اقتصادي

Latest News

نورستان ته د سیلانیانو د راجلبولو هڅې پیل شوې

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 05:08

د نورستان والي حافظ عبد القیوم وايي هڅې یې پیل کړې چې مرکز پارون او نورو سیمو ته د نړیوالو سېلانیانو پام ور واړوي، ځکه نورستان د طبعي ښکلا، منظرو او تاریخي ابداتو له اړخه زړه وړونکی دی. هغه وايي د سړکونو نه شتون یوه ننګونه ده، خو په دې برخه کې یې هم هڅې چټکې کړې او ژر به دغه ستونزه اواره شي، نو ترې وروسته نورستان کې د پانګونې پر لارو چارو کار کوي. هغه له ټولو سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې دغه ولایت ته لاړ شي او پانګونه وکړي. د نورستان اوسېدونکي هم د حکومت دغه هڅو ته په ښه سترګه ګوري او وايي د سیلانیانو په راتګ سره به هلته د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي. نورستان له هغو ولایتونو دی، چې طبعي ښکلا یې بې جوړې ده، خو له بدمرغه په دې وروستیو کې ترهګرې ډلې هڅه کوي په دغه ولایت کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي.

 

د هرات-خواف رېل پټلۍ د رغولو چارې په ټپه ولاړې دي

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:15

د هرات ولايت د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ درېيمې کرښې د جوړېډو کار چې د ايران له خوا ترسره کېده له يوې مياشتې راهيسې د نا معلوم دليل له امله بند شوی دی. ددغو چارواکو په وينا، د هرات-خواف اورګاډي پټلۍ پروژه چې تر ۱۳۰کيلومتره ډېر اوږدوالی لري، د ايران له خواف څخه د هرات تر غوريان ولسوالۍ پورې غځېدلې چې ۷۰ کيلومتره يې د ايران په خاوره او پاتې ۶۰ کيلومتره يې د افغانستان په خاوره کې جوړېږي. د هرات ولايت د فوايد عامې رييس حبيب الله تيموري، پر ايران تور ولګاوه چې د يادې پروژې د کار بشپړېدو په برخه کې يې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او ويې ويل چې د هرات- خواف اورګاډي پټلۍ درېيمې کرښې د جوړېدو کار له يو څه وخت راهيسې د نامعلوم دليل له امله بند شوی دی. دده په وینا په افغان خاوره کې دغه پټلۍ دېرش کیلومتره جوړه شوې ده، خو د پاتې کار یې په ټپه ولاړ دی. د هرات ولايت د فوايد عامې رييس دغه راز وويل، ټاکل شوې وه چې د يادې شوې پټلۍ کار په ۷کلونو کې بشپړ شي، خو تر اوسه لا نه دی بشپړ شوی. ایران بیا وايي، ددغه کار د درېدو لامل د هوا سوړوالی دی او همدا چې هوا سمه شي د پټلۍ د جوړولو کار به پیل شي.

دوه زره ټنه غنم غزني ته رسېدلي دي

یکشنبه, 24 جدی 1396 12:52

د غزني سیمه ییز چارواکي وایي چې ۲ زره ټنه غنم دغه ولایت ته رسېدلي دي. د غزني والي د دې مرستو د تحویلۍ په مراسمو کې د هند له مرستو مننه وکړه او ویې ویل دا غنم به د یاد ولایت د کرنې ریاست په زیرمتونونو کې ځای پرځای شي، او ورسته له هغه به د هرې ادارې د یو ګډ پلاوي تر نظر لاندې اړمنو کورنیو ته وویشل شي. د ویلو ده چې دا غنم څه موده وړاندې د هند له کاندلای بندر نه د افغانستان چابهار بندر ته را ورسېدل. ټاکل شوي چې دا غنم د هېواد ټولو اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

 

د هرات زعفران به په نړیوالو معیارونو برابر بهرنیو بازارونو ته ولېږل شي

یکشنبه, 24 جدی 1396 09:19

هرات کې د زعفرانو د پروسس شپږ مرکزونه په معیاري تجهیزاتو سبمال شوي دي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالصبور رحماني وویل، د دغو مرکزونو د تجهیزاتو ارزښت څلورنیم میلیونه افغانۍ دی چې لګښت یې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکړل شوی دی. هغه زیاته کړه، د هرات زعفران به تر دې وروسته د لابراتوارونو او معیاري تجهیزات په درلودلو سره، په نړیوالو معیارونو برابر بهرنیو بازارونو ته ولېږل شي.

