کابل کې نږدې دوه زره مېرمنې د کورني اچارو په توليد بوختې دي

کابل کې نږدې دوه زره مېرمنې د کورني اچارو په توليد بوختې دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ وزارت وايي چې له مېرمنو څخه د ملاتړ د پروګرام له مخې يې د کابل په ۱۰ ولسوالیو کې پر ۱۸۲۰ مېرمنو د خوراکي توکو د پروسس توکي وېشلي دي. د کرنې وزارت له په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې پروګرام له مخې، د کابل په لسو ولسوالیو کې کابو ۲ زره مېرمنې د ترکاریو او سبزیو له تولید څخه خوراکي توکي او اچار تولیدوي. سرچينې زياته کړې، دوى بيا دغه اچار بازار ته عرضه کوي او د خپلو کورنیو په اقتصاد کې ستره ونډه اخلي. په خرپاڼه کې راغلي، په دغو وسایلو کې د خوراکي توکو د پروسس ماشین الات او د سبزیو او ترکاریو د و چولو ماشینونه شامل دي. د کرنې وزارت وايي، دا وسايل يې د کابل د فرزه، کلکان، شکردره، گلدره، میربچه‌کوت، بګرامی، ده‌سبز،‌ استالف، پغمان او قره باغ په ولسوالیو کې پر ۱۸۲۰ مېرمنو وېشلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، هغه مېرمنې چې دغه ماشین الات او توکي يې ترلاسه کړي د بېلابېلو اچارو او د رومي بانجان د رب له جوړولو سره پوره بلدتیا لري.

 

Read 25 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App