افغانستان

Latest News

نیکي هیلي: د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره خورا مهم دی

دوشنبه, 25 جدی 1396 09:12

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ترکیب کې یې افغانستان ته سفر کړی و، ویلي د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او امنیت شورا ددغه هېواد د ثبات په اړه د همکاریو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی. نوموړې ویلي امریکا له افغانانو سره له نږدې کار کوي او غواړي په واقعي توګه په افغانستان کې مثبت تغیرات وویني. د استازې په وینا امریکا غواړي په افغانستان کې رښتیني اصلاحات او پرمختګونه وویني څو په دې توګه د خپلو مرستو له اړخه ډاډمن شي. نیکي هیلي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلي دي او له دغو ځواکونو یې پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی دی.

 

هرات کې یو چارواکی ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی

دوشنبه, 25 جدی 1396 09:11

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي چې ایران ته د جاسوسۍ په تور یې د دې ولایت یو لوړپوړی چارواکی نیولی دی. د یاد ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې یاد کس یې د کره معلوماتو پر بنسټ نیولی او د لا ډیرو څیړنو په موخه یې کابل ته لیږدولی دی. نیول شوي کس وړاندې په هرات ولایت کې په لوړو پوسټونو کار کړی دی. وړاندې تر دې هم په دې ولایت کې ورته قضیې را منځته شوې چې مجرمین یې د یاد ولایت څارنوالۍ لخوا د قضیو تر څیړلو وروسته پر بند محکوم شوي دي.

 

غني: راغلي پلاوي سره مو پر پاکستان د فشار زیاتولو خبره هم مطرح کړه

دوشنبه, 25 جدی 1396 09:10

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي سره په ارګ کې وکتل. له ارګه په را لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت، سیمه ییزې همکارۍ، له ترهګرۍ، اداري فساد او نشه يي توکو قاچاق سره په مبارزه، د سولې د پر بهیر چټکولو، د ټاکنو لپاره پر تیاري، د حکومتولۍ پر اصلاحاتو، د نظام په پیاوړتیا، د ښځو په رول، په افغانستان په تېره امنیتي او پرمختیايي برخو کې د ملګرو ملتونو پر رول او وروستیو درې کلونو پر پرمختګونو خبرې وکړې. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازي نږدې اوه کاله وروسته افغانستان ته راغلي دي. د بیانیه کې راغلي چې د ولسمشر غني او امنیت شورا غړو خپلمنځي لیدنه کې پر سیمه ییزه همکارۍ او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره پر پاکستان د فشار زیاتولو خبره هم وشوه.

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغان حکومت سره د همکاریو ژمنه کړې ده

دوشنبه, 25 جدی 1396 05:39

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له افغان حکومت سره پر بېلو مسایلو خبرې کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي، چې تېره ورځ کابل ته راغلی و، له ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي. دواړو لور په سیمه او افغانستان کې پر روانو حالتو بحث او خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو پلاوي په دې لیدنه کې ویلي، دوی ددې لپاره افغانستان ته راغلي، چې په افغانستان کې هر څه له نږدې وڅاري او له هغه وروسته د ملګرو ملتونو په سازمان کې مطرح کړي. ولسمشر غني هم په دغه لیدنه کې ویلي، چې افغان حکومت پر بین الافغاني خبرو ټینګار کوي او د پاکستان له حکومت سره هم د خبرو او مذاکراتو پلوی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم ویلي، چې د اصلاحاتو او سولې پروسه دې ګړندۍ کړل شي او د جګړو د ختمولو لپاره دې عملي هڅې وشي. پلاوي ژمنه کړې چې له بېرته تګ وروسته به د افغانستان ستونزې په ملګرو ملتونو کې شریکوي او له دغه هېواد سره به د امنیت، سولې او پراختیا په برخه کې د مرستو په ډېرولو ټینګار کوي.

