افغانستان

Latest News

غني پاکستان ته: که مو د تورخم دروازې پر بندولو ویروئ د ټول ژوند لپاره یې وتړئ

چهارشنبه, 27 جدی 1396 09:52

ولسمشر غني یو ځل بیا پر وسله والو ډلو غږ وکړ چې د سولې پروسې سره یو ځای شي. ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یې د سولې په اړوند د مدني ټولنو، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي کنفرانس کې، خبرې کولې وویل؛ که افغانان یاست، نو اختیار مو ګاونډي هېواد ته مه ورکوئ، هغوی نه غواړي چې سولې ته ورسېږئ. نوموړي دغه راز وویل، د افغانستان تاریخ ته په کتو هر ځل چې دې ملت همت او تفاق کړی ډیر ستر ستر کارونه یې کړي دي. غني وویل خلک زموږ له پرون، نن او سبا څخه ډ‌ارېږي ځکه مو په خپل کور کې په ارامه ژوند کولو ته نه پرېږدي. ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، موږ په دې نېت نه یوو چې د چا کور ونیسو، بلکې غواړو په خپل کور کې ارام او په عزت ژوند وکړو. هغه وویل پاکستان سره هم د سولې هر اړخیزو خبرو ته چمتو یو او که دوی غواړي د تورخم دروازې پر بندولو موږ ووېروي نو د ساعتونو او ورځو په مخه نه، په کلونو دې وتړي. ولسمشر په داسې حال کې د تورخم په اړه داسې څرګندونې کوي چې، ویل کیږي تورخم دروازه له دریو ورځو را هیسي د بار وړونکو موټرو پر مخ د پاکستاني چارواکو لخوا بنده شوې ده.

 

مایک پنیس، ولسمشر غني ته: په بلخ کې باید واک په سوله ییزه توګه انتقال شي

چهارشنبه, 27 جدی 1396 04:05

د امریکا مرستیال ولسمشر له محمد اشرف غني سره د عطا محمد نور په اړه خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مایک پنیس د روانو ناندریو د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده. نوموړي ټینګار کړی، چې په بلخ ولایت کې دې واک په سوله ییزه توګه ولېږدول شي او ناندرۍ دې پای ته ورسول شي. پینس همدا راز د ملي یووالي په حکومت کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار کړی دی او له ولسمشر غني یې غوښتي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره هر اړخیز تیاری ونیسي. ولسمشر غني هم په دې تلیفوني اړیکه کې په افغان حکومت کې پر اصلاحاتو ټینګار کړی دی. دواړو لورو همدا راز د امریکا د تګلارې په اړه هم بحثونه کړي دي. دوی ویلي چې دغه تګلاره مثبته ده او د سیمې پر امنیت او ثبات به مثبت اغېز ولري.

 

صلاح الدین رباني د بلخ په مسئله کې د امریکا د مداخلې هر کلی کړی دی

چهارشنبه, 27 جدی 1396 04:04

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د امریکا د مرستیال ولسمشر د خبرو هر کلی کړی دی. نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، چې د بلخ د مسئلې د حل لپاره د مایک پنیس د وړاندیز هر کلی کوم. دده په وینا د بلخ مسئله یوازې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کېدای شي او بله هېڅ حل لاره نه لري. صلاح الدین رباني ویلي، ددې ستونزې عملي حل دا دی، چې د شفافو ټاکنو لپاره زمینه برابره شي او سیاسي اصلاحات راوستل شي. صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند مشر دی، خو تر څنګ یې د ملي یووالي حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم دی. هغه له رسمي دندې سره سره بیا هم د حکومت د پرېکړو مخالفت کوي او د ولسمشر د پرېکړو ضد څرګندونې کوي.

 

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي

چهارشنبه, 27 جدی 1396 04:03

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي. د بهرنیو چارو وزارت وایي په دغه غونډه کې به په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کېږي. د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه پرون په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي دي. هغه زیاته کړې چې دغه غونډه د قزاقستان په نوښت تر سره کېږي او موخه یې هم د افغانستان د ستونزې حل کول دي. هغه د غونډې کره نېټه نه ده په ګوته کړې، خو یو شمېر نور راپورنه وايي چې دغه غونډه به څلور ورځې وروسته تر سره شي. تر ډېره به په دغه غونډه کې د افغانستان پر سوله، امنیت، سیمه ییزو همکاریو، اقتصاد او سولې پر پروسې خبرې وشي.

