افغانستان

Latest News

په کابل کې د چین سفیر د بامیانو له والي سره کتلي

یکشنبه, 24 جدی 1396 09:18

په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ په کابل کې د چين سفارت په مقر کې د باميانو له والي طاهر ظهير سره کتلي دي. د بامیانو والي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د باميانو ولايت غني فرهنګي اثار لري، چې ګڼ شمېر دغه اثار یې د جګړو پرمهال وران شوي او له منځه تللي. نوموړي له چین هېواد څخه غوښتي چې ددغه ولایت د تاریخي اثارو په بیا روغونه کې ور سره مرسته وکړي. ظهیر دغه راز له چینایي چارواکو غوښتي، چې له بامیانو ولایت سره د لمریزې برېښنا به برخه کې هم همکاري وکړي. اوس هم یو چینایي شرکت د بامیانو د سړکونو او لارو جوړولو پروژه پر غاړه اخیستې ده، چې له امله یې د بامیانو د خلکو ژوند ور سره څو برابره ښه شوی دی. سفير ليو ویلي، چين او افغانستان د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په هڅه کې دي، چې د دې پروژې بریالي کېدل به لا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کېدو ته لار هواره کړي. د چین سفیر ویلي، هېواد به یې له بامیانو ولایت سره د تاریخي اثارو په بیا روغونه او لمریزې برېښنا په برخو کې مرسته وکړي. نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګار کړی دی.

 

جمعیت ګوند له ارګ سره د خبرو لپاره لس ماده ییزه هوکړه لیک برابر کړئ

یکشنبه, 24 جدی 1396 07:22

یوې سرچینې کابل نیوز ته ویلي، د بلخ لپاره د عطامحمد نور ماموریت تمدیدل، د اساسي قانون کې د بدلون لپاره یو باصلاحیته کمېسیون جوړیدل، د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمشنرانو بیا ټاکنه، څلور میاشتو کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې کول، د لوی جرګې رابلل، د برېښنايي پېژندپاڼو د ویش پيل، له جمعیت ګوند سره د ارګ د هوکړې مواد عملي کول، د سالم ایزدیار په جنازه کې د برید ډاګیز راپور په ډاګه کول، د دولت او خلکو ترمنځ د سیاسي او جهادي رهبرانو عالي شورا جوړول او په هوکړو باندې د ولسمشر او صلاح الدین رباني لاسلیک شامل دي. تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ ددې نویو شرایطو په اړه څه ندي ویلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی پرون کابل ته راغلی

یکشنبه, 24 جدی 1396 04:09

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو لوړ پوړی پلاوی په یوه رسمي سفر افغانستان ته راغلی. یوې حکومتي سرچینې ویلي، چې دا پلاوی پرون تر غرمې وروسته کابل ته رسیدلی دی. سرچینې زیاته کړه، چې راغلی پلاوی به ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ، د ملي شورا غړو، سیاسیونو او د ښځوله استازو سره ګوري. د سرچینې په وینا، په دې وروستیو کې دامنیت شورا اندیښنې زیاتې شوې وې او اوس هغوی غواړي چې دافغانستان حالات له نږدې څخه و څیړي. د امنیت شورا دا پلاوی په داسې حال کابل ته راغلی، چې څو ورځې مخکې دامریکا دملي امنیت سلاکار مک ماسټر په نیویارک کې د امنیت شورا ۱۵ غړو ته دافغانستان دحالات او د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د ناسمې همکارۍ په اړه معلومات ورکړي وو. د امنیت شورا دوره يي رییس د قزاقستان سفير څو ورځې مخکې افغانستان ته د دې پلاوي د سفر خبر ورکړی و.

 

په استانبول کې د افغان سولې څلور اړخیزه غونډه پيل شوې ده

یکشنبه, 24 جدی 1396 04:08

د ترکيې په استانبول ښار کې د افغان سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه، پرون پيل شوې ده. د يادې غونډې يوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې دا غونډه پرون پيل او تر درېيو ورځو پورې به دوام ولري. يادې سرچينې ویلي، چې دا ناسته د ترکيې د حکومت په همکارۍ جوړه شوې ده. د يادې غونډې دغه ګډونوال وايي، په دې ناسته کې د طالبانو د قطر دفتر، د ملا محمد رسول ډلې، د افغان حکومت او د حزب اسلامي استازو برخه اخيستې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له خوا رحمت الله وردګ، د ملا رسول ډلې له خوا ملا رووف او عبدالحليم، له حزب اسلامي افغانستان څخه حاجي دواجان احمدزی او همايون جرير او د سولې شورا د رئيس کريم خليلي استازی ډاکټر بصير په دې ناسته کې برخه لري. دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د راپورونو له مخې، د ترکيې دولت طالبانو ته د سياسي دفتر د خلاصولو وړانديز هم کړى دى. د افغانستان د سولې د عالي شورا يوې سرچينې هم ومنله، چې په ترکيه کې دا ډول يوه ناسته پرون پيل شوې ده،خو نور جزئيات يې ورنه کړل.

