اپوزېسیون د مشر په مشوره او اته قاضیان يې د حقوقي او قضایي خدماتو د کمېسیون له خوا ټاکل کېږي. له دې وروسته د استیناف محکمې راځي چې څلور څانګې لري: اداري، مدني، جزایي او حقوقي. د دغه هېواد د محاکمو لوړپوړي قاضیان د خپل عمر تر ۶۵ کلنۍ پورې کار کولای شي.
بارباډوس په خپلو ټولو اداري واحدونو کې محکمې لري. دغه هېواد د کارابین سیمې د عدالت محکمې غړی هم دی او ځينې مسئلې د حل لپاره دې محکمې ته استوي.
د بارباډوس کارګر ګوند او د خلکو د ځواکمنتیا ګوند د دغه هېواد مخکښ سياسي ګوندونه دي.
بارباډوس د ختیځ کارابین ډېر پرمختللی او شتمن هېواد دی او خلک یې سوکاله او ارامه ژوند لري.
تر دې نږدې کلونو پورې د ګنیو کر او د ګنيو د پروسس چارې د بارباډوس د اقتصاد بنسټونه بلل کېدل؛ خو په تېرو شلو کلونو کې دولت او نورو اقتصادي فعالینو د سپکو صنایعو او ګرځندوی صنعت پرمختیا ته پاملرنه وکړه او په دې توګه یې د اقتصاد په جوړښت کې بدلونونه راوستل او د ګنیو په کر باندې د بارباډوس اتکا را کمه شوه. د سپکو صنایعو تولیدات او د سیلانیانو عواید د بارباډوس په اقتصاد کې ۲۰ سلنه ونډه لري او تمه ده چې دا سلنه تر ۲۰۱۹ کال پورې ۳۵ ته لوړه شي. په بارباډوس کې تمویلي او د معلوماتو د برابرولو خدماتو او د بهرنیو اسعارو راکړې ورکړې ښه پرمختګ کړی او هر کال دغه هېواد ته ډېر عواید راوړي. د باربادوس دولت هڅه کوي چې په هېواد کې د وزګارتیا د کمولو، د بهرنیو پانګه والو د هڅونې او ډېرو دولتي شرکتونو د خصوصي کولو بهیر ګړندی وساتي.
د دغه هېواد د سیلانیانو د چارو کارپوهان فکر کوي چې په راتلونکو دوو – دریو کلونو کې به بیا ډېر امریکایي سیلانیان بارباډوس ته سفر وکړي.
د بارباډوس د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت ۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي چې هر کال يو سلنه وده کوي. د سړي سر کلنی عاید یې ۱۵۶۷۷ ډالرو ته رسېږي.
د بارباډوس د ناخالص کورني تولید په سکټوري جوړښت کې ۴ سلنه ونډه د کرنې، ۱۲ سلنه د صنعت او پاتې بيا د عامه خدمتونو ده.
دغه هېواد د کار ۱۵ زره بشري ځواک لري، چې له دې ډلې ۱۰ سلنه وزګار دي. د بارباډوس ۲ سلنه کورنۍ د بېوزلې تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي. د دغه هېواد په بودجه کې ۲ ميليارده ډالره عوايد او دغه راز يو نيم ميليارد ډالره لګښتونه شامل دي.
خوراکي توکي، کاغذ، سګرېټ، استهلاکي توکي، کیمیاوي مواد، برېښنایي وسایل، فلزات او لاسي صنايع د بارباډوس مهم صنعتي توليدات دي.
د بارباډوس ۲۶ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده، ۹ سلنه ځمکه يې څړځایونو، ۱۵ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره ځمکه يې بيا غونډیو، لنډو سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. بارباډوس ډېر ښکلی او سمسور ټاپو دی چې خاوره یې له اور غورځوونکو موادو څخه جوړه شوې او د کرکيلې لپاره ډېره مساعده ده. د بارباډوس ۱۰ سلنه خلک د کرنې په سکتور کې په کار بوخت دي او د دغه هېواد ۴ سلنه ناخالص کورنی تولید له همدې سکتور څخه لاس ته راځي.
