امریکا: پاکستان دې د هغو ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي، چې افغانستان کې بریدونه کوي

امریکا: پاکستان دې د هغو ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي، چې افغانستان کې بریدونه کوي

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ایل ووټل د پاکستان د ځمکني پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه ته ویلي، پاکستان دې د هغو ترهګرو پرضد عملیات وکړي چې افغانستان کې د بریدونو لپاره د پاکستان خاوره کاروي. امریکا پر پاکستان نیوکه کوي او وايي خاوره کې یې داسې وسله وال پټنځي لري چې افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي. جوزف ایل ووټل هم دې ته په اشارې ویلي، چې امریکا کې د دې فکر له امله د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پر کړنو سیوری غوړېدلی دی. د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا د ولسمشر په ټویټ پسې د دواړو هېوادونو د اړیکو له خرابېدو وروسته یوه اونۍ کې له قمر جاوید باجوه سره د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر او یوه امریکايي سناتور ټلیفوني خبرې کړې دي. ووټل ویلي چې امریکا په پاکستان کې یو اړخیز عملیات نه کوي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز په ځواب کې ویلي، چې د امریکا له مرستو پرته هم پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره د ترهګرۍ ضد هڅې کوي.

 

Read 24 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App