افغانستان

Latest News

عبدالله عبدالله: افغان کډوال باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي

چهارشنبه, 20 جدی 1396 02:52

اجرایه رييس وايي، هڅه دې وشي چې د کډوالو مسايل د سياسي بحثونو او تبليغاتي هڅو قرباني نه شي او په دې برخه کې شوي درې اړخيز توافقات عملي شي. نوموړي دغه خبرې پرون د بېځایه شوو او بیا راستنېدونکو په اړه د وزیرانو شورا د فرعي کمېټې ناسته کې کړې دي. پاکستان د وزيرانو غونډې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده يوه مياشت نوره وغځوله. په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر مياشتې په ٣١مه پاى ته رسېدلې وه. اجرایه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي‌ چې هم افغان ادارې او هم دې نړیوال همکاران کار وکړي، څو د کډوالو مسايل د سیاسي بحثونو او تبلیغاتي هڅو قرباني نه شي او په دې برخه کې شوي درې اړخیز توافقات عملي شي. نوموړي زیاته کړه، باید په دې برخه کې لا نور مذاکرات وشي او په هېڅ صورت سره کډوال په زوره له پاکستان ونه ایستل شي، خو په خبره يې ‌چې له پاکستان سره د هڅو تر څنګ په کور دننه هم باید لازم چمتووالی ونیول شي.

 

عبدالله د مافيا په ګټه د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې د ځنډ ملاتړ کوي

چهارشنبه, 20 جدی 1396 02:32

د ملي يووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې پر مهال د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې ځنډ پر ځای کار وباله او ويې ويل، تر هغه چې د خلکو غوښتنې په پام کې نه وي نیول شوې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش به ځنډېدلی وي.
د عبدالله دې څرګندونو د ملي شورا د غړو، عامو خلکو او سیاسي شنونکو غبرګونونه را پارولي او ويل کيږي چې نوموړي د پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې د یوې سترې مافیايي کړۍ په خوښه خنډ جوړ کړی دی.
عبدالله په داسې حال کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په پيل کې ځنډ پر ځای کار بللی، چې د نفوسو د احوالو ثبت قانون ټولې حقوقي او قانوني ستونزې هوارې شوې او د دغه قانون د تعديل په اړه د ولسمشر فرمان هم د ملي شورا د مختلط کمېسيون له لوري تصويب شوی دی.
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وايي، افغانستان د چا په اجاره نه دی، چې له قانون پورته د ملي پروسو مخه ونیسي.
نوموړي تېره ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې وویل، د نفوسو د احوالو د ثبت قانون ټولې قانوني پروسې بشپړې شوې او که اجرائیه رییس یا بل هر څوک یې په اړه ملاحظه لري باید له قانون سره سم مخکې ولاړ شي.
مسلمیار وويل، حکومت باید نور د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ونه ځنډوي او که دا کار کوي روانې ستونزې به څو چنده کړي.
سیاسي کارپوه اسدالله داوودزی وايي، اجرائیه رییس په دې وروستیو کې د خپلو پخوانيو ملګرو له فشارونو سره مخ دی نو ځکه غواړي له دغه فشاره د خلاصون لپاره پېژندپاڼې هم د یوې وسیلې په توګه وکاروي.
نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، هغه کسان چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مخالفت دي لویه برخه یې په وروستيو کې له اجرائیه رییس سره هم په مخالفت اخته دي، نو عبدالله عبدالله نه غواړي له هغوی سره لا ډېر ټکر وکړي.
داوودزی همداراز زیاتوي، په پېژندپاڼو کې د دین او ملت کليمو د لیکلو موضوع اصلاً دومره لویه نه ده لکه کمپاین چې ورته کېږي.
د هغه په باور، د افغانستان اساسي قانون د افغانستان په خاوره کې اوسېدونکي کسان تعریف کړي خو اوس یو شمېر سیاستوال په دې نوم چې هویت پرې تپل کیږي اختلافات زیږوي.
اسدالله داووزی وايي، هویت پر هېچا نه شي تپل کېدای؛ خو هغه څه چې قوانینو واضح کړي باید عمل پرې وشي.
د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني وايي، عبدالله عبدالله د مافیا په ګټه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مخه نیولې ده.
نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش سره د افغانستان ګڼې ستونزې حل کېږي او هر څوک چې یې مخه نیسي هغوی د دښمن ژرندې ته اوبه ور اچوي.
روحاني وايي، که اجرائیه رییس د افغانیت مخالف وي، ولې یې د اساسي قانون په رڼا کې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و، ځکه هغه څوک چې افغان نه وي ځان ولسمشرۍ ته نه شي نوماند کولی.
هلمند مېشتی فعال اسماعیل شرعتیار وايي، که اجرائیه رییس د پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې خنډ کېږي خلک به یې پر وړاندې راپورته شي.

دفاع وزارت: امریکايي ځواکونو سره یو ځای د افغانستان او پاکستان پر پوله عملیات پيلوو

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 12:52

ملي دفاع وزارت وایي له امریکايي ځواکونو سره یو ځای د افغانستان او پاکستان پر پوله عملیات پيلوي. افغان چارواکو ویلي چې له دې پریکړې سره به د پولې دې غاړه کې ترهګر وځپل شي. په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت ویلي چي د اسلام اباد اقدام ته په تمه دي، څو خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد جدي اقدام وکړي. پنټاګون ویلي، پاکستان ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې په کافي اندازه هڅې نه دي کړي او ترهګر اوس هم په دغه هېواد کې امن پټنځایونه لري. امریکا په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو لپاره پر دغه هېواد فشارونه ډېر کړي او په دې لړ کې یې پرې د نږدې دوه ملیارډو ډالرو مرسته هم ځنډولې ده.

