په غور کې چاودنې د يوې کورنۍ ٨ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په غور کې چاودنې د يوې کورنۍ ٨ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د غور ولايت د مرکز اړونده په يوه کور کې د چاودنې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غور ولايت دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر ضياء الدين ثاقب ويلي چې داپېښه نن غرمه مهال د ولايت د مرکز فيروز کوه ښار په يوه څنډه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، يوتن چې ښايي ځانمرګى بريدګر به وي او د بريد لپاره يې تيارى نيولو، خو په کور کې يې توکو چاودنه کړې ده. هغه وايي، په دې چاودنه کې د ياد تن په ګډون دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. خو د امنيت امر وايي، دا نه ده معلومه چې د بريدګر د بريد موخه کوم ځاى و او ياده مرګ ژوبله ټوله ديوې کورنۍ غړو ته اوښتې ده. د غور د ولايتي روغتون رييس جمعه ګل يعقوبي ويلي، په دې چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى، درې مېرمنې او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

 

Read 30 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App