نور: لا هم د بلخ والي یم او لا مې هم امضا چلېږي

نور: لا هم د بلخ والي یم او لا مې هم امضا چلېږي Featured

د بلخ لرې کړل شوي والي او د جمعیت ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور د ملي یووالي حکومت ته د خپلو ګواښونو پر دوام ویلي، لا مې هم امضا چلیږي او لا هم د بلخ والي یم. هغه چې نن یې په بلخ کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل د محلي ارګانونو ادارې واوره؛ تاته وایم، زه اوس هم د بلخ والي یم، امضا مې چلېږي او ته حق نه لرې چې خوله چوله کړې. نوموړي وړاندې وویل ما مه اړباسئ چې پر خپل لاس د حیرتان بندر عواید له یوه سره د بلخ پر مامورینو وویشم. دا په داسې حال کې ده چې د ارګ او جمعیت تر منځ خبرې هم بې پایلې پای ته رسېدلې دي، خو یوې سرچینې بیا ویلي وو چې د ارګ او جمعیت ګوند تر منځ هیڅ راز خبرې نه دي شوي او سپیدار ماڼۍ جمعیت ګوند سره د ارګ د خبرو مخالفت کوي.

 

Read 36 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App