افغانستان

Latest News

ابراهیمي: پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په سر کې ولاړ دی

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 05:09

د ولسي جرګې ځينو غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوي له سفر څخه هر کلی وکړ او وايي چې ددغه پلاوي سفر ددې ښودنه کوي چې افغانستان لا هم د نړيوالې ټولنې د پاملرنې مرکز دی. د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي چې له ياد شوي پلاوي سره یې ليدلي وويل له دغه پلاوي سره پر ګڼو مسایلو خبرې شوې دي. د نوموړي په وينا، له ترهګرۍ څخه ملاتړي هېوادونه معلوم دي او پاکستان ددغو هېوادونو په سر کې ځای لري. هغه زياته کړه چې پاکستان تل له افغانانو قرباني اخيستې ده، د ترهګرۍ لپاره يې خوندي ځای برابر کړی او له خپلو اږدو پولو څخه په ګټې اخيستنې سره چې له افغانستان سره يې لري، مخالفين افغانستان ته را دننه کوي. د ولسي جرګې رييس زياته کړه چې افغان ځواکونه د نړيوالې ټولنې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې له مخې، له تېرې کابو يوې نيمې لسيزې راهيسې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، خو نړيواله ټولنه لا هم په افغانستان کې د امنيتي کړکېچ د کابو کولو اومديرت لپاره ښکېله پاتې شوې ده.

 

د پاکستان ددفاع وزیر: د افغانستان حکومت، خپلواکۍ او ارضي تمامیت ته درناوی لرو

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 05:06

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر ددغه هېواد استازو ته د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د امن او ثبات غوښتونکي دي. دده په وینا پاکستان د افغانستان بشپړې خپلواکۍ، حکومت او ارضي تمامیت ته احترام لري او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی. خرم دستګیر ویلي، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینی دی او په همدې لاره کې یې د پاکستان په شمال کې د ترهګرو د ځپلو پر مهال ډېر تلفات لیدلي دي. نوموړي زیاته کړې امریکا په ۱۶ کلنه جګړه کې په دې بریالۍ نه شوه، چې په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړي او اوس هڅه کوي د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان واچوي. هغه ویلي پاکستان لا هم له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. خرم دستګیر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي افغانستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد په اړه خبرې کړې دي. افغان لوري له دوی غوښتي چې پر پاکستان فشارونه ډېر شي.

 

