قزاقستان: افغانستان کې د ګودامونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوو

قزاقستان: افغانستان کې د ګودامونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوو

قزاقستان په افغانستان کې د غنمو ګودامونو په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې. د کرهنې وزارت وایي چې اوس مهال په افغانستان کې د ۲۷۰ زره ټنه غنمو د زیرمه کولو لپاره ځای لري خو په خبره یې په دې برخه کې پانګونه د افغانستان په ګټه ده. له قزاقستان نه ورځ تر بلې زیاتېدونکو وارداتو ته په کتو دې هېواد په افغانستان کې د ګودامونو په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده. د یاد وزارت ویاند وایي چې له نورو هېوادونو نه په دې برخه کې د وارداتو د کمښت لپاره په کار ده چې په دې برخه کې پانګونه وشي. ویاند وړاندې وویل موږ داسې ستراتیژیکو زیرمتونونو ته اړتیا لرو ولې دا چې قزاقستان هېواد د کوم میکانیزم له مخې او څه ډول زیرمتونونه جوړوي تر اوسه د کرهنې وزارت او قزاقستان تر مینځ په دې اړه بحث نه دی شوی. افغانستان په کلني ډول ۶ میلیون ټنه غنمو ته اړتیا لري چې څلور میلیونه او ۵۴۵ زره ټنه یې خپله افغانستان پوره کوي او یو نیم میلیون ټنه نور له بهرنیو هېوادونو نه واردوي.

Read 18 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App