ولسمشر او اجرائیه رئیس د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې بریا ستایلې ده

ولسمشر او اجرائیه رئیس د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې بریا ستایلې ده

د ولسمشر او اجرائيه رييس په ګډون ګڼ شمېر چارواکو په نړيوال جام کې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د بريا ستاينه وکړه. د کرکټ ملي ١٩ کلنې لوبډلې په نيوزيلنډ کې د پيل شوي نړيوال جام سياليو په خپلې لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ستره ماتې ورکړه. پاکستان افغانستان ته د ١٨٩ منډو هدف ورکړى و چې افغان لوبډلې د دروېش رسولې د ٧٦ منډو په مرسته دغه هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله. ولسمشر اشرف غني او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله پر دې تاريخي بريا ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه ملي ١٩ کلنې لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده. هغوی هيله څرګنده کړې چې ملي ١٩ کلنه لوبډله په نورو لوبو کې هم خپله وړتيا وښيي.

 

Read 23 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App