د امنيت شورا له پلاوي پر پاکستان د فشارونو د ډېرېدو غوښتنه شوې ده

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 04:54

حکومت وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راغلی پلاوی له یو لړ اسنادو او شواهدو سره بېرته امریکا ته لاړ.
چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته‌ د ترهګرو د پټنځایونو په اړه بشپړ معلومات او شواهد وړاندې شوي او پلاوي هم ژمنه کړې چې د افغانستان قضيې ته به دوامداره پاملرنه کوي.
د ملي يووالي حکومت اجرائیه رييس عبدالله عبدالله، چې پرون يې د ملګرو ملتونو د مرستو د څلور کلن پلان په اړه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د امنیت شورا پلاوی پرون له یو لړ اسنادو او شواهدو سره بېرته امریکا ته روان شو.
عبدالله وويل:
«موږ هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپلو توقعاتو ټینګار کړی... هغوی هم ژمنې وکړې چې د افغانستان قضیې ته به دوامداره پام کوي».
عبدالله وویل، څوک چې د ترهګرو ملاتړ کوي له خپلو خلکو او ان ټول بشریت سره ظلم کوي.
ده، که څه هم په ښکاره د کوم هېواد نوم وانخیست، خو له دې وړاندې افغان او امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې پاکستان وسله‎ والو طالبانو ته خوندي پټنځایونه برابر کړي او له هغه ځایه په افغانستان کې بريدونه طرحه کېږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان د سفیر او د یاد سازمان د امنیت شورا د دوره ‎یي ريیس خیریت عمروف په مشرۍ د شنبې په ورځ کابل ته راغلی و.
د امنيت شورا د پلاوي مشر کابل ته د سفر له پیل وړاندې په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي وو، افغانستان ته د دې لپاره سفر کوي چې غواړي د افغانانو هیلې او غوښتنې له نږدې واوري.
د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي نږدې ۷ کاله وروسته افغانستان ته سفر کړی و.
افغانستان ته د امنیت شورا د پلاوي سفر په داسې حال کې دی چې پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له کبله فشارونه اوج ته رسېدلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پلاوي د سفر په تړاو خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي، د امنیت شورا او افغان چارواکو په ګډه ناسته کې ولسمشر غني په افغانستان کې د ترهګريزو ډلو فعالیتونو ته اشاره وکړه او د امنیت شورا له غړو سره‌ يې له افغانستانه بهر د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د تحرک، فعالیتونو، روزنې او تمویل په اړه بېلګې او شواهد شریک کړل.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په دې لیدنه کې ټینګار وشو چې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په خاطر دې پر پاکستان فشارونه زیات شي.
سرچينه زياتوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه ویلي چې د اړیکو د ښه‌ والي لپاره هڅې شوې، خو پاکستان تل له سیمه‎‎ ییزې همکارۍ ډډه کړې ده.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیت شورا غړو په خپلو خبرو کې افغان لوري ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او ژمنه ‌يې کړې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې به مرسته وکړي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون ازادي راډيو ته ویلي، پر پاکستان د امریکا وروستیو فشارونو ته په کتو فکر کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به له افغان حکومت سره کړې ژمنې عملي کړي.
نوموړې ويلي:
«اوس دا هیله ‌مندي موجوده ده چې امریکا پر پاکستان فشارونه ډېر کړي او په دې کې جدي ښکاري، نو که دا فشارونه رښتیني وي او بالاخره پاکستان مجبور کړي چې سولې ته غاړه کېږدي او د افغانستان د سولې په راوستلو کې همکاري وکړي او خپل دوه مخي سیاست ته د پای ټکی کېږدي، نو زه فکر کوم چې د دې پلاوي راتګ او چارواکو سره کتل او د افغانستان مسئلې ته دومره اهمیت ورکول به مثبته نتیجه ولري».
د ولسي جرګې ځينې نور غړي هم افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي سفر ګټور بولي او وايي چې دغه سفر به پر پاکستان فشارونه لا ډېر کړي.