 

Popular News

نیکولسن وایي په راتلونکي کال کې به له افغان هوایي…
ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې…
د امریکا او قزاقستان ولسمشرانو د افغانستان د روان وضعیت…
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د امریکا…

کرزی: امریکا باید د افغانستان مشروع بنسټونو ته پوره درناوی وکړي

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:22

د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان مشروع بنسټونو، قانون، رسوم او عنعناتو او په خاصه توګه لویې جرګې ته چې د افغانستان د خلکو د ذهنیتونو او افکارو ګډه هینداره ده او کولی شي په افغانستان کې د امریکا اوږد مهالي حضور ته هم مشروعیت ور وبخښي، په کلکه درناوی وکړي. دا خبرې پخواني ولسمشر حامد کرزي په ویانا دیپلوماتیک اکاډمۍ کې د وینا پر مهال وکړې. حامد کرزي زیاته کړه د متحده ایالاتو حضور په افغانستان کې باید د سولې او امنیت د راوستو لپاره وي نه په افغانستان او سیمه کې د کرکېچ او بې ثباتۍ د زیاتوالي لپاره. افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستو او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې امریکا باید د سیمې د هېوادونو اعتماد تر لاسه او له دوی سره صادقانه او نږدي همکاري وکړي. پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اروپایي او امنیتي پالیسۍ لپاره د اتریش انستیتیوت په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

 

اڅکزی: په پښتونخوا کې څوک د افغانانو د اوسېدو مخه نه شي نیولی

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:21

پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزی وايي، هیڅوک به پرېنږدي چې افغان کډوال له خپلې خاورې په زور وباسي یا یې وځوروي. اڅکزي ویلي، خیبرپښتونخوا د افغانانو خاوره ده او دوی پکې له ډار او تشویش پرته اوسېدای شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړې، که افغانان د پاکستان په نورو سیمو کې ځورول کېږي، پکار ده چې پښتونخوا ته راشي، دلته هیڅوک ورڅخه د مهاجرکارت غوښتنه نه شي کولی، ځکه چې دا سیمه د دوی خپله ده. اڅکزي ویلي، کابل او اسلام اباد باید پر تورخم لارې د تګ راتګ ستونزه په ډېر احتیاط حل کړي، کنه دوی به دا مسئله په دوو اوونیو کې امریکا او چین ته ارجاع کړي چې حل یې کړي. له بلې خوا راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو په وروستیو ورځو کې په پنجاب ایالت کې نژدې ۱۰۰۰ تنه افغانان نیولي دي. پاکستاني رسنیو وویل د پنجاب پولیسو ۹۳۵ افغان کډوال د دې ایالت په ملتان، بهاولپور، ګوجرانوالا، فیصل اباد او راولپنډۍ کې د غیرقانوني هستوګنې په تور نیولي دي.

 

په پکتیا کې د دوو قومونو ترمنځ ۲۷ کلنه شخړه ختمه شوه

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:20

د پکتيا په ډنډپټان سرحدي ولسوالۍ کې د منګلو او خروټو تر منځ ٢٤ کلنه شخړه په سوله ييز ډول حل شوه. د يادو قبيلو تر منځ دا شخړه د ځمکې، اوبو او غرونو په سر وه او په دې اوږده موده شخړه کې دواړو خواوو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې وه او يو پر بل يې لارې تړلې وې. دا شخړه د پکتيا د بېلابېلو قبيلو د مخورو په هڅو د جرګو له لارې حل او لارې يې بېرته پرانيستل شوې. د دې ولايت قومي مشر جنت خان منګل وايي چې په ياده شخړه کې دواړو خواوو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي و او د دواړو قبيلو د اوسېدونکو ژوند يې تريخ کړی و. هغه له نورو هغو قبيلو چې ورته خپلمنځۍ ستونزې لري، غوښتنه وکړه چې خپلې ستونزې د حل په موخه قومي مشرانو ته وړاندې او له لارې ورته بدبختۍ پاى ته ورسوي. د دواړو ښکېلو قبيلو اوسېدونکي او ځوانان هم په شوې پرېکړه خوښ دي او وايي چې نه غواړي نور يې ژوند د جګړې په تياره او تباهۍ کې تېر شي.