لرګي، پنبه، چغندر، ګني، ناریال، تنباکو، قهوه، وریجې، مېوې، سابه، لبنیات، غوښه، هګۍ او واښه د بارباډوس د کرنې او مالدارۍ سکتور مهم محصولات دي.
د دغه هېواد د صادراتو کلنی ارزښت ۷۸۰ ميليونه ډالره اټکل شوی، په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې بيا دوه ميلياردو ډالرو ته رسېږي.
ټرېنېډاډ او ټوباکو، امریکا، جامیکا، هسپانیه او سنټ وېنسېنټ د بارباډوس لوی او مهم سوداګريز شريکان دي. د دغه هېواد پولي واحد د بارباډوس ډالر دی. په بارباډوس کې مالي کال د اپرېل په لومړۍ نېټه پيل کېږي او د بل کال د مارچ په ۳۱ مه نېټه پای ته رسېږي. دغه هېواد د اورګاډي پټلۍ نه لري، خو ۲۳ لويې او ۵۲ کارګو بېړۍ يې چلېږي. په ټول بارباډوس کې يوازې يو هوايي ډګر شته، د ټليفون کوډ يې ۲۴۶ – ۰۰۱ دی او ۲۰۰ زره وګړي يې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
د کارابین د رسنیو شرکت (CBC) یو ټلوېزیون او ۱۲ راډیوګاني لري. هلته پر دې سربېره، څلور ورځپاڼې، ۶۰ مجلې او هر کال نږدې ۵۰۰ عنوانه کتابونه هم خپرېږي.
په بارباډوس کې هر وګړی د کال ۱۹ کيلوګرامه کاغذ د ليکلو او لوستلو لپاره کاروي، چې د لويديځې نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله يې اندازه خورا کمه ده.
د بارباډوس ۹۸ سلنه خلک، نارینه او ښځې، په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا لوړې زده کړې لري. زده کړې په بارباډوس کې له پنځو تر ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري دي.
د بارباډوس پاچايي دفاعي ځواکونه او سرحدي ګارډ د بارباډوس نظامي ځواکونه دي. په دغه هېواد کې عسکري جبري نه ده بلکې له اتلس کلنۍ پورته ځوانان په خپله خوښه د پوځ په ليکو کې جذبېدای شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په کتاب کې د بارباډوس پېژندګلوي نشته او له دې ښکاري چې دواړه هېوادونه هېڅ راز سياسي او ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري.
له افغانستانه تر بارباډوس پورې د هوا له لارې ۱۲۴۰۱ کيلو متره واټن پروت دی.
د کابل او برېج ټاون تر منځ د وخت توپير اته نيم ساعته دی.

بولیویا

دوشنبه, 18 جدی 1396 05:32

د بوليويا رسمي نوم د بوليويا دولت دی.
دغ‍ه هېواد د جنوبي امریکا په لویديځه برخه کې د لویدیځ طول البلد له ۵۷ تر ۷۰ او د شمالي عرض البلد له ۱۰ تر ۲۳ درجو په منځ کې موقعیت لري.
د بوليويا پراخوالی ۴۲۲۵۳۱ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۲۸ م لوی هېواد ګڼل کيږي.
د دغه هېواد شمال، شمال ختيځ او ختيځ ته برازیل، او سوېل ته يې ارجنټاين هېواد موقعيت لري.
بولیویا لږ توده او معتدله هوا لري؛ خو د اند غرونو د جګو سیمو هوا يې بيا سړه او وچه ده او د ډېرو سیندونو د بهېدو له امله لنده بل هم لري.
د دغه هېواد پلاز مېنه لاپاز ښار دی او د وګړو شمېر يې ۱۱ ميليونو تنو ته رسيږي.
په هر کيلومتر مربع خاوره کې يې ۱۰ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۶۸ سلنه برخه یې په ښاري او پاتې ۳۲ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي.
په بوليويا کې د ژوند تمه په منځني ډول ۶۸ کاله ده.
د دغه هېواد د وګړو ۷۶ سلنه له مذهبي پلوه رومن کاتوليکان، ۸ سلنه پروتستانت او پاتې يې بې عقيدې دي.