د افغانستان – چين د اړيکو لپاره د چين د نوي سفير ليدلوری

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 04:48

د جنورۍ په ۱۴ مه، په افغانستان کې د چین نوي سفیر ښاغلي لیو جین سونگ، یوه کتبي مرکه وکړه. سفير په مرکه کې وویل چې افغانستان ته له نږدې پراته د چين له شينجيانګ څخه راغلی دی، د افغانستان په دودونو او عنعناتو پوهېږي او هغو ته درناوی او احترام لري. ده وويل، غواړي چې د چین او افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره ډېرې هڅې وکړې.
سفیر په مرکه کې وويل: کابل ته د اریانا افغان هوایي شرکت په الوتکه کې د شينجيانګ له مرکز ارومچي ښار څخه راغی. له ارومچي څخه کابل ته درې ساعته سفر روښانه کوي چې دواړه هېوادونه يو بل ته څومره سره نږدې دي. تېر کال نږدې 10000 افغانانو چین ته سفرونه کړي، په الوتکه کې د ډېرو افغان مساپرو شتون د دواړو هېوادونو تر منځ د تبادلې وده او پراختیا څرگندوي.
د افغانستان لپاره د چين نوي سفير، ۱۷ کاله مخکې، وړاندې تر دې چې پوهنتون ته ولاړ شي په ارومچي کې ژوند کاوه. هغه وویل، هلته ډېر مسلمانان ملګري او دوستان لري، د هغوی له دودونو سره ښه اشنا دی او هغوی ته احترام لري. شينجيانګ له افغانستان سره ګډ سرحد لري او په دواړو خواوو کې ډېر خلک یو له بل سره خپلوان دي، ډېر افغان سوداگر په شينجيانګ کې سوداگري کوي.
سفیر وویل: هغه ډېر وخت مخکې پوهېده چې افغانستان د چین ښه ګاونډی، ښه ملګری او ښه همکار دی.
سفیر وویل: د جنوري په درېیمه نېټه، تر یوې اونۍ لږ موده پس چې کابل ته ورسېدم، زما افغانو همکارانو د ټولو اسنادو بندوبست کړی و او ولسمشر غني ته يې د لاسلیک لپاره وسپارل. دا لومړنی دولتي باورلیک دی چې په 2018 کال کې د ولسمشر غني له خوا ومنل شو». ولسمشر وویل، دا یو نېکمرغه پیل ګنل کېږي. دا د افغانستان او چین د ژورو اړیکو ښکارندويي کوي او ښکاره کوي چې د افغانستان مختلفې کچې او ساحې چین ته په درناوي ګوري او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅه کوي.
سفیر وویل، د ورېښمو پخوانۍ لار افغانستان او چین ته له يو بل سره ډېر نږدې تړاو ورکوي. جانگ چیان د چین په تاریخ کې تر ټولو مشهور سفیر و، هغه 2000 کاله مخکې افغانستان ته راغلی و، له هغه وخت راهیسې ډېرو افغان پوهانو او سوداګرو چین ته سفرونه کړي دي او کوي يي. دا د چین د اقتصادي او کلتوري پرمختګ لپاره خورا ګټه لري. د چین لرغونو کتابونو د افغانستان پراخه تمدن ثبت کړی دی. نن چین او افغانستان په ګډه سره د (يو کمربند او يوې لارې) پروژې رغونه کوي او د ورېښمو سړک نوې او ښکلې بڼه جوړوي. یو کمربند او يوه لاره به په راتلونکې کې د چین او افغانستان تر منځ د سرنوشت ګډه ټولنه جوړه کړي. د دې په واسطه به د افغانستان جغرافیایي حالت او سرچینې په بشپړ ډول کارول کېږي او د سیمه ییزو اړیکو لپاره به یو مرکز وګرځي چې دا د افغانستان وګړو ته هم خورا ګټه رسوي. سفیر په ټوکې سره وویل: افغان ملګري غواړي چی نور ډېر محصولات لکه غالۍ، مرمر، انار، زعفران او جلغوزي چين ته صادر کړي. هغه زیاته کړه چی د افغانستان جلغوزي یې ډېر خوښېږی، ځکه چی د هغه چینایي نوم هم د جلغوزي د ونې په مانا دی. د چین د وارداتي توکو لومړی نندارتون به په روان کال کې په شانگهای کی جوړ شي، هیله لرم چی زمونږ افغان ملګري له دغه فرصت څخه استفاده وکړي.
