د چابهار بندر لومړی فاز پرانیستل شو

د چابهار بندر لومړی فاز پرانیستل شو

د چابهار بندر لومړى فاز نن د افغانستان او هندوستان د چارواکو په شتون کې د ايران د ولسمشر حسن روحاني له خوا پرانيستل شو. شاوخوا يو نيم کال مخکې افغانستان، هند او ايران د چابهار بندر درې اړخيزه هوکړه لاسليک کړه ، چې له مخې به يې هند او افغانستان سوداګريزه راکړه ورکړه له همدې لارې کوي.په دغه مراسمو کې د هندوستان د بحري سوداګرۍ وزير په مشرۍ يوه پلاوي هم ګډون کړی. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې د سوداګرۍ د وزير محمد همايون رسا په مشرۍ يو پلاوى ايران ته تللى او په دې مراسمو کې یې ګډون کړی دی. هند وايي چې د چابهار بندر فعاليدو سره به نه يواځې دافغانستان او هند ترمنځ، بلکې له ايران او منځنۍ اسيا هېوادونو سره يې سوداګريزې اړيکې پياوړې شي.

 
Read 47 times Last modified on پنجشنبه, 16 قوس 1396 08:39

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App