Popular News

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د افغانستان په…
د فارياب د څلورو ولسواليو اوسېدونکو هېواد ته د جنرال…
د فاریاب د کوهستان امنيه قوماندان محمد ناصر د دې…

استازي: د بهرنیو ځواکونو خپلسرې بمبارۍ نورې د منلو نه دي

یکشنبه, 24 جدی 1396 04:07

د ولسي جرګې غړي وایي، نور د بهرنیانو پر خپل سرو بمباریو چوپ نشي پاتې کېدای. په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي پر ولسي پاڅون کوونکو د بهرنیو ځواکونو وروستی برید غندي او وایي، چې بهرنیو ځواکونو د اچین په مومندره کې پر ولسي پاڅون کوونکو د هوايي بریدونو ترڅنګ هلته د داعش د حضور په پلمه د ملکي خلکو ګڼ خالي کورونه هم بمبار کړي. په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت استازي وایي، دا څوم ځل دی، چې بهرني ځواکونو پر ملکي خلکو او ولسي پاڅون کوونکو بمبار کوي. دوی وايي، چې د بهرنیو ځواکونو په وروستيیو بمباریو کې ټول وژل شوي ولسي پاڅون کوونکي دي او نور د بهرنیانو د دې بمباریو پروړاندې چوپ نشي پاتې کېدای. د ملي شورا غړي د بهرنیو ځواکونو وروستۍ بمبارۍ د ټولو اصولو خلاف بولي او پر حکومت نیوکه کوي، چې د بهرنیانو پر دغو جنایتونو دې سترګې پټوي.

 

پژواک خبري اژانس: په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې تر ۲۵۰۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه, 24 جدی 1396 03:57

په افغانستان کې تېر ميلادي کال د بېلابېلو بريدونو له امله په منځنۍ کچه هره ورځ ٦٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې نږدې درېيمه برخه په مې، جولاى او اګسټ میاشتو کې ده.
دا خبره پژواک خبري اژانس په خپل تازه څېړنيز رپوټ کې کړې ده.
په رپوټ کې ويل شوي، د پژواک خبري اژانس ورځني خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ جوړ شوي، ښيي چې په ٢٠١٧ ميلادي کال کې په ٢٠٥٠ بېلابېلو بريدونو کې ١٤٦٠٠ کسان وژل شوي او ١٠٢٧٧ نور ټپيان دي.
د یادې مرګ ژوبلې له هرو ٢٥ کسانو، ١٤ ته په مخامخ نښتو، څلورو ته په هوايي بريدونو، دريو ته په ځانمرګو بريدونو او دوو، دوو ته په هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادو مخامخ نښتو تر ټولو ډېرې د دولتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو (طالبانو او داعش ډلې) تر منځ شوې، خو تېر کال په ځينو سيمو کې د طالبانو او داعشيانو تر منځ هم نښتې شوې دي.
د پوځي چارو شنونکي جنرال زلمي وردګ پژواک خبري اژانس ته ويلي، د مخامخ نښتو مرګ ژوبله ځکه لوړه ده چې د نورو بريدونو په پرتله مخامخ نښتې ډېرې دي.
هغه زياته کړې: «معمولاً په مخامخ نښتو کې مرګ ژوبله ځکه لوړه وي چې مخالفې ډلې مخامخ په جګړه کې ښکېلې وي او د يو بل پر وړاندې له هر ډول درنو او سپکو وسلو کار اخلي».
ده ويلي، له دې وروسته د هوايي او ځانمرګو بريدونو مرګ ژوبله ځکه لوړه ده چې له يوې خوا دغه بريدونه درانه وي او له بلې خوا په دې ډول بريدونو کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په خبره، د هدفي وژنو او د سړک غاړې او مقناطيسي ماينونو د چاودنو مرګ ژوبله ځکه کمه وي چې په دې ډول بريدونو کې يو او يا ډېر کم کسان هدف وي.
تر ټولو ډېر ٣٤٧ بريدونه په ننګرهار، ١٨٤ په فارياب، ١٦٨ په هلمند، ١٤٠ په کندهار، ١٠٤ په غزني، سل په فراه، ٩٦ په ارزګان، ٨٣ په لوګر، ٧٧ په جوزجان، ٧٢ په پکتيکا او ٦٣ په پلازمېنې کابل او پاتې (٦١٦ بريدونه) په نورو ٢٢ ولايتونوکې شوي دي.
د يادونې ده چې په دغو ٢٢ ولايتونو کې ټر ټولو لږ (يو) بريد په پنجشېر او دوه بريدونه په باميانو کې شوي خو پژواک تېر کال له دايکنډي ولايت څخه د بريد او مرګ ژوبلې راپور نه دى ترلاسه کړى.
د پوځي چارو شنونکي جنرال زلمي وردګ ويلي، تېر کال په ننګرهار کې ځکه بريدونه ډېر وو چې د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې هم د دولت پر ضد فعاليت درلود.
د ده په اند، په ننګرهار او دغه راز هلمند کې د بريدونو د ډېروالي يو لامل دا هم دى چې دغه دواړه ولايتونه له پاکستان سره پر پوله پراته دي او د دولت وسله وال مخالفين په اسانۍ کولاى شي له پاکستان څخه خپل اکمالات وکړي.
د ده په اند، په هلمند او ننګرهار کې د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق هم هلته د جګړو او نا امنيو په ډېروالي کې رول لري.
هغه ويلي، په فارياب کې ځکه جګړې ډېرې وې چې دغه ولايت د هېواد په شمال کې د دولت وسله والو مخالفينو ته ځانګړى اهميت لري؛ ځکه چې له دې لارې د شمال نورو ولايتونو ته هم نفوذ کولای شي.
هغه ويلي، په فارياب کې د وسله والو طالبانو تر څنګ په وروستيو مياشتو کې د داعش ډلې د فعاليت پيلېدل هم هلته د جګړې د ډېرالي لامل دى.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش هم ويلي، له پاکستان سره پر پوله د ننګرهار او هلمند موقعيت، په دغو ولايتونو کې د نشه يي توکو شتون د دې لامل دي چې هلته د وسله والو مخالفينو خوځښتونه ډېر وي او دولت يې پر وړاندې پوځي عمليات ترسره کړي.
مرګ ژوبله
د راپورونو له مخې، تېر کال تر ټولو ډېر بريدونه (١٥) د نوامبر په ١١مه ترسره شوي خو تر ټولو ډېرو کسانو (٥٦٩ تنو ته) د جون په ٢٦مه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه دي خپرې کړې چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.
تېر کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولايتونو کې او تر ټولو لږه په پنجشېر، باميان، سمنګان او بادغيس ولايتونو کې اوښتې ده.
تر ٢٠١٧ کال مخکې کلونو کې د جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دى څرګند، خو په تېرو کلونو کې به هم د هوا په سړېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله کمېده.
د پژواک خبري اژانس په مياشتنيو راپورونو کې ښودل شوې چې تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.
د پوځي چارو شنونکي زلمي وردګ ويلي، د ژمي په موسم کې په هغو ولايتونو کې چې هوا يې ډېره سړه وي، د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ځکه کمېږي چې د ونو پاڼې تويېږي او دوی ځانونه نه شي پټولاى.
ده زياته کړې: «معمولاً دغه کسان يا هم د هېواد ګرمو سيمو لکه کندهار، هلمند، فراه او يا نورو ولايتونو ته ځي او يا هم د راتلونکي کال د اکمالاتو په موخه له پولې ها خوا پاکستان ته اوړي».
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش ويلي، په ژمي کې ځکه د دښمن تحرکات کم وي چې امکانات يې کمېږي او د مرګ ژوبلې کچه يې لوړېږي؛ خو وايي چې دا مهال د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دولتي ځواکونو عمليات په لسو ولايتونو کې دوام لري.