Popular News

نیکولسن وایي په راتلونکي کال کې به له افغان هوایي…
ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې…
د امریکا او قزاقستان ولسمشرانو د افغانستان د روان وضعیت…
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د امریکا…

خلک: دولتي ادارې د عامه ذهنيت د غولولو لپاره يو بست بيا بيا اعلانوي

چهارشنبه, 27 جدی 1396 03:49

په داسې حال کې چې وزګارتیا لا هم په هېواد کې د یوې جدي ننګونې په توګه پر خپل ځای پاتې ده، د حکومت د کمزوري مدیریت له کبله ګڼ دولتي بستونه تر یوه کال د ډېرې مودې لپاره خالي پاتې کېږي. د خلکو د ادعاوو له مخې په ځینو وزارتونو کې یو بست څو ځله اعلانېږي، له خلکو ازموينې اخيستل کېږي خو بستونه لا هم خالي پاتې دي او څوک نه پرې ګومارل کېږي.
دوی د بېلګې په توګه د کلیو او پراختیا وزارت يادوي چې د ولایتي ساحوي انجنيرانو بستونه يې څو ځله اعلان کړي، ګڼو کسانو خپل غوښتنلیکونه ور استولي او وروسته ازموینه هم ترې اخیستل شوې؛ خو له دې پرته چې کسان ورته وګومارل شي همدغه بستونه يې یو کال وروسته بیا اعلان ته سپارلي دي.
تازه د ښار جوړونې وزارت هم د انجنیرۍ برخې د سلګونو بستونو لپاره ازموینه اخیستې؛ خو ځينې کسان چې پخوا یې هم دغه ازموینه ورکړې وه ادعا کوي چې دا بستونه د دویم ځل لپاره اعلان شوي دي.
د محمد نعیم په نوم یو انجنير مسير ورځپاڼې ته وویل: «د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې ښار جوړونې وزارت د انجنیرانو بستونه اعلان کړل، ما او څو نورو ملګرو مې ازموینه ورکړه؛ خو یو هم بریالی نه شوو، اوس دا بستونه بیا اعلان شوي او بیا خلکو ازموینه ورکړه».
مسير ورځپاڼې ته ځينو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مالي، تفتیش او بشري منابعو په ریاستونو کې یو شمېر بستونه چې سلګونو کسانو يې د ډ‌کولو لپاره فورمې هم اخیستې، له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې تش دي او هېڅوک نه دي پرې ګومارل شوي.
د چارو شنونکی عبدالولي وهاب وایي، حکومت تر فشار لاندې دی او د دې لپاره چې عامه ذهنيت بدل کړي او وښيي چې هره ورځ نوي کاري فرصتونه رامنځ ته کوي؛ زاړه تش بستونه بیا بیا اعلانوي.
نوموړي مسير ورځپاڼې ته وویل: «ځینې شکایتونو موږ هم اورېدلي او خلک وايي، چې یو بست څو څو ځله اعلانېږي، حکومت د دې لپاره چې خلکو ته وښيي، چې نوي کاري فرصتونه رامنځته کوي دا کار کوي».
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون دغه ادعاوې ردوي او په وینا یې هره اداره د خپلې اړتیا وړ بستونو لپاره ازموینه اخلي او دوی یې څارنه کوي.
د دې ادارې ویاند فرید احمد مسير ورځپاڼې ته وویل، ځینې بستونه که لږ ځنډېږي دلیل یې دا دی چې له زرګونو کسانو ازموینه اخیستل شوې وي او د پايلو ارزول يې ډېر وخت اخلي.
د نوموړي په خبره په بېلا بېلو دولتي ادارو کې بستونه توپیر لري او که څوک د هر بست په اړه پوښتنه لري، دوی چمتو دي چې ځواب ورکړي.
له دې ټولو سره سره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی وايي، په تېر یوه کال کې په هېواد کې د وزګارتیا کچه شپږ سلنه را کمه شوې ده.