 

Popular News

ولسي جرګې نن د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه تصويب…
د نورستان والي حافظ عبد القیوم وايي هڅې یې پیل…
قزاقستان په افغانستان کې د غنمو ګودامونو په برخه کې…
د هرات ولايت د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې…

پوهنې وزارت: په نږدې راتلونکې کې به پنځوس میلیونه کتابونه چاپ شي

یکشنبه, 24 جدی 1396 07:20

د پوهنې وزارت وايي په نېږدې راتلونکي کې به ۵٠ میليونه ټوکه درسي کتابونه چاپ کړي. دغه وزارت وايي په دې برخه کې د امريکا پرمختيايي ادارې يا USAID د پنځه اويا میليونو ډالرو مرسته ورسره کړې ده. د پوهنې وزارت د نشراتو ریيس کبير حقمل ویلي، عملا د پنځوس میلیونه کتابونو د چاپ د لګښتونو تدارکاتي چارې پیل شوې دي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به یاده اندازه کتابونه چاپ او پر زده کوونکو ووېشل شي. د پوهنې وزارت په داسې وخت کې دغه خبر ورکوي، چې لا هم د هېواد په ډېری ولایتونو کې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي او په دې برخه کې د حکومت پاملرنه غواړي.

 

د هند د مرسته شویو غنمو لومړنۍ جوپه کابل ته را رسېدلې ده

شنبه, 23 جدی 1396 13:29

وروسته له دوو میاشتو د هند د مرسته شویو غنمو لومړنۍ جوپه کابل ته را ورسېده. ویل کیږي چې دا غنم به د کرنې وزارت په زیرمتونونو کې زیرمه او وساتل شي. دا جوپه چې ۶۴۰ کانټینره ده او ۱۵ زره ټنه غنم کیږي د روان کال د لړم په ۷ د هند له کاندلای بندر نه د افغانستان د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را ورسېده. په کابل کې د هند سفارت شارژدافیر د دې مرسته شویو غنمو د لومړنۍ جوپې د را رسېدلو پر مهال وویل؛ دا مرستې د هند او افغانستان تر منځ د ژورو اړیکو ښکارندوي کوي. نوموړي ژمنه وکړه، چې هند به تل د افغانانو تر څنګ ولاړ وي او له دې هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي. هغه د چابهار بند ته په اشارې وویل، افغانستان یو په وچه کې را ګېر هېواد دی او دا یې نړیوال حق دی چې نړیوالو تجارتي بندرونو ته لاسرسی ولري. نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست خو و یې ویل بدبختانه چې دا حق د یو مشخص هېواد له لوري تر پښو لاندې کېږي.

 

وکیلان: د حکومت نا سم سیاستونه د اقتصادي ودې د ټکني کېدو لامل شوي دي

شنبه, 23 جدی 1396 13:28

د ولسي جرګې غړي وایي د حکومت نا سم سیاستونه د افغانستان د اقتصادي ودې د پڅېدو لامل شوي دي. د ولسي جرګې غړي وایي حکومت د کال په میلیونونو ډالر د برښنا اخیستلو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ورکوي خو د تعصب او عقدې له مخې ملي پروژې نه پلې کوي. دوی وایي چې د ملي یووالي او اقتصاد محوره سیاست شعارونه ټول دروغ دي او په خبره یې په هېواد کې سیاسي او مالي فساد د ملي بودجې له منځه تللو ته لاره هواره کړې ده. د یادې جرګې غړی احمد بهزاد وایي چې په هیواد کې نا سم اقتصادي سیاستونو له افغانستان نه د مالیې تیښتې ته لاره پرانیستي او په هېواد کې یې د سرمایه ګزاري وضعت له ګواښونو سره مخامخ کړی دی. بهزاد وړاندې وویل چې د افغانستان کانونو ته پاملرنه نشته، صنایعو هیڅ رشد نه دی کړی او بې کاري له حده اوښتې ده. د ولسي جرګې غړو پر ملي یووالي حکومت د نیوکو تر څنګ وویل؛ افغان حکومت دې نور نه پرېږدي چې ځوان کدر د مزدورۍ لپاره په ډېرو بدو شرایطو کې له هېواده تیښتې ته اړ شي.

 

کابل کې د ځمکې لاندې اوبه ۲۰ سلنه ښکته تللې دي

شنبه, 23 جدی 1396 13:27

د کابل آب رسانۍ شرکت وایي چې په پلازمېنه کابل کې د تېر کال په پرتله د ځمکې لاندې اوبه ۲۰ سلنه لاندې تللې دي. د یاد شرکت مشر حمیدالله یلاني په پلازمېنه کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاڅې ټېټېدل د واورو او بارانونو کمښت او د چټلو اوبو د څاه ګانو ډیر کیندل په ګوته کړي دي. دې مسالې د پلازمیني اوسېدونکي او د عامي روغتیا وزارت چارواکي اندېښمن کړي دي. د عامي روغیتا وزارت ویاند وحید مجروح د اوبو د سطحې د ټیټېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د اوبو د ټیټېدو له امله ښایي ناروغۍ هم ډیرې شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت هم پر دې ستونزې د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وویل چې په کابل کې د منظم کانالازیسیون نه شتون د اوبو د پیاڅې د ټیټېدو لامل شوی دی.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App