امریکايي ځواکونه د ملي اردو اډو ته برېښنا برابروي

امریکايي ځواکونه د ملي اردو اډو ته برېښنا برابروي Featured

د امریکا پوځ وايي، په افغانستان کې يې۵۰۰ ملیون ډالره د برېښنا پر پروژو لګولي چې عام افغانان او د افغانستان ملي اردو ترې کار اخلي. د امریکا د انجنیرانو د قول اردو قوماندان ډګرجنرال ټاډ ټي سیمونایټ ویلي چې دوی د بېلابېلو ولایتونو او پوځي اډو لپاره برېښنا برابروي. ده همداراز وویل د ۳۰۰ ملیون ډالرو په لګښت پر بېلابېلو پروژو کار کوي چې ۸۰ پوځي اډو ته به برېښنا برابره کړي. د جنرال په خبره، د افغان ملي اردو اډو ته د برېښنا برابرول په راتلونکو کلونو کې د دوی د پروژو یوه برخه ده. دده په خبره له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه د افغانستان پروان، کاپیسا، وردک، غزني، پکتیا، پکتیکا، هلمند، اروزګان او کندهار ولایتونو ته د برېښنا رسول هم د امریکا د پوځ د انجنیري قول اردو د فعالیت یوه برخه ده.

 

Read 43 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App