خلیلي: له وسلوالو طالبانو سره په غیر رسمي ډول اړیکه کې یو

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 13:05

د سولي عالي شورا وایي له طالبانو سره په غیر رسمي ډول په اړیکه کې یو. د سولې عالي شورا په ترکیې کې د سولې په تړاو جوړې شوې غونډې ته په غبرګون وايي، چې له وسله‌والو مخالفینو سره غیر رسمي اړیکې شته دي. د دغې شورا مشر محمد کریم خلیلي، چې نن یې د سولې اړوند مدني ټولنې، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي غونډې ته وینا کوله وویل، دغې شورا د سولې د نوې ستراتیژۍ پر بنسټ له وسله‌ والو مخالفینو سره د سولې مذاکراتو د پیلولو پر څرنګوالي کار پیل کړی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د افغانستان د ولسمشر دوه سلاکاران همایون جریر او عباس بصیر د وسله‌ والو طالبانو له پنځو استازو سره په ترکیې کې لیدنه کړې ده. ارګ وايي، چې دغه کسان د افغانستان له حکومت څخه استازیتوب نه کوي او د طالبانو ډلې هم د ترکیې په خبرو کې د خپلو استازو ګډون رد کړی دی. د سولې عالي شورا ټینګار کوي، چې د افغان حکومت او وسله‌ والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې باید د با صلاحیته پلاوو له خوا ترسره شي. د دغې شورا د دارالانشاء رئیس اکرم خپلواک وویل، چې د سولې عالي شورا له ډیرو هڅو سره سره تر اوسه دغه هدف ته نه ده رسیدلې.

 

مشرانو جرګه: ترکيه کې د ناستې په اړه ضد او نقيضو څرګندونو اندېښمن کړي یو

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 13:03

د مشرانو جرګې ځينې غړي د سولې له خبرو د هر ډول ملاتړ تر څنګ وايي چې د ترکيې د ناستې په اړه ضد او نقيضو څرګندونو اندېښنې پيدا کړې دي. ځينو سرچينو ويلي چې د افغان سولې په اړه څلور اړخيزه ناسته د ترکيې په استانبول کې د مرغومې په ٢٣مه پيل شوې او درې ورځې دوام لري. د دې ناستې د يوه ګډونوال په خبره، په دې ناسته کې د طالبانو د قطر دفتر، د طالبانو ملا رسول ډلې، سولې عالي شورا او اسلامي حزب استازي ګډون لري. خو د طالبانو او اسلامي حزب وياندويانو ويلي چې د دې ناستې ګډونوال د دوى استازولي نه کوي. حکومت هم ویلي چې په ترکیه کې د دوی په استازولۍ ګډون کوونکي د دوی استازولي نشي کولی. د مشرانو جرګې غړو بیا ویلي، له هر هغه اقدامه ملاتړ کوي چې په هېواد کې سوله راولي، افغان حکومت بايد تېرې تجربې په نظر کې ولري، څو له دې پروسې ناوړه ګټه وانه خيستل شي. د جرګې ځينو نورو غړو هم په خپلو خبرو کې دغه خبره تکرار کړه، خو وويل چې په دې اړه ضد و نقيضې څرګندونې د اندېښنې وړ دي.

 

حامد کرزی په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه هند ته تللی

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 08:13

پخوانی ولسمشر حامد کرزي د (Raisina Dialogue)په کنفرانس کې د ګډون په موخه هند ته رسېدلی دی. دغه تحقیقاتي کنفرانس هر کال د سیمې له هېوادونو څخه په یوه کې جوړېږي، چې د حکومتونو پخواني چارواکي په کې ګډون کوي. ټاکل شوې ده په دغه جوړېدونکي کنفرانس کې چې نن پلېږي او د روانې مېلادي میاشتې تر ۱۸ نېټې دوام کوي، پر امنیتي مسایلو، ټکنالوژۍ، جنډر او د نړۍ پر روانو حالتو بحث او خبرې وشي. پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې ددغه کنفرانس له اصلي ویناوالو څخه دی، نن سهار هند ته رسېدلی دی. د (Raisina Dialogue)کنفرانس تېر کال په قزاقستان کې جوړ شوی و.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App