چین او افغانستان نن د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کوي

چین او افغانستان نن د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کوي

چین او افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په سر خبرې کوي. د ماليې وزیر اکلیل حکیمي وايي چې په همدې موخه به نن دوشنبه په پیکنګ کې د افغانستان او چین د ګډ اقتصادي کمیسیون درېیمه غونډه هم وشي. د اکلیل حکیمي په خبره تر دې وړاندې د یاد کمیسیون دوې غونډې شوې دي چې ګڼې لاس ته راوړنې یې لرلې دي. د مالیې وزیر همدا راز وايي چې په دې غونډه کې به پر بېلو مسایلو خبرې اترې کېږي. د ده په خبره د کمیسیون په ناسته کې تر ډېره پر دې بحث کېږي، چې څنګه چینايي سوداګر په افغانستان کې د انرژۍ، اوبو، رېللارو، کانونو او برېښنا په برخه کې پانګونې ته و هڅوي. نوموړي زیاته کړې چې چین په سیمه کې له اقتصادي پلوه یو پیاوړی هېواد دی نو له دغه هېواد سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پر اختیا د هېواد د راتلونکې په ګټه ده. دده په وینا په دې لیدنه کې د چین د سترو پروژو لکه ورېښمو او یو کمربند یوه لار په اړه هم خبرې کېږي.

 
Read 24 times Last modified on پنجشنبه, 16 قوس 1396 08:39

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App