چين په کومو شرايطو د اوبو پر بندونو پانګونه کوي؟

چين په کومو شرايطو د اوبو پر بندونو پانګونه کوي؟

د تېر میلادي کال د نومبر میاشتې په نیمایي کې نیپال له چین سره هغه تړون لغوه کړ، چې له مخې یې د چینایي کمپنۍ له خوا په دغه هېواد کې د اوبو د برېښنا یو لوی بند رغول کېده.
دغه هېواد، چې د افغانستان په څېر په وچه کې راګېر دی، د برېښنا له سخت کموالي سره مخامخ دی.
د یادې پروژې تړون د تېر کال په جون میاشت کې وشو او تخمیني قیمت یې ۲.۵ میلیارده ډالره کېده، چې د پروژې په بشپړېدو سره د نیپال د برېښنا اوسنی تولید دوه برابره کېده.
د نیپال د مالیې وزارت په وینا، چې دغه تړون د قراردادونو له شفافې پروسې پرته د چین لوري ته ورکول شوی و.
د نیپال له خوا د برېښنا بند د تړون لغوه کېدل داسې مهال مخې ته راځي، چې نیپال د چین د یو کمربند، یوې لارې له نوښت سره د یو ځای کېدو لپاره موافقه ښوولې او ورسره یو ځای شوی دی.
له چینایي لوري سره د برېښنا د بند پر موافقه هغه وخت نیوکو زور واخیست، چې څرګنده شوه یاده موافقه د مزایدې له سیالۍ پرته لاسلیک شوې او له قانون سره په ټکر کې ده، خو داسې هم ویل کیږي، چې د یادې موافقې لغوه کېدل د هغو سیاسي ډلو د مخالفتونو له وجې دي، کومې چې د هند یا چین لوريو ته میلان لري.
د نیپال په کانګرېس کې پیاوړی ګوند، چې اوسنی حکومت یې هم په لاس کې دی، له پخوا په دې مشهور و، چې له هند سره ښې اړیکې او د هغوی خوا ته میلان لري او له دې ګوند مخکې بیا هغه ډله په قدرت کې وه، چې د چین لوري ته یې نږدېوالی درلود.
د شنونکو په وینا، د چین له خوا په دا رنګه موافقو کې د شرایطو موجودیت او څرنګوالی ډېر سخت او پېچلي دي، چې مقابل لوري ته یې پوره کول خورا ګران کار دی او دا رنګه مثالونه په سریلانکا، میانمار، نیپال او پاکستان کې موجود دي، په داسې حال کې چې اروپایي او امریکایي کمپنۍ ډېر آسانه او دوی ته ګټور پیش شرطونه لري.
دغه راز په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سریلانکا حکومت د کولمبو بندر د رغولو پروژه چې ۱.۴ میلیارده ډالره یې لګښت اټکل کېده، وځنډوله. د ځنډ لامل یې په کور د ننه هغه نیوکې وې، چې یاده پروژه یې د چین په پانګونې پورې محدوده بلله.
د شانګهای انستیتوت د باندنیو مطالعاتو د مرکز مشر، جاو ګانچینګ وایي، دا د چین لپاره په ننګونه بدله شوې، چې مخ پر وده هېوادونو کې یاد هېواد څه ډول پانګونه زیاته کړي.
د ښاغلي جاو په وینا، چین اړتیا لري دا تضمین کړي چې دغه هېواد له ټول هېواد سره د یوه تړون موافقه کوي، نه له یوه شخص سره چې په هغه وخت کې یې د چارو واګي په لاس کې وي.
دغه راز د نیپال او سریلانکا پر هېوادونو سربېره، په میانمار کې هم د چین له خوا د پلي کېدونکو پروژو په اړه ستونزې پېښې شوي دي- د میانمار مخکېني ولسمشر هم په ۲۰۱۱ کې له چین سره د مایتسن برېښنا بند رغولو د پروژې کار له هغې وروسته وځنډاوه، چې چاپېریال ته د تاوانونو د رسېدو له وېرې په دغه هېواد کې پراخه لاریونونه تر سره شول.
د میانمار او چین تر منځ د مایتسن بند د جوړېدو په قرارداد کې د یادولو مهم ټکی دا دی، چې د یاد بند ۹۰ سلنه برېښنا به چین ته ځي او یوازې لس سلنه یې د میانمار لوري ته مفته ورکول کیږي. نوره برېښنا کولای شي، له چین نه د پیسو په بدل کې واخلي.
خو د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې د میانمار اوسنۍ ولسمشرې آنګ سان سوچي بیجینګ ته په خپل سفر کې د یاد تړون د بیا را ژوندي کولو او د نوموړي بند د رغولو خبره راپورته کړه. دې چینایي لوري ته وړاندیز کړی، که چېرې دا تړون لغوه اعلانیږي، نو د میانمار دولت حاضر دی، چې د څو نورو کوچنیو بندونو د رغولو لپاره له چین سره تړونونه لاسلیک کړي.