د بوليويا رسمي ژبه هسپانوي ده او نږدې ټول خلک يې په همدې ژبه خبرې کوي.
دغه هېواد په نهو اداري واحدونو باندې وېشل شوی دی.
کوچابامبا، لاپاز، سوکر، اورو، ټرېنېډاډ، پوټوسي، مونيټر او ياکوبا د بوليويا لوی او مشهور ښارونه دي.
د بوليويا د حکومت بڼه جمهوري ده. د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ په اوومه نېټه نافذ شوی دی.
په بوليويا کې ولسمشر د لومړي وزير دنده هم پر مخ بيايي. د بولیویا ولسمشر او د هغه مرستیال په یوه وخت کې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کيږي او دوې دورې کار کولای شي.
د بولیویا د کابینې وزیران د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي او ولسي جرګې ته مسوولیت لري.
د بولیویا ملي شورا دوې جرګې لري: لومړۍ د سناتورانو جرګه، چې ۳۶ غړي لري، د سیمو د نفوسو په تناسب د خلکو په خوښه ټاکل کیږي او پنځه کاله کار کوي. دويمه ولسي جرګه چې ۱۳۰ غړي لري. د بوليويا د ولسي جرګې ۷۰ غړي د ټول هېواد د خلکو په خوښه، ۵۳ د سیمو د نفوسو په تناسب او ۷ د ډېرو لرې سیمو د خلکو له خوا ټاکل کيږي.
په بولیویا کې د رایې ورکول له ۱۸ تر ۲۱ کلنو ځوانانو لپاره جبري او الزامي دي.
د بولیویا حقوقي نظام په ناپېلیوني مدني قوانینو ولاړ دی چې له رومي، هسپانوي، مذهبي، فرانسوي او کورنیو دودونو څخه اخيستل شوي دي. ستره محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان دی چې قاضیان یې د لسو کلونو لپاره د شورا له خوا ټاکل کیږي. د بولیویا هر ولایت یا اداري برخه او بیا هره ولسوالي ځان ته جلا جلا محکمې لري.
ټولنپال ولسواک غورځنګ، د سوسیالېزم خوځښت او نه وېرېدونکی غورځنګ د بوليويا مخکښ سياسي ګوندونه دي.
بولیویا د اوږدې مودې لپاره د امریکا يو ډېر وروسته پاتې هېوادو. د تېرې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې د بولیویا دولت له ډېرو بحرانونو وروسته د خپل اقتصاد په بیا جوړولو، اصلاحاتو او پرمختګ پیل وکړ. دې اصلاحاتو د بولیویا د کورني کلني ناخالص توليد ارزښت له ۱۹۹۰ کال څخه تر ۱۹۹۹ کال پورې په منځنۍ توګه څلور سلنه لوړ او د بېوزلۍ کچه يې په پراخه پيمانه ر ا ټيټه کړه.
په ۲۰۰۳ کال کې د بولیویا خلکو د ولسمشر سانچز د هغې تګلارې پر ضد ستر لاریونونه وکړل چې غوښتل یې بهرنیو پانګه والو ته ډېر امتیاز ورکړي. د دې لاریونونو لمن دومره پراخه شوه چې ولسمشر استعفا ته اړ شو او د شمالي نیمې کرې سترو مارکېټونو ته د بولیویا د هغو ګازو د صادراتو مخه ډب شوه چې زېرمې یې نوې کشف شوې وې.
دې اقداماتو په بولیویا کې بهرنۍ پانګونې په ټپه ودرولې او ډېرو لېوالو بهرنیو شرکتونو د انتظار تګلاره غوره کړه. دې انتظار نوی ولسمشر کاروس میسا اړ کړ چې بهرنیو پانګه والو ته په اقتصادي او حقوقي تګلارو نوې کتنه وکړي او ډېر امتیازات ورکړي. ۲۰۰۵ کال د بولیویا د اقتصاد لپاره ښه کال نه و. سیاسي بې ثباتي، قومي ستونزې، پرله پسې لاریونونه، د صادراتو بېساري کمښت او په حکومت باندې د خلکو لږ اعتماد د دې کال سترې ځانګړتیاوې بلل کېدې؛ خو کله چې ولسمشر کارلوس نوې تګلاره قانوني کړه، دولت له یو بهرني شرکت سره د تېلو د پلټلو ستر تړون لاسلیک کړ.
