پژواک خبري اژانس: په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې تر ۲۵۰۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پژواک خبري اژانس: په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې تر ۲۵۰۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده Featured

په افغانستان کې تېر ميلادي کال د بېلابېلو بريدونو له امله په منځنۍ کچه هره ورځ ٦٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې نږدې درېيمه برخه په مې، جولاى او اګسټ میاشتو کې ده.
دا خبره پژواک خبري اژانس په خپل تازه څېړنيز رپوټ کې کړې ده.
په رپوټ کې ويل شوي، د پژواک خبري اژانس ورځني خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ جوړ شوي، ښيي چې په ٢٠١٧ ميلادي کال کې په ٢٠٥٠ بېلابېلو بريدونو کې ١٤٦٠٠ کسان وژل شوي او ١٠٢٧٧ نور ټپيان دي.
د یادې مرګ ژوبلې له هرو ٢٥ کسانو، ١٤ ته په مخامخ نښتو، څلورو ته په هوايي بريدونو، دريو ته په ځانمرګو بريدونو او دوو، دوو ته په هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادو مخامخ نښتو تر ټولو ډېرې د دولتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو (طالبانو او داعش ډلې) تر منځ شوې، خو تېر کال په ځينو سيمو کې د طالبانو او داعشيانو تر منځ هم نښتې شوې دي.
د پوځي چارو شنونکي جنرال زلمي وردګ پژواک خبري اژانس ته ويلي، د مخامخ نښتو مرګ ژوبله ځکه لوړه ده چې د نورو بريدونو په پرتله مخامخ نښتې ډېرې دي.
هغه زياته کړې: «معمولاً په مخامخ نښتو کې مرګ ژوبله ځکه لوړه وي چې مخالفې ډلې مخامخ په جګړه کې ښکېلې وي او د يو بل پر وړاندې له هر ډول درنو او سپکو وسلو کار اخلي».
ده ويلي، له دې وروسته د هوايي او ځانمرګو بريدونو مرګ ژوبله ځکه لوړه ده چې له يوې خوا دغه بريدونه درانه وي او له بلې خوا په دې ډول بريدونو کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په خبره، د هدفي وژنو او د سړک غاړې او مقناطيسي ماينونو د چاودنو مرګ ژوبله ځکه کمه وي چې په دې ډول بريدونو کې يو او يا ډېر کم کسان هدف وي.
تر ټولو ډېر ٣٤٧ بريدونه په ننګرهار، ١٨٤ په فارياب، ١٦٨ په هلمند، ١٤٠ په کندهار، ١٠٤ په غزني، سل په فراه، ٩٦ په ارزګان، ٨٣ په لوګر، ٧٧ په جوزجان، ٧٢ په پکتيکا او ٦٣ په پلازمېنې کابل او پاتې (٦١٦ بريدونه) په نورو ٢٢ ولايتونوکې شوي دي.
د يادونې ده چې په دغو ٢٢ ولايتونو کې ټر ټولو لږ (يو) بريد په پنجشېر او دوه بريدونه په باميانو کې شوي خو پژواک تېر کال له دايکنډي ولايت څخه د بريد او مرګ ژوبلې راپور نه دى ترلاسه کړى.
د پوځي چارو شنونکي جنرال زلمي وردګ ويلي، تېر کال په ننګرهار کې ځکه بريدونه ډېر وو چې د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې هم د دولت پر ضد فعاليت درلود.
د ده په اند، په ننګرهار او دغه راز هلمند کې د بريدونو د ډېروالي يو لامل دا هم دى چې دغه دواړه ولايتونه له پاکستان سره پر پوله پراته دي او د دولت وسله وال مخالفين په اسانۍ کولاى شي له پاکستان څخه خپل اکمالات وکړي.
د ده په اند، په هلمند او ننګرهار کې د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق هم هلته د جګړو او نا امنيو په ډېروالي کې رول لري.
هغه ويلي، په فارياب کې ځکه جګړې ډېرې وې چې دغه ولايت د هېواد په شمال کې د دولت وسله والو مخالفينو ته ځانګړى اهميت لري؛ ځکه چې له دې لارې د شمال نورو ولايتونو ته هم نفوذ کولای شي.
هغه ويلي، په فارياب کې د وسله والو طالبانو تر څنګ په وروستيو مياشتو کې د داعش ډلې د فعاليت پيلېدل هم هلته د جګړې د ډېرالي لامل دى.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش هم ويلي، له پاکستان سره پر پوله د ننګرهار او هلمند موقعيت، په دغو ولايتونو کې د نشه يي توکو شتون د دې لامل دي چې هلته د وسله والو مخالفينو خوځښتونه ډېر وي او دولت يې پر وړاندې پوځي عمليات ترسره کړي.
مرګ ژوبله
د راپورونو له مخې، تېر کال تر ټولو ډېر بريدونه (١٥) د نوامبر په ١١مه ترسره شوي خو تر ټولو ډېرو کسانو (٥٦٩ تنو ته) د جون په ٢٦مه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه دي خپرې کړې چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.
تېر کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولايتونو کې او تر ټولو لږه په پنجشېر، باميان، سمنګان او بادغيس ولايتونو کې اوښتې ده.
تر ٢٠١٧ کال مخکې کلونو کې د جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دى څرګند، خو په تېرو کلونو کې به هم د هوا په سړېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله کمېده.
د پژواک خبري اژانس په مياشتنيو راپورونو کې ښودل شوې چې تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.
د پوځي چارو شنونکي زلمي وردګ ويلي، د ژمي په موسم کې په هغو ولايتونو کې چې هوا يې ډېره سړه وي، د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ځکه کمېږي چې د ونو پاڼې تويېږي او دوی ځانونه نه شي پټولاى.
ده زياته کړې: «معمولاً دغه کسان يا هم د هېواد ګرمو سيمو لکه کندهار، هلمند، فراه او يا نورو ولايتونو ته ځي او يا هم د راتلونکي کال د اکمالاتو په موخه له پولې ها خوا پاکستان ته اوړي».
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش ويلي، په ژمي کې ځکه د دښمن تحرکات کم وي چې امکانات يې کمېږي او د مرګ ژوبلې کچه يې لوړېږي؛ خو وايي چې دا مهال د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دولتي ځواکونو عمليات په لسو ولايتونو کې دوام لري.

Read 271 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App