د میانمار حکومت په دوو ربړو کې راګیر دی، که وغواړي چې له چین سره یاده پروژه بشپړه لغوه اعلان کړي، نو دوی مکلف دي، چې د چین دولتي کمپنۍ ته ۸۰۰ میلیون ډالره ورکړي، ځکه هغوی وایي چې د پروژې په ساحه کې یې لګولي دي او دا کار به د میانمار لوی سوداګریز ملګری (چین) هم خفه کړي.
د میانمار جغرافیایي موقعیت ته په کتو، په جنوب کې ډېرې داسې سیمې شته چې د ګازي برېښنا د توليد ښه وړتیا لري او تر دې ارزانه پرېوځي چې له شمال نه لینونه را وغځول شي، خو له جنوب پرته د میانمار په نورو سیمو کې د برېښنا د تولید سرچینې په داسې ځایونو کې دي، چې هلته شخړې موجودې دي.
همدا راز د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې پاکستان هم د هغه بند د جوړولو قرارداد لغوه اعلان کړ، چې د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز په اډانه کې رغول کېده.
د دیامیر بهاشا په نوم بند چې د رغولو لګښت یې ۱۴ میلیارده ډالره اټکل کېده، له دې امله مسترد شو، چې د چینایي کمپنۍ له خوا ورته شرایط سخت کړای شول.
دا چې افغانستان هم د اوبو او انرژۍ په برخه کې له سختو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دی او په دې وروستیو کې چین د افغانستان په کونړ سیند د بند جوړولو په موخه د پانګونې څرګندونې کړې، خو لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پانګونه په کومو شرایطو کيږي. ویل کېږي‌ چې دغه پانګونه هم د یو کمربند یوې لارې د نوښت په اډانه کې د وروسته پاتې هېوادونو د انرژۍ او برېښنا په برخه کې کېږي.
که چېرې افغان او چینایي لوري په دې برخه کې موافقې ته رسیږي، نو لازمه ده، چې د افغانستان دولت او مسؤولین له هر اړخیزو سلا مشورو او ټولو سیمه ییزو او نړیوالو حساسیتونو په پام کې نیولو سره اقدام وکړي.
وړاندیزونه:
د افغانستان تاریخ له جنګونو، تاړاکونو او قربانیو سره مل روان دی. ملت یې دردېدلی، ځپل شوی او ورپسې ملامت شوی هم دی- نو د دې خاورې سټراتیژیک اهمیت او زموږ اړ حالت ته په کتو باید هره پرېکړه د لنډ مهاله او اوږدمهاله موخو لپاره وڅېړل شي.
د همدې موخې لپاره باید په سیمه او لرې پرتو هغو هېوادونو کې، چېرته چې چین پانګونه کړې، ژوره مطالعه وشي. هغه وڅېړل شي او د هغوی د پروژو ګټې او تاوانونه په نظر کې ونیول شي، تر څو افغانان له ورته ستونزو سره مخامخ نه شي.
دا چې چین هېواد په وروستیو کې د یو کمربند، یوې لارې په نوښت کې د افغانستان د ورګډېدو خبره کړې ده، نو په دې نوښت کې هر کېدونکی اقدام باید له عملي کېدو مخکې په هر اړخیزه توګه وسنجول شي.
له چین سره د ټولو سوداګریزو او په ځانګړي ډول د یو کمربند، یوې لارې د نوښت په برخه کې یوه فعاله ډیپلوماټیکه او سوداګریزه پالیسي پر مخ یووړل شي، تر څو ټول مذاکرات او خبرې اترې د افغانستان د خلکو د راتلونکي په ګټه وي.
دا چې چین وايي د یو کمربند، یوې لارې د نوښت ټولې پروژې تجارتي او سوداګریزې دي، نو باید د خبرو او موافقتنامو د کولو پر وخت کې هېڅ ډول د لوی او کوچني هېواد یا هم ښو ګاونډیانو اړیکې او یا هم نور فکتورونه پر دغو موافقتنامو کې کوم رول ونه لري.
له هرې پرېکړې مخکې باید ملت خبر وساتل شي، هسې نه چې دغه پرېکړې د چینایي شرکتونو او افغان لوري له خوا د فساد ښکار شي، لکه په پاکستان کې د ملتان مېټرو بس په پروژه کې، بډو او رشوت ته لاره برابره نه شي.
لوړپوړي چارواکي باید په نظر کې ولري چې دغه پروژې د امریکا او نړیوالې ټولنې په څېر مرستې نه دي، چې وړیا راځي، بلکې دا پانګونه ده او په دې کې د هر ډول مشکل پېښېدل د دوو هېوادونو پر اړیکو مستقیم اغېز پرېباسي.

Read 2221 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App