په اچين کې د ناټو ځواکونو او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې

په اچين کې د ناټو ځواکونو او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې

راپورونه وايي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو او سیمه يیز پاڅونوالو ترمنځ نښته او ورپسې شوې بمبارۍ کې اته پاڅونوال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. په کابل کې د ناټو ځواکونو په اچين کې نښته تاييد کړې او وايي د دوى غاړې ته یو امریکايي سرتېرى برسېره ټپي شوی، خو دا چې د نښتې بل لورى څوک و په دې اړه یې څه نه دي ويلي. د ننګرهار رسنيز دفتر بیا لیکلي، پېښه د غرمې دوولس بجې په ياده سيمه کې شوې او ځايي پاڅونوالو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د لفظي شخړې وروسته ډزې شوې دي. د اچين ولسوال اسماعيل شينواري ويلي، دوی له پېښې خبر شوي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي ورته معلومې. په اچین کې دسیمه يیزو پولیسو یو قوماندان بلال پاچا وايي په پېښه کې اته تنه وژل شوي دي. اخوا طالبان ادعا کوي چې برید د دوی د ارتباطي کسانو لخوا شوی چې په سیمه ييزو پولیسو کې ځای په ځای شوي وو.

 

Read 31 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App