د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۱ سلنه ډېروالی راغلی دی

د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۱ سلنه ډېروالی راغلی دی Featured

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي د ۲۰۱۶ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونه ۲۱ سلنه زیات شوي وو. په افغانستان کې د ناټو یوه ویاند نیکولاس پلنتي په یوه خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د تېر او وړم کال د هوايي بریدونه شمیرې خپرې کړې دي. دده په وینا افغان ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې ۲۰۵۱ هوايي بریدونه کړي دي. ده دا معلومات نه دي ورکړي چې دغه بریدونه دقیقا یا تر ډېره د افغانستان په کومو سیمو کې شوي دي. د امریکا د دفاع ځانګړی مفتش هم وايي چې افغان ځواکونو په ۲۰۱۶ کال ۱۶۸۹ هوايي بریدونه کړي وو. که د تېرکال شمېرې له وړم کال سره پرتله شي، شاوخوا ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي. د ناټو ویاند په دغو بریدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

 

Read 42 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App