کندهار کې پر ایډز د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

شنبه, 23 جدی 1396 13:28

د کندهار د عامي روغتیا ریاست چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د ۲۰۱۰ میلادي کال له پیل نه تر اوسه پر ایډز د اخته کسانو شمېر ۱۰۷ ته رسېدلی دی. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې تر ۲۰۱۰ کال مخکې په دې ولایت کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د دې نیمایي ته هم نه رسېده. د کندهار روغتون د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې مسؤل همایون رحیمي پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر پر زیاتېدو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وویل؛ ویره ده په دې ولایت کې پر دې مرض د اخته کسانو شمېر زیات شي. نوموړی زیاتوي په دې ناروغانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ایډز یوه وژونکي ناروغي ده چې له مختلفو لارو له یو انسان نه بل ته انتقالیږي. د کندهار ډاکتران په دې ولایت کې د دې ویروس د خپرېدول لاملونه، له مخدره توکیو ګټه اخیستنه، فقر، بې کاري، خلاص سرحدونه، کورني او بهرني مهاجرتونه په ګوته کوي. د کندهار ولایت اوسېدونکي له یاد ریاست نه غواړي چې په دې برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

 

ولسي جرګه: د نا امنۍ ډېروالي لامل فرمايشي ګومارنې دي

شنبه, 23 جدی 1396 13:26

د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې د کورنيو چارو وزارت پر مهمو پوستونو د افرادو مقررۍ کې وړتيا په پام کې نه نيول کېږي او دې چارې په یاد وزارت کې د فساد ډېروالي او نا امنۍ کې عمده رول لوبولى دى. د یادې جرګې غړو په نننۍ ناسته کې وويل چې په ډېریو ولايتونو کې د پوليسو شمېر له هغې کچې ډېر کم دى چې په پام کې نيول شوې و. د هغوی په خبره، لا هم په کورنيو چارو وزارت کې خيالي پوليس شته، خو د دوى مياشتنۍ تنخوا د افرادو او اشخاصو جېبونو ته ځي. د جرګې غړو په دې برخه کې د زياتو جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې په کورنيو چارو وزارت کې فرمايشي او نا مسلکي ګومارنې د دې سبب شوې چې د اکثره ولايتونو امنيتي وضعيت ډېر خراب شي. د مشرانو جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل چې په کورنيو چارو وزارت کې د افرادو په استخدام کې وړتيا ته پاملرنه نه کېږي او بهير يې د قانون او د هېواد د اوسنيو شرايطو خلاف دى.

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App