سفیر وویل: محمد صلی الله عليه وسلم خپلو پيرويانو ته ویلي دي (علم حاصل کړئ حتا که په چين کې وي) او په افغانستان کې يو متل دی چې وايي: (ملگرتیا د زرګونو کلونو اوږده لاره ده). د ورېښمو سړک هم د پوهې او هم د ملګرتیا سړک دی. هغه افغانستان ته راغلی څو د چین او افغانستان د دوه اړخیزو زده‎ کړو ارتباطات پیاوړي کړي، په افغانستان کې له ټولو کړیو سره ملگرتیا وکړي او د چین او افغانستان تر منځ د اوږدمهالې دوستۍ د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي؛ په ځانگړې توګه د څلورو پرمختګونو لپاره:‎ د چین او افغانستان د ستراتېژیکې همکارۍ؛ په ځانگړې توګه د لوړ پوړيو لیدنو او ملکي تبادلې پرمختګ ، د يو کمربند او يوې لارې پروژې ته د افغانستان له پراختیايي پلان سره سم وده او پرمختګ ورکول، د چین او افغانستان تر منځ په ټولو برخو کې د همکاریو پروژو ته وده ورکول او د افغانستان په رهبرۍ او د افغانانو لپاره د اصولو پر بنسټ د سولې، پخلاینې او بیارغونې په برخو کې له افغانستان سره د مرستې په شمول له ګاونډيو هېوادونو سره اړیکو ته وده او پرمختګ ورکول.
سفیر وویل: زما تر ټولو لوی شوق او علاقه مطالعه ده. افغانستان ته له راتگ د مخه ما یو کتاب ولوست، په حیرانتیا سره مې ولیدل چی د کتاب په یوه برخه کی فقيد ښاغلي ماو ځه دونگ ویلي دي: «افغانستان یو اتل هېواد دی او هېڅکله یې په تاریخ کې د چا پر وړاندې سر نه دی ټیت کړی. چین او افغانستان ملګري هېوادونه دي، چین نه غواړي افغانستان ته زیان ورسوي، او همدارنگه افغانستان هم نه غواړي چین ته زیان ورسوي او دواړه هېوادونه یو له بل سره مرسته کوي. «دا ویناوې په پراخه توګه له افغانانو سره د چین د خلکو ښه احساسات منعکسوي. چین یو لوی هېواد دی، خو چین هېڅکله افغانستان ته زیان نه دی رسولی، هېڅکله يې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، هېڅکله يې په افغانستان کې د جغرافیایي سياسي ګټو د پراختیا لپاره هڅه نه ده کړې، هېڅکله يې په افغانستان کې د یو استازي غوښتنه نه ده کړې. پر ځای یې د ملګرتیا، صداقت، مهربانۍ او اسانتیا اصول ټینگ کړي دي. په کلکه سره يې د افغانستان له خلکو سره د سولې او بیارغونې په برخو کې مرستې کړې دي.
له هغه وخته چې زه دلته را ورسېدم، زما افغان ملګري په رښتينې توګه ماته وویل: افغان وګړي دومره په چین باندې باور لري چې د چین ملګري د افغانستان ملګري گڼل کېږي او د چین دښمنان د افغانستان دښمنان گڼل کېږي. «زه د دې احساس څخه ډېر خوشحاله یم».
سفیر زیاته کړه، بېوزلي او ترورېزم د دواړو هېوادونو مشترک دښمنان دي، د دې دوو دښمنانو د له منځه وړلو لپاره نړیوالې رښتينې همکارۍ ته اړتیا لرو، په ځانگړې توګه د ګاونډيو هېوادونو تر منځ همکارۍ ته. دا یوه لاره نه ده چې هر څوک په خپل سر لاړ شي او یا یو له بل سره شخړې وکړي. چین او افغانستان دواړه د ترورېزم قربانیان دي، هغه د چین په شينجیانگ کې ژوند کړی دی، د ترورېستي بریدونو په درد پوهېږي او د هغه درد او قربانۍ احساس کوي چې افغانستان یې د ترورېزم له امله باسي او چين د ترهګرۍ د اصلي لاملونو په له منځه وړلو، د جامع پالیسيو په طرحه کولو او د ترهګرو د نښو نښانو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
سفیر په اخر کې وویل: هغه د کیسې اورېدلو او کیسې ویلو ته ډېر شوق لري. د عربانو له کیسې (یو زر و یوې شپې) سره په چین کې ټول خلک آشنایي لري. د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ زړې او نوې کیسې په یو زر و یوه شپو کې هم نه ختمېږي، په دې ورځو کې مې د علي کیسې چې د سفارت پخوانی کارمند دی واورېدې چې هغه د جګړې ‌په جریان کې د چین له سفارت سره ودرېده او د هغه څخه يې ساتنه وکړه. په کندهار کې مې د «چینایي روغتون» کیسې چې نیمه پېړۍ کېږي د عامو خلکو لپاره خدمت کوي، واوریدې. د چینایي کارمندانو او داوطلبانو کیسې مې چې په بامیان کې يې د خلکو اعتماد او ښه احساس ترلاسه کړی واورېدې. په (یي وو) کې د افغان سوداګرو کیسې مې هم اورېدلې، په چین کې د افغان محصلینو د مینې کیسې مې هم اورېدلې، هغه هیله مند دی د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ لپاره نورې داسې کیسې هم رامنځته کړي.