ګوښه شوي والي د حيرتان بندر عوايدو ته سترګې پټې کړې دي

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:05


د بلخ ګوښه شوي والي، عطامحمد نور، د ګوتڅنډنو په لړ کې دا ځل ويلي، حکومت دې دی نه مجبوروي چې حيرتان بندر تر ولکې لاندې راولي.
د نور دا ګوتڅنډنه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د هغه امر په غبرګون کې ده، چې ويلي يې دي د بلخ د والي په توګه د عطامحمد نور لاسليک تر دې وروسته د اعتبار وړ نه دی.
نور وويل، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره په داسې موقف کې نه ده چې په لویو سياسي مسايلو کې د نظر څرګندولو جوګه وي. دی وايي، د بلخ والي و، والي دی او والي به وي.
ګوښه شوی والي، چې د لاسليک بې اعتباره اعلانېدل يې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې تر خولې لويه مړۍ بولي وايي: «اجازه نه ورکوم چې سيمه ييز ارګانونه زما په اړه خبرې وکړي چې د بلخ د والي لاسليک اعتبار نه لري. زه والي وم، والي يم او تر هغه چې يوې هوکړې ته رسېږو د والي په توګه دندې ته دوام ورکوم. د بلخ په ټولو ادارو کې زما امر نافذ دی او هېڅوک يې د پلي کېدو مخنيوی نه شي کولی».
عطامحمد نور يوازې په دې ګوتڅنډنې بسنه ونه کړه، بلکې ګواښ يې وکړ چې که حکومت يې د بلخ له ولايته په زور د لرې کولو هڅه وکړي، دی به د حيرتانو بندر پر عوايدو ولکه ټينګه کړي او د خپلو مامورینو معاشونه به له همدې عوايدو ورکړي.
نور وويل، دا کار به يې حکومت پر خپلې پرېکړې پښېمانه کړي:
«ويل يې چې معاشونه د بلخ د والي په لاسليک نه اجرا کوو. دا تېروتنه مه کوئ، زه والي يم او لاسليک مې په ټولو ادارو کې چليږي. خو که مو ډېرمجبور کړم، د حيرتانو بندر به، چې سلګونه ميليونه ډالره عوايد لري او عوايد يې د حکومت حساب ته لوېږي، وتړم او هغه وخت به معاشونه نېغ په نېغه اجرا کوم. هغه وخت به ډېر پښېمانه شی او وضعيت به لا ډېر خراب شي».
د بلخ د ګوښه شوي والي بله ګوتڅنډنه دا وه چې که يې لاسليک په رښتيا هم بې اعتباره شي نو بيا دې د کابينې هر وزير «نر شي» او په بلخ کې دې خپل امر وچلوي.
عطامحمد نور د ګيلو، ګوتڅنډنو او کنايو په لړ کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوي ته هم، چې اوسمهال په کابل دی، له ګواښونو ډک پيغامونه واستول.
نور وويل، د حکومت له څو استازو سره د امنيت شورا د پلاوي کتنه د ټولنې واقعيتونه نه منعکسوي، ځکه د ده په وينا چې هغوی به هڅه وکړي چې امنيت شورا ته د خپلو ادارو او پروګرامونو ښه بيان کړي.
ده پر ملګرو ملتونو له دې کبله نيوکه وکړه چې د ملي يووالي حکومت د هوکړې پر نه پلي کېدو يې چوپتيا غوره کړې ده.
ګوښه شوي والي وويل:
«زموږ هېواد د ملګرو ملتونو غړی دی. خلک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو حضور ته د باور په سترګه ګوري. سره له دې چې تاسو د ملي يووالي حکومت د هوکړه ليک په پلي کولو کې پاتې راغلي یی. د افغانستان شرایط درک کړئ او مثبت تغير راولئ. له دې پرته هېواد له کړکېچ سره مخ کېدونکی دی».
ده حکومت او ملګرو ملتونو ته په ګوتڅنډنې سره وويل، افغان حکومت او نړيوال دوستان بايد پوه شي چې دی (ګوښه شوی والي) له هر باد سره نه لړزيږي او له خپلو خبرو هم نه تېرېږي.
عطامحمد نور نږدې څلور مياشتې وړاندې خپله استعفا ولسمشر ته سپارلې وه، چې ولسمشر نږدې يوه مياشت وړاندې ومنله او انجنير داود د بلخ د نوي والي په توګه وټاکل شو.

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App