په ۲۰۰۹ کال کې بولیویا په جنوبي امریکا کې ښه پرمختګ درلود. ۲۰۱۰ کال له دې هم ښه و. د بودجې کسر له منځه لاړ خو د بولیویا اقتصاد لا هم له ځينو جدي ننګونو سره مخ و. د کانونو د سترو زیرمو ایستلو او پروسس ته د بهرنیو پانګه والو نه لېوالتیا، د بېلا بېلو ټولنیزو ډلو تر منځ احتمالي ستونزو او د کار لپاره د قانوني ضمانتونو کموالي ولسمشر په ۲۰۱۳ کال کې د داسې یو قانون لاسلیکولو ته اړ کړ چې نور به خصوصي پانګونې نه ملي کیږي، ځکه چې له دې وېرې پانګه والو کار ته زړه نه ښه کاوه. اوسمهال د بوليويا اقتصاد مخ پر ودې دی.
د دغه هېواد د ناخالص کورني توليد ارزښت هر کال پنځه سلنه وده کوي او د سړي سر کلنی عاید یې ۳۵۴۶ ډالرو ته رسېدلی دی.
د ناخالص کورني تولید په سکتوري جوړښت کې يې ۱۳ سلنه ونډه د کرنې، ۳۹ سلنه د صنعت او پاتې بيا د خدماتو ده.
د کار بشري ځواک یې څلور نیم ميلیونو کسانو ته رسيږي چې له دې ډلې يوازې اته سلنه وزګار دي او ۳۰ سلنه کورنۍ يې د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
د بوليويا په بودجه کې ۱۷ ميليارده ډالره عوايد او ۱۷.۴ ميليارده ډالره لګښتونه شامل دي.
تېل او نفتي محصولات، د ځینو غیر فلزي کاني موادو پروسس، خوراکي توکي، برېښنايي وسايل، دارو درمل، جامې او سګرېټ د بوليويا مهم صنعتي توليدات دي.
د دغه هېواد څلور سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده، ۲۵ سلنه ځمکه يې څړځایونو، ۵۴ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره يې غرونو، غونډیو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د بولیویا ۳۲ سلنه خلک د کرنې په سکتور کې په کار بوخت دي او د دغه هېواد ۱۳ سلنه ناخالص کورنی تولید له همدې سکتور څخه لاس ته راځي. سویا، لرګي، تنباکو، اوربشې، پنبه، ګني، طبي بوټي، قهوه، وریجې، غنم، کچالو، مېوې، سابه، لبنیات، غوښه او هګۍ د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات دي.
د بوليويا د صادراتو کلنی ارزښت ۱۳ ميليارده ډالره دی په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې بيا ۱۰ ميلياردو ډالرو ته رسيږي.
برازیل، ارجنټاین، امریکا، چین، پیرو او جاپان د بوليويا مهم سوداګريز شريکان دی.
بوليويان يې د پيسو واحد دی.
مالي کال یې له عيسوي کال سره يو ځای پيل کيږي او له عيسوي کال سره يو ځای پای ته رسيږي.
بوليويا د ۳۶۵۲ کيلومترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۱۸ سوداګريزې بېړۍ او ۸۵۵ هوايي ډګرونه لري چې ۲۱ هغه يې په ټولو تجهيزاتو سمبال دي.
په بولیویا کې دولتي او خصوصي رسنیو ډېره وده کړې ده. په دغه هېواد کې رسنۍ ډېرې سیاسي شوې دي، ځینې د دولت او ځینې نورې د اپوزېسیون په ګټه توندې خپرونې کوي.
بولیویا په لاتینه امریکا کې له دې کبله چې ګڼ شمېر کورنۍ يې د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي، د ژوند تمه پکې نسبتاً کمه ده او ګڼ شمېر ماشومان پکې له خوارّځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي، وروسته پاتې هېواد دی.
