امریکا افغانستان ته زر کسه پوځي سلاکاران او لا ډېر تجهیزات را لېږي

امریکا افغانستان ته زر کسه پوځي سلاکاران او لا ډېر تجهیزات را لېږي Featured

د یوه راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ پر بنسټ به سیمې ته د امریکايي پوځیانو او پوځي تجهیزاتو لېږل د راتلونکې فبرورۍ میاشتې له لومړیو پیل شي. د واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د راپور له مخې افغانستان ته به ۱۰۰۰ تنه اضافي پوځي سلاکاران واستول شي او د دې ترڅنګ به بې پېلوټه الوتکې او درنې وسلې هم په افغانستان کې تر راتلونکي پسرلي وړاندې د امریکا د پوځي پلان د یوې برخې په توګه ولېږل شي. وال ستریټ ژورنال بیا لیکي، بې پېلوټه الوتکې، نقلیه وسایط، زغرګاډي، هیلي کوپترونه او توپونه په هغو وسایلو کې شامل دي چې ټاکل شوې ده د اوبو له لارې افغانستان ته یووړل شي. ورځپاڼه همداراز وايي، د فورټ بینینګ د لوا پوځي–امنیتي غړي هم کېدای شي چې تر فبرورۍ پورې افغانستان ته واستول شي چې له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د جنګي سلاکارانو په توګه خدمت وکړي.

 

Read 32 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App