د پکتیا د "سروۍ خولې" برېښنا بند د جوړولو بودجه منظوره شوې ده

د پکتیا د "سروۍ خولې" برېښنا بند د جوړولو بودجه منظوره شوې ده

په پکتیا کې د سروۍ خولې د برېښنا بند د جوړولو لپاره شل میلیونه ډالره بودجه منظوره شوې ده. دا خبره پرون د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په احمد خېلو ولسوالۍ کې د دې بند لپاره له ځانګړي شوي سیمې څخه د کتنې پر مهال وکړه. نوموړي وویل د دې بند له برېښنا او اوبو به د پکتیا ولایت ختیځې ولسوالۍ ګټه پورته کړي. د پکتیا والي د سروۍ خولې د برېښنا د بند د جوړولو د پیل دقیقه نېټه یاده نه کړه، خو ویې ویل چې دا پروژه به په نېږدې راتلونکې پیل شي.

 

Read 34 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App