سرچینې: د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پلاوی افغانستان ته راغلی دی

سرچینې: د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پلاوی افغانستان ته راغلی دی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې نیکي هیلي په ګډون د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازي افغانستان ته راغلي دي. د ملي یووالي حکومت یوې باوري سرچینې وویل دغه لوړ پوړي چارواکي به د ملي یووالي د حکومت له مشرانو او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له مشرانو سره لیدنه وکړي. ویل کېږي د ملګرو ملتونو دا پلاوی به د افغانستان حالت وارزوي. کېدای شي چې د افغانستان د امنیت مسله هم د دوی د خبرو او کتنو یوه مهمه برخه وي. تر اوسه د دغه سفر جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د افغانستان د پارلمان ځینو سرچینو وویل، امکان لري دا پلاوی افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه هم ارزونه وکړي او د پاکستان پرضد د پرېکړه لیک چمتو کولو په اړه غور وکړي.

 

Read 35 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App