د بولیویا ۹۴ سلنه خلک په لیک او لوست پوهیږي او منځنۍ یا لوړې مسلکي زده کړې لري. زده کړې پکې د څلور او ۱۷ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړيا او الزامي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په کتاب کې د بولیویا پېژندګلوي نشته او له همدې ښکاري چې دا دواړه هېوادونه هېڅ راز اړیکې نه لري.
د کابل او لاپاز تر منځ د وخت توپير اته نيم ساعته دی.

Popular News

د ترکيې رسمي نوم د ترکیې جمهوریت دی.دغه هېواد د…
حشمت الله نوريبارباډوس په لويديځه او شمالي نيمه کره کې،…
حشمت الله نوري- د کولمبيا رسمي نوم د کولمبیا جمهوریت…
د باهاماس رسمي نوم د باهاماس کامنوېلټ دولت دی. باهاماس…

ترکیه

یکشنبه, 19 قوس 1396 06:28

د ترکيې رسمي نوم د ترکیې جمهوریت دی.
دغه هېواد د اسیا د لویې وچې په لویدیځه او د اروپا په جنوب ختیځه برخه کې د تور سمندرګي، مديترانې سمندرګي او د ایجن سیند په منځ کې د ختیځ طول البلد د ۲۶ او ۴۵ درجو او د شمالي عرض البلد د ۴۲ او ۳۵ درجو په منځ کې موقعیت لري.
پراخوالی یې ۳۰۲۵۳۵ میله مربع دی او له دې پلوه د نړۍ اووم لوی هېواد ګڼل کيږي.
د ترکيې شمال ته تور سمندرګی او بلغاریا، شمال ختیځ ته یې جورجیا، شمال لویدیځ ته یې یونان، جنوب ختیځ ته یې ایران، جنوب ته یې عراق او سوریه، ختیځ ته یې ارمنیا او لويديځ ته یې د اېجن سيند موقعيت لري. 
ترکیه داسې یو هېواد دی چې ډېره برخه یې په اسیا او لږه برخه يې بيا په اروپا کې پرته ده. د ترکیې اسیایي او اروپایې برخې د مرمري اوبو په واسطه یوه له بلې جلا شوې دي.
ترکیه د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له کبله څو ډوله هوا لري. د جنوبي سواحلو هوا يې د مدیترانې له سمندرګي سره د ګاونډیتوب له کبله په دوبي کې توده او په ژمي کې بيا معتدله وي. د ختیځو غرنیو برخو هوا يې په ژمي کې سړه او په دوبي کې معتدله وي. هلته هر کال ډېره واوره اورېږي. د ترکیې د شمالي او شمال لویدیځو سیمو هوا د تور سمندرګي د اغېزو له کبله ډېره په زړه پورې او د منځنیو برخو هوا يې بيا وچه ده.
د ترکيې پلازمېنه د انقرې ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر څه کم ۸۰ ميليونو ته رسيږي. په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۱۰۶ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۷۲ سلنه يې په ښاري او پاتې يې بيا په کليوالو سيمو کې مېشت دي. 
د ترکيې لويه برخه يا ۷۱ سلنه خلک ترکان، ۱۹ سلنه يې کردان او پاتې نور يې بيا عربان، افغانان، ايرانيان او د ځينو اروپايي هېوادونو اوسيدونکي دي.
په دغه هېواد کې ۹۹،۸ سلنه خلک مسلمانان دي خو ځينې خلک يې مسيحيان او يهودان هم دي. 
د ترکيې رسمي ژبه ترکي ده، خو ګڼ شمېر خلک يې په کردي ژبه هم خبرې کوي.
ترکيه ۸۱ ولايتونه لري، مهم ښارونه يې له استانبول، انقرې، اېزمير، بورسا، ادانا، قونيې، انتاليا، سانکايا، ارض، روم او مېرسين څخه عبارت دي. 
د ترکيې د حکومت بڼه پارلماني ولسواکي ده. د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۱۹۸۲ زېږديز کال د نومبر په اوومه نېټه نافذ شوی چې تر دې مهاله څلور ځلې اصلاح شوی هم دی.
