د پاکستان ددفاع وزیر: موږ د افغانستان ددایمي سولې او ثبات غوښتونکي یو

د پاکستان ددفاع وزیر: موږ د افغانستان ددایمي سولې او ثبات غوښتونکي یو

د پاکستان ددفاع وزیر وايي، دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي. د پاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکی دی او په دې برخه کې هر ډول مرستو او همکاریو ته تیار دی. د خرم دستګیر په خبره د یوه باثباته افغانستان د جوړېدو لپاره د امریکا او پاکستان موخې یو شان دي نو ښه به وي چې دواړه هېوادونه په دې برخه کې همکاري سره وکړي. خرم دستګیر زیاته کړې چې د پاکستان له مرستې پرته امریکا په افغانستان کې بریا ته نه شي رسېدلی نو ښه ده چې پر دې مسئله شته ستونزې هوارې کړل شي.

 

Read 42 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App