ایران کې افغان سفیر:  افغانستان کې ثبات د ګاونډيو هېوادونو لپاره هم مهم دی

ایران کې افغان سفیر: افغانستان کې ثبات د ګاونډيو هېوادونو لپاره هم مهم دی

په ايران کې افغان سفير وايي چې ګاونډي او سيمه ييز هېوادونه بايد په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره په چلند کې توپير ونه کړي؛ ځکه چې ترهګر ښه او بد نه لري. دا موضوع نصيراحمد نور په تهران کې له ايراني رسنيو سره مطرح کړې ده. هغه څرګنده کړې چې د افغانستان امنيت او پراختيا نه يوازې چې د دغه هېواد، بلکې د اړوندو، ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو لپاره هم مهم دي. هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې د سيمې پر ځينو هېوادونو د نيوکې تر څنګ وايي چې ترهګري ښه او بد نه لري، دا هېوادونه بايد د دې ډلو د ګډ خطر په درک سره له افغان دولت سره د تعامل له لارې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي. نور وويل چې هېوادونو دا درک کړې ده، هغه ډلې چې په افغانستان کې هره ورځ چاودنې او ځانمرګي بريدونه او وژنې ترسره کوي، تر دغه هېواد پورې محدودې نه دي، بلکې له افغانستان نه بهر او زموږ د ګاونډيانو پر وړاندې فعاليت يې هم موخه ده؛ ځکه خو دا ګډ خطر دى، او ټول یې باید پر وړاندې عملاً پر مبارزه لاس پورې کړي.

 

Read 24 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App