د ترکیې ولسمشر پخوا د ولسي جرګې له خوا د اوو کلونو لپاره ټاکل کېده خو د ۲۰۰۷ زېږديز کال په اکټوبر کې خلکو په یوه ټولپوښتنه کې رایه ورکړه چې ولسمشر دې د ولسي جرګې پر ځای د خلکو له خوا وټاکل شي.
ترکيه پر ولسمشر سربېره لومړی وزير هم لري، د دغه هېواد لومړی وزير د هغه ګوند یا ګوندونو د اېتلاف له منځه ټاکل کيږي چې په ولسي جرګه کې ډېرې څوکۍ خپلې کړي.
د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي او له ولسي جرګې د اعتماد رایه اخلي.
د ترکیې ولسي جرګه ۵۵۰ غړي لري چې ټول د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.
د ترکیې حقوقي نظام پر هغو قوانینو او اصولو ولاړ دی چې قضایي مسوولینو د بېلابېلو اروپایي هېوادونو د قوانینو له مخې جوړ کړي دي.
د اساسي قانون او استیناف محکمې د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه بلل کیږي، د ترکیې د اساسي قانون محکمه ۱۷ قاضیان لري چې ولسمشر یې له هغه لېست څخه غوره کوي چې د بېلا بېلو ادارو له لوري په ګډه جوړیږي. د استیناف محکمه ۱۵ برخې او ۳۸ سیمه ییزې او مرکزي مدني او جنایي څانګې لري چې ۲۵۰ لوی او ۴۴۰ عادي قاضیان پکې پر دندو بوخت دي.
ولسواک کیڼ ګوند، ولسواک ګوند، د عدالت او پرمختګ ګوند، د خلکو جمهوریت غوښتونکی ګوند او داسې نور د ترکيې مهم سياسي ګوندونه دي.
ترکیه د ازاد بازار یو فعال اقتصادي سیسټم لري. د ترکیې ۲۵ سلنه خلک اوس هم په دودیزه کرنه بوخت دي او ځان ته معیشت برابروي. سره له دې چې د بنسټیزو صنایعو، بانکونو، ترانسپورت او مخابراتو په برخو کې ډېر غټ شرکتونه اوس هم په دولت پورې اړه لري خو بیا هم دولت هڅه کوي چې د اقتصاد په بېلا بېلو سکټورونو کې دولتي پانګونه، بوختیا او مسوولیت خصوصي سکټور ته ولېږدوي او د هېواد د منځنۍ طبقې سلنه ورځ په ورځ پیاوړې او لوړه کړي.
د ټوکرانو او جامو تولید د ترکیې د ټولو صنعتي کارګرانو ۳۳ سلنه برخه جوړوي. دا تولیدات په نړیوالو مارکېټونو کې له سختې سیالۍ سره مخامخ دي. د ونډو هغه سیستم چې په نړۍ کې د ټوکرانو او جامو سوداګري تنظیموي د ترکیې د تولیداتو لپاره ډېر محدودیتونه جوړ کړي دي. ترکانو له همدې امله هڅه کړې چې خپل صنعتي تولیدات نورو برخو ته هم وغځوي او په ټوکرانو او جامو خپله اتکا کمه کړي. دې هڅو سمه نتیجه ورکړه او د نقلیه وسایطو، ساختماني ماشینونو او برېښنایي وسایلو تولید د ترکيې د صنعتي تولیداتو او صادراتو په سلنه کې مثبت بدلونونه راوستل.
ترکیې له پخوا هیله درلوده چې د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي. اروپایې ټولنې د دغه امتیاز ورکولو لپاره ترکیې ته د ډېرو سیاسي اقتصادي او حقوقي اصلاحاتو یو اوږد لېست وړاندې کړی دی چې د ټولو عملي کول ستونزمن ښکاري.
د ترکيې د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت ۱.۱۷ ټرېلیونو ډالرو ته رسېږي. دغه ارزښت کال تر بله ۳،۸ سلنه وده کوي.
د ناخالص کورني تولید په سکټوري جوړښت کې يې کرنه ۱۰ سلنه، صنعت ۲۷ سلنه او خدمات ۶۳ سلنه ونډه لري.