 

دانش: د برښنایي پیژندپاڼو پروسه یو شمېر قومي ټیکه دارانو ځنډولې ده

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 12:51

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش وایي چې د برښنایي پیژندپاڼو پروسه یوې ډلې قومي ټیکه دارانو او سختدریځو یرغمل کړې ده. سرور دانش چې نن یې د اساسي قانون د تصویب په څوارلسمه کلیزه کې خبرې کولې وویل، د برښنایي پیژندپاڼو پروسه یوه ستره پروسه ده، په میلیونونو ډالرو لګښت پرې راغلی او افغانان یې په ډیرې بې صبرۍ انتظار باسي، خو له بده مرغه چې دا پروسه یو شمېر قومي ټیکه دارانو او افراط کوونکو په خپله ولکه کې اخیستې ده. دا په داسې حال کې ده چې، اجراییه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په خپلو خبرو کې د برښنایي پیژندپاڼو ویش کې ځنډ پر ځای کار بللی و او ویلي یې و، چې دا پروسه افغانانو ده او د افغانانو په غوښتنه ځنډول شوې ده.

 

Popular News

نیکولسن وایي په راتلونکي کال کې به له افغان هوایي…
ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې…
د امریکا او قزاقستان ولسمشرانو د افغانستان د روان وضعیت…
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د امریکا…

دانش: په اساسي قانون کې لاسوهنه د هر چا کار نه دی

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 11:33

د بدیل نشتون، محدودیتونه او د حکومت پر وړاندې د پرتو خنډونو له امله ښایي اساسي قانون تر پښو لاندې شوی وي. د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش په تیرو څلوارلس کلونو کې په ډیرو برخو کې د اساسي قانون د احکامو نه پلي کیدل د افغان حکومت بې وسي، د بدیل نشتون، محدودیتونه او د حکومت پر وړاندې د پرتو خنډونو له امله ګڼي. محمد سرور دانش، چې نن یې د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د څوارلسمې کالیزې د لمانځلو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې په ډیرو برخو کې د اساسي قانون څخه سرغړونې شوي، خو په خبره یې دا سرغړونې دومره هم نه دي، لکه چې په څیړنیزو رپوټونو کې یې یادونه کیږي. هغه په اساسي قانون کې تعدیل راوستل یو پیچلی بهیر ګڼي او وايي، که هرچا په خپله خوښه په اساسي قانون کې تعدیل راوستلی شو، نو اوسنی ثبات به په افغانستان کې نه وو. ښاغلی دانش دا خبرې په داسې حال کې کوي چې پرون د پژواک خبري آژانس او دافغانستان د حقوق پوهانو ټولنې د اساسي قانون په اړه یو ګډ راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي و، چې په تیرو څوارلس کلونو کې د افغانستان د اساسي قانون ۹۶ مادې تر پښو لاندې شوې دي.

امریکا: پاکستان دې د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 11:32

د امريکا دفاع وزارت وايي چې پاکستان دې له کوم توپير پرته د ترهګرو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي. د امريکا دفاع وزارت وياند ډګرمن روب ميننګ پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، هېواد يې له پاکستان څخه غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي. هغه زياته کړې، له پاکستان څخه د امريکا غوښتنې ساده دي او هغه دا چې د افغان طالبانو او حقاني ډلې د مشرتابه، د هغوى له خوا دې د بريدونو مسوولينو او تنظيموونکو ته نور په پاکستان کې خوندي ځاى نه ورکول کيږي. د ده په وينا، د يادو ډلو وسله وال له پاکستان څخه افغانستان ته تللي، هلته يې بريدونه کړي او خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې چې بايد ددغه کار مخه ونيول شي. د امريکا د دفاع وزارت وياند وايي، دا څو غوښتنې او اقدامات دي چې په عملي کولو سره يې له پاکستان سره اړيکې ښې کېداى شي .دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د امريکا ټولې نيوکې رد کړې دي او ويلي يې دي چې دوى د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

 

مشرانو جرګه: سید حامد ګیلاني دې له ملت نه بښنه وغواړي

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 11:28

د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د ملي محاذ له مشر سید حامد ګیلاني نه غوښتي چې بښنه وغواړي. د مشرانو جرګې غړو نن د اسلامي ملي محاذ ګوند د مشر هغه څرګندونې چې وايي طالب مشران په افغانستان کې دي، د هېواد د ملي ګټو خلاف بولي او وايي چې ګيلانې دې بښنه وغواړي. ارګ، اجرائیه رياست، ولسي جرګې او نورو ارګانونو هم د ګيلاني کړې څرګندونې ناسمې بللي او غندلې دي. دا څرګندونې نن د مشرانو جرګې له غبرګون سره هم مخ شوې. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل؛ د ګيلاني څرګندونې د افغانستان او خپله د هغه په ګټه نه دي، دا خبرې د پاکستان د ګټو لپاره شوې او بايد له ملت نه بښنه وغواړو.

 

ګیلاني پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 10:45

د افغانستان د محاد ګوند مشر سید حامد ګیلاني هغه ادعاوې رد کړل چې ګواکې دی د انس حقاني د خوشې کولو په لټه کې دی. نوموړي په کابل کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې، د انس حقاني د خوشې کولو د هڅو په تړاو لګول شوي تورونه بې بنسټه دي او ټینګار یې وکړ چې له نیول شویو کسانو سره باید د قانون په رڼا کې چلند وشي. ګیلاني د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د وسله والو طالبانو د مشرتابه ټول غړي د افغانستان په خاوره کې وجود لري او زیاته یې کړه چې د وسله والو طالبانو مشران د سولې خبرو لپاره پوره چمتووالی لري.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App