Popular News

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د افغانستان په…
د فارياب د څلورو ولسواليو اوسېدونکو هېواد ته د جنرال…
د فاریاب د کوهستان امنيه قوماندان محمد ناصر د دې…

نیکي هیلي: د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره خورا مهم دی

دوشنبه, 25 جدی 1396 09:12

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ترکیب کې یې افغانستان ته سفر کړی و، ویلي د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او امنیت شورا ددغه هېواد د ثبات په اړه د همکاریو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی. نوموړې ویلي امریکا له افغانانو سره له نږدې کار کوي او غواړي په واقعي توګه په افغانستان کې مثبت تغیرات وویني. د استازې په وینا امریکا غواړي په افغانستان کې رښتیني اصلاحات او پرمختګونه وویني څو په دې توګه د خپلو مرستو له اړخه ډاډمن شي. نیکي هیلي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلي دي او له دغو ځواکونو یې پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی دی.

 

هرات کې یو چارواکی ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی

دوشنبه, 25 جدی 1396 09:11

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي چې ایران ته د جاسوسۍ په تور یې د دې ولایت یو لوړپوړی چارواکی نیولی دی. د یاد ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې یاد کس یې د کره معلوماتو پر بنسټ نیولی او د لا ډیرو څیړنو په موخه یې کابل ته لیږدولی دی. نیول شوي کس وړاندې په هرات ولایت کې په لوړو پوسټونو کار کړی دی. وړاندې تر دې هم په دې ولایت کې ورته قضیې را منځته شوې چې مجرمین یې د یاد ولایت څارنوالۍ لخوا د قضیو تر څیړلو وروسته پر بند محکوم شوي دي.

 

غني: راغلي پلاوي سره مو پر پاکستان د فشار زیاتولو خبره هم مطرح کړه

دوشنبه, 25 جدی 1396 09:10

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي سره په ارګ کې وکتل. له ارګه په را لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت، سیمه ییزې همکارۍ، له ترهګرۍ، اداري فساد او نشه يي توکو قاچاق سره په مبارزه، د سولې د پر بهیر چټکولو، د ټاکنو لپاره پر تیاري، د حکومتولۍ پر اصلاحاتو، د نظام په پیاوړتیا، د ښځو په رول، په افغانستان په تېره امنیتي او پرمختیايي برخو کې د ملګرو ملتونو پر رول او وروستیو درې کلونو پر پرمختګونو خبرې وکړې. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازي نږدې اوه کاله وروسته افغانستان ته راغلي دي. د بیانیه کې راغلي چې د ولسمشر غني او امنیت شورا غړو خپلمنځي لیدنه کې پر سیمه ییزه همکارۍ او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره پر پاکستان د فشار زیاتولو خبره هم وشوه.

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغان حکومت سره د همکاریو ژمنه کړې ده

دوشنبه, 25 جدی 1396 05:39

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له افغان حکومت سره پر بېلو مسایلو خبرې کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي، چې تېره ورځ کابل ته راغلی و، له ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي. دواړو لور په سیمه او افغانستان کې پر روانو حالتو بحث او خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو پلاوي په دې لیدنه کې ویلي، دوی ددې لپاره افغانستان ته راغلي، چې په افغانستان کې هر څه له نږدې وڅاري او له هغه وروسته د ملګرو ملتونو په سازمان کې مطرح کړي. ولسمشر غني هم په دغه لیدنه کې ویلي، چې افغان حکومت پر بین الافغاني خبرو ټینګار کوي او د پاکستان له حکومت سره هم د خبرو او مذاکراتو پلوی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم ویلي، چې د اصلاحاتو او سولې پروسه دې ګړندۍ کړل شي او د جګړو د ختمولو لپاره دې عملي هڅې وشي. پلاوي ژمنه کړې چې له بېرته تګ وروسته به د افغانستان ستونزې په ملګرو ملتونو کې شریکوي او له دغه هېواد سره به د امنیت، سولې او پراختیا په برخه کې د مرستو په ډېرولو ټینګار کوي.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App