د کار ځواک یې ۲۷ ميلیونو کسانو ته رسېږي چې له دې ډلې نهه سلنه وزګار دي او ۱۵ سلنه کورنۍ يې بيا د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
په ترکيه کې د سړي سر کلني عايد کچه ۱۱۰۱۴ ډالره ده.
د دغه هېواد د کلنيو عوايدو اندازه ۱۹۰ ميلياردو ډالرو او لګښتونه يې ۲۰۷ ميلياردو ډالرو ته رسيږي. 
ترکيه د اوسپنې او پولادو، ډبرو سکرو، مسو او تېلو غني زېرمې لري.
د دغه هېواد ۲۷ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده، ۲۰ سلنه ځمکه يې ځنګلونو، ۱۴ سلنه يې څړځایونو او پاتې نوره يې غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
د ترکيې ۲۶ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي. لرګي، تنباکو، غنم، اوربشې، جوار، حبوبات، جغندر، پنبه، کچالو، زیتون، لمرګلی، مېوې، سابه، لبنیات، هګۍ، غوښه او واښه د ترکیې د کرنې او مالدارۍ تر ټولو مهم محصولات دي.
د ترکيې لوی سوداګريز شريکان جرمني، ایټالیا، روسیه، فرانسه، ایران، چین او امریکا دي. پولي واحد يې ترکي لېره ده. مالي کلونه يې د عيسوي کلونو له پيل سره پيل کيږي او د عيسوي کلونو له ختمېدو سره پای ته رسېږي.
دغه هېواد د ۱۲۰۰۸ کيلو مترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ لري. پر دې سربېره يې په ترانسپورټي سيسټم کې ۱۳ ميليونه عرادې کوچني موټر، لارۍ، بسونه، ټانکرونه او نور نقليه وسايط هم فعاليت کوي.
ترکيه ۱۰۲ لويې، ۲۸۱ کارګو بېړۍ او ۹۸ هوايي ډګرونه لري. 
ترکیه د نړۍ له شلو پرمختللو، هوسا او بسیا هېوادونو يو دی چې په تېرو څو کلونو کې یې ډېر پرمختک کړی او راتلونکې یې روښانه ښکاري.
د ترکیې ۹۵ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او تر منځنۍ یا لوړې کچې پورې زده کړې لري. په دغه هېواد کې زده کړې له ۶ کلنۍ تر ۱۳ کلنۍ پورې جبري بڼه لري.
ترکیه د اسلامي نړۍ ستر فرهنګي مرکز دی. د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) څپلۍ او امسا د استانبول په موزیم کې ساتل کیږي. د ترکیې ځينې جوماتونه په نړيواله کچه بې ساري دي چې هر کال په سلګونو زرو ننداره چيان د ځان پر لور ور کاږي.
د افغانستان او ترکيې اړیکې د اریایانو د مهاجرت کلونو ته رسېږي. ترکان د امو سیند له شا وخوا سیمو شمال او لوېدیځ لور ته تللي دي.
په ډېرو پخوانیو پېړیو کې افغانانو او ترکانو یو بل ته په درنه سترګه کتل او ډېرو افغاني پوهانو ترکیه خپل دويم کور ګاڼه.
په اتلسمه پېرۍ کې د عثماني واکمن سلطان مصطفی او افغان ټولواک احمدشاه ابدالي تر منځ دوستانه پیغامونه تبادله شوي دي، خو په رسمي توګه په انقره کې د افغانستان سفارت د کال ۱۹۲۱ د جون په ۲۱ مه پرانيستل شوی دی. په دې مراسمو کې مصطفی کمال اتاترک د خپلواک افغانستان بیرغ د مېلمنو او افغان سفیر سلطان احمد خان په مخکې ورپاوه او لږ وروسته ترکي سفارت هم په کابل کې پرانيستل شو.
پاتې دې نه وي چې دواړو هېوادونو د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې ساتلې او یو له بل سره یې مرستې او همکارۍ کړې دي.
له افغانستان څخه تر ترکیې پورې د هوا له لارې فاصله ۲۹۴۱ کيلو مترو ته رسيږي. د کابل او انقرې تر منځ د وخت توپير يو نيم ساعت ته رسيږي

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App